د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د افغان ملکي مامورینو شکایت: د تېرو څو میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي


ارشیف
ارشیف

یو شمېر ملکي مامورین وایي چې دوی له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دوی له ډلې یوه هم تهمینه ده: "زه د کور سرپرستي په غاړه لرم، همدغه معاش ته ناست یو، خو هغه هم ما درې میاشتې نه دی ترلاسه کړی، اوس حیرانه یو، څه وکړو کومې خوا لاړ شو، غوښتنه دا ده چې زموږ معاش را کړل شي او د کور نفقې لپاره کار ته اجازه ورکړي."

نوموړې چې شپږ بچې لري وایي، میړه یې معتاد دی او د کور یوازینۍ نفقې برابروونکې ده.

د دولت دغه مامورین اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

روهینا چې د یوې بلې دولتي ادارې کار کوونکې ده، دا هم له ورته ستونزې شکایت لري: "زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ معاشونه باید راکړل شي، ما خپله د دوه میاشتو معاش نه دی اخیستی، هغه مهال ویل کېدل چې بودجه نه شته، نوی ډیجیټلي سیسټم جوړیږي اوس شرایط بدل شوي او هر څه باید په پام کې وساتل شي او حقوق مراعت شي."

خو د افغانستان مالیې وزارت ډېر ژر د ستونزې د هواري ډاډ ورکوي.

د دغه وزارت د عامه اړېکو رییس او ویاند رفیع تابع نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه یو کمېسیون جوړ شوی او ډېر ژر به اجرات وشي: "د نوي حکومت له پیل سره د مالیې وزارت چارو د پرمختګ لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی چې دغه کمېسیون د مالیې او اقتصادي کمېسیون تر عنوان لاندې خپل فعالیت پیل کړی او پرون ماښام پرېکړه وشوه چې ټول هغه ملکي مامورین چې د نوي حکومت له پیله بېرته خپلو دندو ته راځي د دوی معاشونه او امتیازات به د پخوا په څیر اجرا کېږي."

د افغانستان د مالیې وزارت د عامه اړېکو رییس او ویاند رفیع تابع.
د افغانستان د مالیې وزارت د عامه اړېکو رییس او ویاند رفیع تابع.

نوموړي وویل چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به په افغانستان کې ټول خصوصي بانکونه او د افغانستان بانک بېرته خپل فعالیت پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره د کار کوونکو د نه حاضرېدو له امله ډېری بانکونه تړلي او د پرانیستو مخې ته هم د خلکو کتارونه جوړ دي، څو خپلې پیسې راوباسي.

طالبان د نورو ولایتونو په نیولو سره او له کابله د جمهور ربیس غني له وتلو ورسته پلازمېنې ته راننوتل چې له یادې مودې راهیسې ډېری دولتي ادارې تړلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې ټولې ملکي ادارې د خلکو پرمخ خلاصې دي او د ملکي ادارو کار کوونکي کولای شي خپلو دندو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG