د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

واشنګټن پوسټ: د امریکا استازو جرګې غړو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادي غوښتې


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان اقتصادي بحران ته پام اړولی او لیکي، د امریکا د استازو جرګې له ۴۰ زیاتو ډيموکرات غړو د دې هېواد له خزانې وزارت څخه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ژر تر ژره ازاده کړي.

دغو غړو خبرداری ورکړی چې که د ولسمشر جو بایډڼ اداره د کنګل شوې شتمنۍ په ازادولو کې همکاري ونه‌کړي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان به له بشري ناورین سره مخامخ شي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو، امریکا د افغانستان شااوخوا نهه‌نیم میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.

واشنګټن پوسټ لیکي، دغو امریکایي قانون جوړوونکو په استولي لیک کې ویلي چې که د افغانستان پر بانکي سیستم نړیوال محدودیتونه لیرې نه‌شي، د دې خطر شته چې دا هېواد له اقتصادي سقوط او بشري ناورین سره مخامخ شي.

دوی دغه‌راز اندېښنه ښوولې چې د افغانستان د اقتصاد له ړنګېدو سره به لوږه زیاته او د کډوالو یو نوی بحران رامنځته شي.

په مطلب کې وړاندې لولو چې یو شمېر نړیوالو ادارو له متحده ایالاتو غوښتي چې له افغانستان سره دې بشري مرستې لکه د خوراکي موادو او روغتیایي وسایلو مرستو ته پراختیا ورکړي، خو دغو د امریکا د استازو جرګې ډيموکرات غړو په استولي لیک کې ویلي چې اوسني وضعیت ته په پام دغه اقدامات کافي نه‌دي.

د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي په یوه بیان کې ویلي چې واشنګټن له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ستر مرستندویه دی او د دې هېواد حکومت په دې لټه کې دی چې له افغانستان سره د مرستو نورې لارې چارې لټوي.

په دغه بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې د افغانستان مالي جدي ستونزې به د دې هېواد د کنګل شوې شتمنۍ په ازادېدو سره هوارې نه‌شي.

د طالبانو حکومت په ځلونو له امریکا د دغې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې او هغه‌یې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران لامل بللی دی.

  • کريچين ساينس مانيتور

کریچین ساینس مانیتور ورځپاڼې له هغو افغانانو سره چې نوې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې امریکا ته پناه وړې، پر مرستو یوه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د اګسټ له ۱۵مې راهیسې چې کابل سقوط کړی، شااوخوا ۳۸ زره افغان پناه غوښتونکي د امریکا په مختلفو ایالتونو کې مېشت کړای شوي او په لسګونه زره نور هم د امریکا په پوځي اډو کې مېشتېدو ته منتظر دي.

د ورځپاڼې په لیکنه د دغو کورنیو غړو چې له طالبانو د ځان ژغورلو لپاره تښتېدلي، په مختلفو ډولونو له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې، خو اوس له کمو شتو سره امریکا ته رسېدلي دي.

کریسچین ساینس مانیتور لیکي، د امریکا په مختلفو ایالتونو کې امریکایانو له دغو افغان پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره هڅې پیل کړې دي.

ورځپاڼې د بېلګې په توګه په واشنګټن کې د ویاتس په نوم د یوې ډلې یادونه کړې چې دې سیمې ته ورغلو ۱،۲۰۰ افغانانو ته‌یې بشري مرستې برابرې کړې دي.

دغه‌راز ویل شوي چې سوداګر کولای شي دغو نویو افغان پناه غوښتونکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او شرکتونه هم کولای شي چې ورته د کور وسایل، جامې او نور ضروري خوراکي مواد برابر کړي.

XS
SM
MD
LG