د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۹

د افغانستان بانک: نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي


د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت له لوري بازار ته د نوي بانک نوټونو د راویستلو په اړه خبر ورکول کېږي، خو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تازه په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د دغو بانک نوټونو د راوړلو بهیر به ژر افغانستان ته پیل شي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دغه بانک نوټونو د شمېر په اړه او دغه شان چې کله به افغانستان ته راوړل کېږي د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له چارواکو سره خبرې وکړي، خو د دې بانک ویاند پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې د جمهوریت پر مهال د افغانستان بانک پخواني سرپرست وحید نوشېر هم په خپل فېسبوک پاڼې لیکلي و چې نوي بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته راووځي.

له دې سره خوا کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ بیا په یوې مجازي ناسته کې ویلي، امریکا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان دوو بانکي معاملو ته اجازه ورکړې چې یوه یې د نویو چاپ شویو بانک نوټونو لګښتونه وو چې د افغانستان مرکزي بانک لخوا تادیه شول.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ

وېسټ ویلي چې ډېر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانک نوټونه ورسېږي.

هغه معلومات چې ازادي راډيو تر لاسه کړي د دغو نويو بانک نوټونو هوکړه د جمهوریت پر مهال نږدې درې کاله وړاندې له یو پولنډي کمپنۍ سره شوې وه.

د معلوماتو له مخې، هغه مهال ددې پیسو مقدار شاخوا ۱۰۰ میلیارده افغانۍ ویل شوي وو.

دا چې په تېرو درېیو کلونو کې ولې دغه پیسې نه وې چاپ شوې او افغانستان ته نه وې رالېږل شوې د ازادي راډيو د معلوماتو له مخې کرونا او له هغې وروسته د جمهوریت په وروستیو کې په دننه بانک اختلافات ښودل شوي.

ازادي راډیو ته رالېږل شویو معلوماتو کې دا هم ویل شوي چې په نويو بانک نوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون نوټونه شامل دي.

خو د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک دغه ګام ته بیا سره له دې چې خلک خوښ دي خو نیوکې هم لرې.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، نوي بانک نوټونو ته د خلک لاسرسي سخت دی.

د دې ښار اوسېدونکي روح الله وویل: "دا یو نیک او غوره اقدام دی خو په دې شرط چې خلک ورته لاسرسی ولري که په صرافانو او لوړ کسانو وویشل شي منفي اغېز به یې ډېر وي."

دغه راز د دې ښار یو بل اوسېدونکی قریب وايي: "د افغانستان بانک نوي بانک نوټونو ته موږ خوشحاله یو د دې لپاره چې موږ په زړو پیسو راکړه ورکړه کوو چې نوټونه نوي شي دا ښه خبره ده خو شرط دا دی چې خلک ورته په اسانه لاسرسی ولري."

په داسې حال چې د دې نوی بانک نوټونو په اړه مسوولو چارواکو تر اوسه معلومات نه دي وړاندې کړي، خو د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په خپره کړې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د پیسو د ژر زړېدو او همداراز د ساتنې په برخه کې جدي پام وکړي.

XS
SM
MD
LG