د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د لندن د بانک نوټونو داوطلبی ته د افغانستان پخوانی پیسې هم ایښودل شوي


له ډېرې مودې راهیسې خلک په خورا لېوالتیا سره پخوانۍ پیسې راټولوي او کلېکسیون ترې جوړوي.

هغه کسان چې د پخوانیو پیسو کلېکسیونونه لري هڅه کوي تر ټولو پخوانۍ پیسې ترلاسه کړي چې اوس نه چلېږي.

په همدې اړه په لندن ښار کې یوه داوطلبي شوې ده چې په هغه کې پخواني بانک نوټونه داوطلبی ته ایښودل شوي دي.

په دغو بانک نوټونو کې د افغانستان پخوانۍ پیسې هم داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي.

د دغې داوطلبي په انټرنیټي پاڼه کې د افغانستان ځینې داسې بانک نوټونه شته چېله سلو څخه تر دوه زره بریتانوي پوڼدو پورې بیه ورته ټاکل شوې ده.

په‎دې کې د پنځو افغانیو هغه بانک نوټ شته چې په ۱۹۲۰کال کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال چاپ شوی دی او پر یوه مخ یې پنج روپیه کابلي لیکل شوي دي. د دغه بانک نوټ بیه ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې پوڼده اټکل شوی دی.

نور افغاني بانک نوټونه چې په همدې داوطلبۍ کې ایښودل شوي د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه په وخت کې چاپ شوي وو.

په‎دې پیسو کې د پنځو، لسو، شلو ، پنځوسو، سلو ، پنځه سوه او زرو افغانیو بانک نوټونو موجود دي.

تر ټولو لوړه بیه پر پنځه سوه افغانۍ بانک نوټ ایښودل شوې ده چې له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ بریتانیایې پوڼدو پورې اټکل شوې ده. دغه بانک نوټ په ۱۹۳۷ کال کې چاپ شوی دی.

په همدې داوطلبۍ کې د تر ټولو ګران بیه بانک نوټ ارزښت ۴۵۰۰۰ پوڼده اټکل شوی دی چې په ۱۹۲۷ کال کې هغه مهال چاپ شوی چې فلسطین د بریتانیا تر واک لاندې وو .

دغه داوطلبې نن په لندن کې پیل شوې او تر درېیو ورځو پورې دوام لري.

XS
SM
MD
LG