د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۹

افغانستان

ننګرهار کې د کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوي ترڅنګ بیې هم کنټرولېږي

ارشیف

د ننګرهار چارواکي وايي، په پاکستانۍ روپۍ د مالي راکړې ورکړې د مخنيوي د کمپاين ترڅنګ د بيو د کنټرول هڅه کوي.

د ځينو نورو ولايتونو ترڅنګ په ننګرهار کې هم د افغانيو د ترويج لپاره د يوه کمېسيون له‌خوا په پاکستانۍ روپۍ د راکړې ورکړې د مخنيوي کمپاين روان دى.

د والي وياند عطا الله خوګياڼي پرون ماښام ازادي راډيو ته وويل، ولايتي ادارې د بيو د کنټرول موضوع ته هم پام اړولى دى.

هغه زیاته کړه: "هڅه دا ده چې نرخونه کنټرول وساتو تر څو خلکو ته زيان ونه‌رسېږي، په همدې لړ کې ګڼې هټۍ چې نرخونه‌يې لوړ وو، تړل شوي دي دغه‌راز د تېلو پمپونه او درملتونونه هم تړل شوي دي، په دې برخه کې ولايتي اداره په جدي ډول اقدام کوي موږ هم غواړو افغانۍ ترويج شي، هم خلکو ته زيان ونه‌رسېږي او نرخونه کنټرول شي."

مخکې خلکو شکايت کاوه چې د افغانيو د ترويج له کمپاين سره سم دکاندارانو په خپل سر د اجناسو نرخونه زيات کړي چې دې مسئلې عام خلک زيانمن کړي دي.

د ننګرهار اوسېدونکو د وړو افغاني بانک‌نوټونو له کموالي هم شکايت درلود، خو د ننګرهار چارواکي وايي پر صرافانو يې په کافي اندازه واړه بانک نوټونه وېشلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوبو مدیریت او چاپیریال ساتنې برخه کې د څېړنې مرکز جوړ شو

آرشیف، دریای کوچه

د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت وايي، د اوبو د منابعو د مدیریت او چاپیریال ساتنې یو ځانګړي مرکز یې جوړ کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد حنیف فرزان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه مرکز به د هېواد د اوبو علمي مدیریت ته اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: "دلوړو زده کړو وزارت هڅه وکړه، یو مرکز جوړکړي چې پر مټ یې داسې علمي څیړنې وشي چې د هېواد د اوبو د منابعو په برخه کې یوه واضح، ځانګړې او ملموسه تګلاره موجوده ووسي."

ښاغلي فرزان وویل، د دغه مرکز څیړنې به د هېواد د منابعو اړوندو ادارو ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د اوبو دمنابعو مدیریت، د دغه هېواد عمده اقتصادي او سیاسي مسایل ګڼل کېږي.

ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو بهېدو، دغې موضوع ته نړیواله بڼه ورکړې ده.

د افغانستان داوبو او برښنا وزارت وايي، افغانستان د ځمکې په سر شاوخوا پنځوس میلیارده متره مکعبه اوبه لري چې یوازې له ۲۲ میلیاردو مترومکعبو اوبو نه یې په هېواد کې دننه استفاده کېږي او نورې یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

ددغه وزارت د اوبو د تنظیمولو د ادارې رییس احمد ویس بصیري وايي، دوی هم په دې برخه کې یو لړپروګرامونه په پام کې لري: "درې مهم لنډه مهاله پروګرامونه ترتیب شوي او عملاء پرې کارکوو، په لنډه موده کې زموږ تمرکز د اوبو د توېیدو پر حوزو دي، دوهم بحث تحکیمات او دریم پروګرام مو کانالونه دي چې په ولایتونو کې یې پرجوړولو کار روان دی،په اوږده مهال کې د بندونو په ګډون د تاسیساتو د جوړولو پروګرامونه په پام کې لرو چې اوبه مدیریت کړوو."

ښاغلي بصیر وویل، اوس د کمال خان، کجکي، مچلغو او د للندر په زیرمو کارروان دی او له شمال نه کابل ته د اوبو د لېږد ارزونه بشپړه شوې ده.

د اقتصادي چارو پوه سیف الدین سیحون وايي، افغانستان کافي اوبه نه لري، له همدې امله په دې برخه کې باید څیړنو او علمي مشورو ته اهمیت ورکړل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ډیرځله پر دغې موضوع ټینګار کړی چې که د هېواد د اوبو منابعې په سمه ډول مدیریت شي، په راتلونکو شلو کلونو کې به په هېواد کې د پام وړ اقتصادي بدلونونه رامنځته شي.

هرات کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ

وزلوبه د هرات د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کوي.

په هرات کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لوبې د پشتون پل په لوبغالي کې ترسره شوې.

نوموړي وویل، دا سیالۍ د وزلوبې د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو په هدف جوړې شوې دي.

قاري زاده وویل چې وزلوبه د هرات د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کوي.

د افغانستان فوټسال ښځینه لوبډلې له ایرانه ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال د ښځو ۱۹ کلنې لوبډله

د افغانستان د فوټسال د ښځو ۱۹ کلنې لوبډلې د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلو په سیالیو کې، ۱ د ۱۶ په وړاندې له ایران څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبډله به سبا د افغانستان په وخت ۳:۳۰ له ازبکستان سره سیالي وکړي.

افغان لوبډلې تردې وړاندې قرغزستان څخه هم ماته خوړلې وه.

خو د فوتبال فدراسیون وايي، افغان لوبډله سبانۍ لوبۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ایران، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او کوربه هېواد تاجکستان لوبډلې ګډون لري.

د فوټسال دغه اسیايي لوبې په دوشنبې ښار کې د جنورۍ په ۲۴ مه پیل او تر ۲۹ مې به دوام وکړي.

ارزګان کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، دغلته په یوه نښته کې ۵ کسه وسله وال طالبان او یو پولیس وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن ازادي راډیو ته وویل چې نښته تیره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې وسله والو طالبانو د چارچینو په ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "په دې نښته کې 8 وسله وال طالبان ټپیان شوي او 5 وسله وال وژل شوي دي، د ملي پولیسو یو سرتیری هم شهید شوی دی."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دا په تېر څو ورځو کې دویم ځل دی چې طالبان د چارچینو په ولسوالۍ کې پر دې امنیتي پوستې برید کوي.

دوه ورځې مخکې پر همدې پوسته د وسله والو برید کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

چارواکي: د هلمند په کجکي کې هیلیکوپټر​ رالویدلې

ارشیف

راپورونه وايي چې دهلمند په کجکي کې یوه هیلیکوپټر​ رالویدلې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته پېښه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

ښاغلي ځواک ازادي راډیو ته وویل چې دې سپینې مک هیلیکوپټر په کجکي کې میشتو افغان سرتیرو ته اکمالات رسول.

د کجکي ولسوال ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې هیلیکوپټر نن غرمه مهال په توغندي ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.

دې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي وویل چې په پېښه کې دوه پیلوټانو ته چې بهرني اتباع وو ، زیان نه دی اوښتی خو د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

بل پلو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي نن غرمه ١٢:٠٠ بجې، یوې MI-17 نظامي هیلیکوپټرې د تخنیکي عوارضو له امله بېړنۍ ناسته کړې او هېچاته په کې زیان نه دی اوښتی.

سرچینه وايي، ملي دفاع وزارت د هیلیکوپټرې بیړنۍ ناستې په اړه څیړنه کوي.

وسله والو طالبانو یا بلې کومې ډلې تر اوسه ددې هیلیکوپټر د نسکورولو په اړه څه نه دي ویلي.

د کجکي تنګی چي د برېښنا د توليد لويه فابريکه او د اوبو بند په کې دي د کلونو راهېسې د طالبانو له خوا محاصره دی او حکومت دغلته میشتو سرتېرو او ورسره کورنیو ته د هوا له لارې اکمالات کوي.

پکتیا کې د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي هڅې پیل شوې

په دې روزنیز پروګرام کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي.

د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لپاره روزنیز پروګرام پیل شو.

په دې روزنیز پروګرام کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي لپاره د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي څو په خبره یې له روغتیايي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: افغان حکومت مالیه لوړه کړې

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د مالیاتو له دوه برابره کېدو خبر ورکوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډيو ته وویل، چې د مالیاتو لوړوالی لامل شوی چې د دغه هېواد په بازرونو کې د توکو بیې لوړې شي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو څو کلونو کې مالیات څو برابره لوړ شوي دي، دا په عامو وګړو ناوړه اغیزه کړې، بیې لوړي شوي، که له یوې خوا عوايد لوړیږي، له بلې خوا په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شي چې بې وزله خلک یې بیه نه شي پرې کوي."

نوموړي وویل، پخوا چې له یو دوکاندار څخه ۲۰ زره افغانۍ مالیه اخېستل کېده اوس ۶۲ زره افغانۍ اخېستل کېږي.

نوموړي وویل، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په بازارونو کې د یوې بوجۍ اوړو په بیه کې تر ۵۰۰ افغانیو توپیر راغلی او لوړه شوې ده.

هڅه مو وکړه څو په دې اړه د افغانستان د مالیې وزارت نظر واخلو خو دغه وزارت اړیکې ځواب نه کړي.

غور کې د دولتي ادارو بندېدل څلورمې ورځې ته غځېدلي

د نثار احمد کوهین په نوم یوه اعتراض کوونکي وویل څو چې حکومت د ولایت د لویې لارې او د برېښنا د بند لپاره بودجه نه وي منظور کړې دولتي ادارې به همداسې بندې وي.

په غور کې دولتي ادارې نن د څلورمې ورځې په مخه بندې دي.

د غور یو شمېر اوسېدونکي تور پورې کوي چې د راتلونکې لمریز کال مالي بودجه متوازنه نه ده.

دغو کسانو دولتي ادارې بندې کړې دي او د ولایت د ودانۍ مخې ته یې پرلت وهلی دی.

د نثار احمد کوهین په نوم یوه اعتراض کوونکي ازادي راډیو ته وویل څو چې حکومت د ولایت د لویې لارې او د برېښنا د بند لپاره بودجه نه وي منظور کړې دولتي ادارې به همداسې بندې وي.

د غور والي غلام ناصر خاضع دا مني چې محلي ادارې بندې شوې دي.

ده ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ځواب ته انتظار دی چې د معترضانو غوښتنې ته څه وایي.

د ۱۳۹۹ لمریز کال مالي بودجه وروسته له نږدې یوې میاشتې بحثونو د چهارشنبې په ورځ ولسې جرګې تصویب کړه.

د کرونا ویروس؛ د افغانستان اتباع باید چین ته له غیرضروري سفره ډډه وکړي

د جمعې تر ورځې ۲۶ کسان په دې ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، خلک باید چین ته له غیر ضروري سفره ډډه وکړه.

په چین کې د کرونا په نوم یو وژونکی ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او څه باندې ۶۰۰ پېښې يې ثبت شوې دي.

د جمعې تر ورځې ۲۶ کسان په دې ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس بشیر حمید پرون د جنورۍ په ۲۴مه، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم چین ته کم شمېر افغانان تګ راتګ کوي خو د سیمې په هېوادونو کې د کورنا په نوم د خطرناک وېروس د خپرېدو امکان د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي حمید وویل: "هغه کسان چې له سفره راغلي یا داسې کسان چې له بهره راغلي او د سینه بغل او زکام علایم څرګندوي، باید انتاني شفاخانې ته ولاړ شي، که څوک ډېر ضروري کار نه لري چین ته له سفره ډډه وکړي، له هغو کسانو سره چې ټوخی او ذکام لري باید ډېر نږدې نه شي او خپل لاسونه په اوبو او صابون پرېمینځي."

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس وویل چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا وېروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د عفوې نړیوال سازمان: د تشدد د کمولو وړاندیز بې مفهومه خبره ده

د عفوې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د چارو مرستیال عمر وړایچ

د عفوې نړیوال سازمان پرون، دجنورۍ په ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې د تشدد د کمولو وړاندیز بې مفهومه خبره ده.

دغه سازمان ویلي چې د تشدد هېڅ اندازه او حد د منلو وړ نه دی.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د چارو مرستیال عمر وړایچ ویلي، په داسې یوه بحراني حالت کې چې پر ملکي خلکو حملې کېږي دا خبره بې مفهومه ده چې د تشدد اندازه به کمه شي.

عمر وړایچ ویلي، د امریکا متحده ایالات او د افغانستان طالبان باید د جګړې قوانینو ته متعهد وي او پر ټولو ملکي افغانانو حملې باید بندې شي.

په قطر کې د وسله والوطالبانو سیاسي دفتر په وروستیو کې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ، زلمي خلیلزاد سره یې منلې چې د تشدد اندازه به راکمه کړي.

خو د افغانستان حکومت د دې بیان په اړه سخت غبرګون څرګند کړ او ویې ویل چې د هغوي دا بیان مفهوم نه لري. د افغانستان حکومت همداراز وویل چې له طالبانو سره یوازې په دې شرط خبرې کولای شي د هغوی له لوري اوربند اعلان شي.

"که امریکا د ځواکونو ایستلو په اړه طالبانو سره خبرې کوي دا به د نورو جګړو د پیل په معنا وي"

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي، دا به د نورو سختو جګړو د پیل په معنا وي.

د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني چې پرون د سویس په داووس ښار کې له ځينو نړیوالو رسنیو سره خبرې کولې وویل:

"افغانان د امریکایي ځواکونو له وتو سره ستونزه نه لري، خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره د نورو پر ځای د افغانستان له حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده."

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرې روانې دي.

د دې هوکړې یوه اصلي موضوع هم له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتو څرنګوالی دی.

د جوزجان منګجیګ ولسوالۍ کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جوزجان ولايت د منګَجيګ ولسوالۍ پر مرکز د وسلوالو طالبانو په ډله ييزه حمله کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه حمله تېره شپه شوې چې درې سرتېري يې په نتيجه کې وژل شوي دي.

د ښاغلي وجدان په خبره په نښته کې چې د شپې تر نيمايي روانه وه، درې وسلوال وژل شوي او يو قوماندان يې سخت ټپي شوى دى:

"د دښمن ٣ کسان وژل شوي او ٥ تنه ټپيان دي. ويل کېږي په ټپيانو کې مولوي احمدشاه هم شامل دى چې سخت ټپي شوى."

ښاغلى وجدان وايي مولوي احمدشاه د طالبانو د سرې قطعې قوماندان و او په وژل شويو کې د دوى يو سرګروپ قاري اصف هم شامل دى چې په ادريس مشهور و.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح اله مجاهد په ټويټر کې ليکلي، چې دوى په دې حمله کې ٣ پوليس وژلي او ٢ ټپيان کړي دي.

د طالبانو وياند ويلي چې په دې نښته کې يو طالب هم وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوي دي.

د غزني ځینې اوسېدونکي: دولت له مونږ سره د مور او میرې سلکوک کړی

د غزني ښار یوه څنډه

د غزني ولایت ډیری خلک وايي، د راتلونکي ۱۳۹۹لمریز کال له پاره په ځانګړې شوې انکشافي بودجه کې د دغه ولایت له اوسېدونکو سره د مور او میرې سلوک شوی دی.

دوی وايي دا په داسې حال کې ده چې په دغه ځانګړې شوې بودجه کې د یوې ولسوالۍ له پاره ۱۴ پروژې په نظر کې نیول شوې دي، خو تر نیمايي زیاتې داسې ولسوالۍ دي چې په دغه کال کې به هېڅ پروژه نه په کې پلې کېږي.

د اندړو ولسوالۍ یو ځوان نقیب الله خانيخېل وايي، د پروژو لیسټ ته په کتو هېڅ متوازن انکشاف په نظر کې نه دی نیول شوی.

د قره باغ ولسوالۍ رحمت الله مرجانخېل وايي دولت دي د خلکو په سترګو کې خاورې نه شیندي، قومي مشران دي لاس په کار شي، له پامه د غورځېدلو ولسوالیو له پاره دي د حق غوښتنې غږ پورته کړي.

دا چې د غزني محلي اداره هم له دغه لیسټ څخه انديښنه ښښي نو وايي متوازن انکشاف له پامه غورځیدلی دی.

والي وحیدالله کلیمزي د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، که په خواله رسنیو کې دغه خپور شوی لیسټ حقیقت ولري نو مرکزي دولت ته به اعتراض وکړي.

دی وايي په دغه لیسټ کې چې کومې پروژې لیکل شوې دا زړې او پخوا پروژې دي.

هغه زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې په دوو دریو ورځو کې هغه اصلي لیسټ د منظور شوو پروژو ترلاسه کړو، که بیا هم بې عدالتي شوې وه، زموږ له انکشافي پلان سره خلاف پروژې منظورې شوې وې، نو موږ به خپل اعتراض، خپل شکایات او خپل پيشنهاد مرکزي حکومت ته له مستندو دلایلو سره وړاندې کړو.

دا په داسې حال کې ده په خواله رسنیو کې یواځي د غزني نه بلکې د افغانستان په ګوټ ګوټ او نوره نړۍ کې هم ډیری افغانانو په دې کار سره سخت غبرګون ښوودلی دی.

په دغه خپاره شوي لیسټ کې په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د پروژو د پلې کېدو ذکر راغلی دی، خو پاته دیارلس ولسوالۍ یو مخ له پامه غورځول شوې دي.

خوست کې د ماشومانو د زده کړو په هدف قومي تړون

په دې ناسته کې قومي مخورو وویل، د دې سیمې د وروسته پاتې والي او ستونزو یوازینۍ لامل دادی، چې دوی له زده کړو لرې پاتې شوې دي.

د خوست د شمل-دوه منده ولسوالۍ اوسیدونکو قومي پرېکړه وکړه، چې نوي ښوونیز کال کې به خپل ټول ماشومان او تنکي زلمیان ښوونځیو کې شاملوي.

په پرېکړه کې راغلي، که چا له دې تړونه سرغړونه وکړه، نو قوم به ورسره ټولې اړیکې پرې کوي او سل زره افغانۍ به ناغه ورڅخه اخلي.

په دې ناسته کې قومي مخورو وویل، د دې سیمې د وروسته پاتې والي او ستونزو یوازینۍ لامل دادی، چې دوی له زده کړو لرې پاتې شوې دي.

په دې قومي پرېکړه کې د دې ولسوالۍ ټول خلک مکلف شوي، چې خپل له پنځو تر شلو کلونو پورې ماشومان او تنکي زلمیان به دوه میاشتې وروسته د نوي ښوونیز کال په پیلیدو ښوونځیو او یا ددیني زده کړو په مرکزونو کې شاملوي.

یاده ناسته کې ګڼو قومي مخورو، ځايي مسوولینو، علماوو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د ځوانانو د سمون ټولنې مشر احمدالله افتاب د لیکلي تړون یوه برخه مشال راډیو ته ولوسته: "د شمل-دوه منده ولسوالۍ قومي مشران، ځوانان او علماء کرام د سمون ټولنې د فعالانو د هڅو په پایله کې پi دې وتوانیدل چې د خپلو ماشومانو د ژوند د ښه کېدو په خاطر د زده کړو لپاره دا پرېکړه لیک رامنځته کړي، ټولې کورنۍ په دې مکلفې دي، چې خپل هغه ماشومان چې د مدرسو او ښوونځیو د شمولیت عمر يې پوره کړی وي په راتلونکې نوي ښوونیز کال کې به يې ښوونځيو کې شاملوي او د نه تطبیق په صورت کې سرغړونکي به د قوم د ښو او بدو وتلي او سل زره افغانۍ ناغه به هم ورڅخه اخیستل کېږي."

د خوست ځینو قومونو پخوا هم په ټولنیزو مسایلو کې ځینې تړونونه کړي، چې په پوره ډول نه دي عملي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال کې د خوست د موسی خېلو منګل میشتې ولسوالۍ قومي مخورو، سپین ږیرو او مدني فعالانو هم پرېکړه کړې وه، چې د ښوونځي د عمر برابر نجونې او ماشومانې به ښوونځیو کې شاملوي او که کوم کور یاده پرېکړه ونه منله، کورنۍ به يې پنځه زره افغانۍ ناغه کیږي.

باران ورېدو د افغانستان او کاناډا د کرکټ لوبه لغوه کړه

د افغانستان د نولس ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله

په نړیوال جام کې د کاناډا پر وړاندې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلو دریمه لوبه د باران ورېدو له امله لغوه شوه.

په پام کې وه په جنوبي افريقا کې دغه مسابقه نن د افغانستان پر وخت د غرمې دوولس نيمې بجې پيل شي.

افغانستان تېره چهارشنبه خپله دويمه مسابقه له متحده عرب اماراتو په ١٦٠ منډو وګټله.

تر دې مخکې افغانستان کوربه هېواد جنوبي افريقا ته په ٧ ويکټو ماتې ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې له وړاندې د سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG