د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د کلدارو د ارزښت په لوېدو په ننګرهار کې کاروباریانو ۴۰ سلنه زیان کړی


د کلدارو د ارزښت د لوېدو له امله په ننګرهار کې وړو کاروباریانو څلوېښت سلنه زیان کړی دی.

د ننګرهار د اصنافو اتحاديې د وړو سوداګرو او دوکاندارانو په وړاندیز پرېکړه کړې چې په دې ولایت کې به راکړه ورکړه په افغانيو کوي.

د اصنافو د اتحادیې مسؤل عزیزالرحمن عرب وايي، کله چې د ډالرو په مقابل کې د کلدارو ارزښت راټيټ شو، د دې ولایت اکثرو دوکاندارانو او وړو سوداګرو څلوېښت سلنه تاوان وکړ.

دی وايي، اوس يې د ښار د ټولو صنفونو په مشوره پرېکړه کړې چې نور دې د کلدارو پر ځای په افغانيو راکړه ورکړه وکړي.

د جلال اباد ښار
د جلال اباد ښار

دی وایي:

"اکثره دوکاندارانو او وړو کاروباریانو چې په کلدارو يې توکي پلورل او په ډالرو به يې اخیستل، د کلدارو د بیې د لوېدو سره دوی څلوېښت سلنه تاوان کړی، بیا موږ په شریکه پرېکړه وکړه چې نور به راکړه ورکړه په افغانیو کېږي."

له دې وړاندې د افغانستان بانک او ولایت مقام له خوا څو وارې د کلدارو پر ځای د افغانیو د دودولو کمپاینونه شوي، خو پایله يې ورنه کړه.

عزیزالرحمن عرب وايي، اوس که ولایتي اداره او د افغانستان بانک له دوی سره همکاري وکړي، د کلدارو پر ځای به د افغانیو چلښت عام شي.

نوموړي په بانکونو کې د د افغانۍ وړو بانکنوټونو نه اخیستل، افغانستان ته په قاچاقي لارو د کلدارو راوړل او ځينې نورې هغه ستونزې یادې کړې چې د افغانيو د دودولو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

عرب زیاته کړه:

"دولت په څو برخو کې مکلفیت لري چې له موږ سره همکاري وکړي، یو دا چې په بوجیو کلدارې په قاچاقي ډول راځي، د دې مخه باید ونیول شي او دوهم دا چې واړه افغاني بانک نوټونه بانکونه نه اخلي او مهمه خبره دا ده چې زموږ له پرېکړې باید افغانستان بانک او ولایت مقام ملاتړ وکړي."

هڅه مو وکړه چې دا ستونزې په ننګرهار کې د افغانستان بانک له مسؤلینو سره شریکې کړو، خو هغوی سره په مرکه کولو بريالي نشو.

د جلال اباد ښار
د جلال اباد ښار

بل خوا د جلال اباد ښار دوکانداران وايي، د افغانيو په راکړه ورکړه کې د دوی هم ګټه ده، خو وړانديز يې دا دی چې لوی سوداګر هم باید دوی ته توکي په افغانيو ورکړي. دوی وایي:

"سميع الله ناصري یم، یو تن دوکاندار، له کومې ورځې چې کلداره ټيټه شوې، موږ ټولو تاوان کړی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې لوی سوداګر هم باید په افغانيو توکي راکړي، موږ به يې هم په افغانيو خرڅوو."

"هلال انوري یم، افغانۍ زموږ هویت دی او بله مهمه خبره داده چې په افغانیو زموږ هم ګټه ده، خو خلک دې هم له ځانه سره افغانۍ ساتي، یوازې په موږ نه کېږي."

اوس هم د هېواد په هغو ولایتونو کې چې له ګاونډيو ملکونو سره پوله لري، راکړه ورکړه په بهرنیو اسعارو کېږي.

په دې یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان بانک او ولایتي ادارې له لوري په ننګرهار کې د کلدارو پر ځای د افغانيو د دودولو لپاره څو ځلې کمپاینونه پيل کړي، خو په پایله کې یې هېڅ اغېز نه دی راغلی.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG