د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

عبدالله: ناسم مدیریت د قطر غونډه لغوه کړه


د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په یوه خبري غونډه کې د وینا پر مهال, 02 April 2019
د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په یوه خبري غونډه کې د وینا پر مهال, 02 April 2019

که څه هم په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت د استازو او سیاسیونو غونډه په خپل وخت ترسره نه‌شوه او د بیا جوړېدو یا نه‌جوړېدو په اړه‌یې هم دقیق څه نه‌ویل کېږي، خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مصالحې د رهبرۍ شورا د موجودیت په دوام ټینګار کوي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» د وزیرانو شورا تر غوندې دمخه رسنیو ته په خبرو کې وویل چې دا شورا د سولې په مذاکراتو کې لکه د قطر په غونډه کې د افغانانو د واحد غږ له تمثیلولو سره مرسته کوي.

دی وايي:

"دا چې د سولې مخامخ خبرو او یا هم مذاکراتو کې لکه د قطر غونډه چې په پام کې وه، د افغانستان د خلکو واحد او برحق غږ تمثیل شي، کومې مشورې مو چې په دې برخه کې درلودې، د هېواد له مشرانو او سیاسیونو سره، زه په‌دې باور یم چې د مصالحې د رهبرۍ شورا په‌دې برخه کې ډېره ګتوره تمامېدلای شي او موږ سره مرسته کوي."

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې افغان حکومت به د سولې د مذاکرو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي د قطر د غونډې د لغوه کېدو لامل ناسم مدیریت وګاڼه، خو په‌دې اړه‌یې ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

د مصالحې د رهبرۍ شورا د قطر غونډې ته د تیاریو او مشورې په هدف د افغان حکومت له‌خوا جوړه شوه، خو دغه غونډه چې ټاکل شوې وه د روانې میلادي میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱ مې نېټې پورې په دوحه کې جوړه شي، ظاهراً د افغان حکومت له‌خوا د وړاندې شوي لېست پر سر د اختلافونو او په یاده غونډه کې د افغان حکومتي پلاوي د دریځ د څرنګوالي له امله لغوه او یا هم ځنډول شوې ده.

په خپل وخت د دغې غوندې نه‌جوړېدو بېلابېل کورني او بهرني غبرګونونه درلودل.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د قطر د ناستې له لغوه کېدو وروسته د پخلاینې شورا د کار دوام اړین نه‌بولي او وايي چې د دې شورا د کار د دوام پر ځای باید د قطر د ناستې په شکل د بین‌الافغاني ناستې د جوړېدو هڅه وشي.

د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون له غړې ارین یون سره د ازادي راډیو خبریال اکرام‌الله اکرام مرکه کړې او په سر کې يې ترې د پخلاینې د شورا د موجودیت اړتیا پوښتلې ده.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00
مستقیم لېنک

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې مایک پامپیو له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د دغه غونډې د لغوه کېدو په اړه خواشیني ښودلې.

په اعلامیه کې راغلي چې مايک پامپيو او ولسمشر غني ومنله چې د دوحې کنفرانس د سولې د پرمختګ لپاره مهم فرصت دى.

د راپورونو پر بنسټ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټول اړخونه هڅولي چې له موقع په استفاده د کنفرانس د برخه‌والو پر سر تفاهم وکړي چې ډېر ژر په قطر کې داسې يو ټول شموله افغاني ډيالوګ ترسره شي.

دغه‌شان د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د دغې غوندې د لغوه کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې، خو نوموړي دا هم ویلي چې ستونزمنه ده څو په‌دې وپوهېږو چې دا غونډه لغوه شوې که ځنډول شوې ده.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې له امریکايي چارواکو سره به راروان پړاو خبرې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش متمرکزې وي، خو د غونډې دقیقه نېټه‌یې نه‌ده ښودلې.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، اوس ستونزمنه ده چې د قطر غونډه دې په لنډ وخت کې جوړه شي.

ارشیف، د چارو شنونکی وحید مژده ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 04Apr2011
ارشیف، د چارو شنونکی وحید مژده ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 04Apr2011

د چارو شنونکی وحید مژده‌یې په اړه زیاتوي:

"دې ته په پام سره چې ولسمشر هوډ لري، دلته په افغانستان کې د سولې مشورتي لویه جرګه راوبولي او دغه‌شان روژه هم رانږدې ده، فکر نه‌کوم چې د دې امکانات موجود وي چې موږ په لنډ وخت کې دا غونډه ولرو."

ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ثور میاشتې نهمه په کابل کې جوړه شي.

په‌دغه غونډه کې چې د سولې عالي شورا په کوربه‌توب جوړېږي، د مصالحې د رهبرۍ شورا ډېری غړي هم برخه ولري، کوم چې موجودیت‌یې د ښاغلي عبدالله په خبره د سولې په مذاکراتو کې د افغانانو د واحد غږ له تمثیلولو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG