د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک پوسټ

امریکایۍ نیویارک پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د شنبې د ورځې حملې ته پام اړولی او لیکي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت دغه حمله چې له څو میاشتو راهیسې یې د کابل نسبتاً ارامي مختله کړه، له طالبانو سره د سولې د ښکاره خبرو سره سره په‌دې هېواد کې د امنیتي ګواښونو د دوام ښکارندویي کوي.

نیویارک پوسټ لیکي:

پر دغې ودانۍ چې د کابل ښار په ګڼه ګوڼې سیمه کې پرته ده، په برید کې چې مسؤلیت‌یې کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی اخیستی، چارواکو د څلورو ملکیانو او درې پولیسو د وژل کېدو او اتو ملکیانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د نیویارک پوسټ په وینا وسله‌والو طالبانو چې تر اوسه‌یې له امریکایي پلاوي سره په قطر کې څو ځلې خبرې کړي، په‌دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي، خو د ورځپاڼې په لیکنه د ډېرو دا ډول حملو چې ملکیان په‌کې وژل شوي، مسؤلیت‌یې بلې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش اخیستی دی.

نیویارک پوسټ تر دې حملې مخکې د کابل نسبي امنیت ته په اشاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره د امریکایي پلاوي د څو غونډو یادونه کوي او لیکي چې امریکا په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅه کوي چې طالبان له یوه سوله‌ییز جوړجاړي سره موافقه وکړي.

  • ډېلي مېل

د سولې له روانو هڅو سره په افغانستان کې د تېرو ۱۷ کلونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو پر خوندي کېدو ډېر ټینګار کېږي.

بریتانوي ډېلي مېل ورځپاڼې د ټولنیزو شبکو له لارې د افغان ښځو له‌خوا هغه پیل شوي کمپاین ته پام اړولی چې هدف‌یې د سولې له خبرو سره د دوی د حقونو د سرو کرښو ټاکل دي.

د ډېلي مېل په لیکنه، کوبرا صمیم چې د افغانستان د بایسکل ځغلولو د ملي ټیم غړې ده، په خپله فېس‌بوک پاڼه کې کښلي، په‌داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته د رسېدو هڅه کوي، په ورزش کې د ښځو ګډون د دې لپاره سره کرښه ده.

پخوانۍ سیاسي فعاله فرخنده زهرا نادري بیا په یوه ټویټ کې د ښځو پر مشرتابه رول ټینګار کوي او وایي چې دا مسئله د بحث وړ نه‌ده.

سمیرا حمیدي چې یوه فعاله ده بیا د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې تأکید کوي.

د ډېلي مېل په لیکنه په ټول افغانستان کې ښځې د ټولنیزو شبکو له لارې، "زما سره کرښه"، په نوم له دغه کمپاین سره یوځای شوي دي.

د دغه کمپاین هدف پر افغان حکومت، طالبانو او امریکا فشار راوړل دي چې دا مسئله یقیني کړي چې په‌دې هېواد کې د ښځو پرمختګونه چې په سختۍ یې کړي، په بېړه د سولې په یوه موافقه کې له پامه ونه‌غورځول شي.

صمیم چې ۲۳ کلنه ده لیکي، که طالبان بېرته راشي، موږ به د زده‌کړې او سپورټ له حقه بې‌برخې شو او ان دا چې له کورونو بهر وتلو څخه به هم منع شو.

خبریاله او فعاله فرهناز فروتن چې د ملګرو ملتونو د افغان ښځو په ملاتړ د زما سرې کرښې کمپاین‌یې پیل کړی وایي، د دې لپاره سره کرښه قلم او د بیان ازادي ده.

XS
SM
MD
LG