د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

پامپيو: امريکا د قطر د غونډې پر لغوه کېدو خواشيني ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير وايي امريکا، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پلان شويو بين‌الافغاني خبرو پر لغوه کېدو خواشينې شوې ده.

مايک پامپيو د شنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې د پروسې او نورو موضوعاتو په اړه ټیليفوني خبرې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه اعلاميه کې ويلي چې پامپيو د طالبانو له‌خوا د پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان وغانده او څرګنده‌يې کړه چې د سولې پر يوې هر اړخيزې موافقې د سلا کېدو لپاره له افغانانو سره د امريکا پيوستون به روان کړاو او ويجاړي پاى ته ورسوي.

ټاکل شوې وه چې د افغان دولت ٢٥٠ کسيز هيئت تېره شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره وګوري، خو دغه غونډه لغوه شوه.

حکومت د پنج شنبې ناوخته وويل، دغه غونډه د قطر له‌خوا لغوه شوه، علت‌يې د افغانستان د حکومت له فهرست سره د قطر مخالفت ګڼل شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه زياتوي چې مايک پامپيو او ولسمشر غني ومنله چې د دوحې کنفرانس د سولې د پرمختګ لپاره مهم فرصت دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټول اړخونه هڅولي چې له موقع په استفاده د کنفرانس د برخه‌والو پر سر تفاهم وکړي چې ډېر ژر په قطر کې دغسې يو ټول شموله افغاني ديالوګ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG