د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د ملکيانو د خونديتوب ډله: طالبان دې د سولې مذاکرو له ګرمېدو سره سم جګړه ودروي


ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان, July 18, 2017
ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان, July 18, 2017

د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله له وسله‌والو طالبانو غواړي چې د سولې د مذاکرو د ښې بريا لپاره دې جګړه ودروي.

د دې ډلې مشر پرون د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د سولې د مذاکرو له جدي کېدو سره په هېواد کې جګړې هم شديدې شوې دي.

عزيز احمد تسل وايي، د جګړو او پوځي عملياتو زيات بار د ملکيانو پر اوږو راځي:

د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل
د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل

"د جګړې نړيوال اصول دا دي کله چې د سولې مذاکرې پيلېږي، لومړى بحث دا وي چې اوربند ته لار هواره شي. وروسته د سولې پر مذاکرو بحث کېږي، له هغو اړخونو چې په جګړه کې ښکېل دي. له بده‌مرغه په افغانستان کې د سولې د جدي خبرو تر څنګ په هېواد کې جګړې زور اخېستى. وسله‌والو طالبانو خپلو جنګياليو ته ويلي چې تاسې جګړه وکړئ، په‌دې کې ثواب دى. په داسې حال کې چې د دوى په جګړه کې ملکيان وژل کېږي. حکومت هم خپلو عملياتو ته شدت ورکړى چې په‌دغو عملياتو کې هم ملکي خلک وژل کېږي."

د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې تر څنګ افغانانو هم په وار- وار هم له افغان حکومت او هم د دولت له وسله‌والو مخالفانو غوښتنه کړې چې د روژې په احترام دې سوله وکړي، يا دې هم د سولې د خبرو پر مهال جګړه ودروي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو تېره پنجشنبه پای ته ورسېد.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر دغه پړاو خبرو وروسته په خپله ټوېټرپاڼه کې ولیکل: په‌دغو مذاکرو کې ورو پرمختګ شوى دى.

خو د سولې د مذاکرو تر څنګ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په افغانستان کې حملو او جګړو هم دوام درلود.

وسله‌والو طالبانو چې له افغان حکومت سره يې د سولې له مستقيمو خبرو ډډه کړې، ويلي چې په روژه کې به خپلې حملې لا شديدې کړي.

يوه حمله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کاونټرپارټ انټرنېشنل موسسې پر دفتر وشوه چې په نتيجه کې يې ٩ کسان ووژل شول. ملګرو ملتونو او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو دغه حمله وغندله.

په کابل کې د «کانټر پارت» موسسه له حملې یوه ورځ وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

ګڼو فعالانو له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د وسله‌والو طالبانو پرضد جدي اقدام وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دوى د دولت د وسله‌والو مخالفانو د هېڅ يوې ډلې په وړاندې له زغمه کار نه اخلي.

د دغه وزارت مرستيال وياند زبير عارف پرون د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل:

"د دوى پلان داسې و چې ځينو ولايتونو ته سقوط ورکړي، لس ولسوالۍ ونيسي، خو الحمد له زموږ دفاعي او امنيتي ځواکونه هر وخت چمتو دي دوى ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي او دسيسې يې شنډې کړي. هر هغه څوک چې زموږ لپاره ګواښ او تهديد وي، موږ يې په کلکه لهإمنځه وړو، په دقايقو کې هم ورته انتظار نه‌کوو."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف
د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ناظم توبي لانزر تېره پنجشنبه په یوه بیان کې په کابل کې شوې حملې ته په اشارې ویلي، سږکال د روژې مبارکه میاشت په خونړیو جګړو پیل شوه او د دې تشدد بار د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملکي وګړو پر اوږو دی.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د غويي/ثور پر ١٥مه تر روژې مخکې له وسله‌والو طالبانو غوښتنه کړې وه چې د روژې په خاطر دې له جګړو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG