د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

امريکا: د افغانانو د غوښتنو په اړه له طالبانو سره هيڅ ډول جوړ جاړی نه‌کوو


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

دامریکا متحده ایالات وايي، طالبان دې له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او دوی له طالبانو سره د افغانانو د غوښتونو په تړاو هیڅ ډول جوړجاړي ته نه‌شي رسېدلای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د پنجشبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل، امریکا له هغه هېواد سره چې ددوی وګړي یرغمل کوي نورمالې اړیکې نه‌شي ساتلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي، تر هغې چې طالبان د افغانانو غوښتونو ته درناوی ونه‌کړي دوی له طالبانو هیڅ ډول جوړجاړی نه‌کوي.

هغه وویل، د نجونو په وړاندې دښونځیو پرانیستل، د اقلیتونو حقوقو ته درناوی، افغان مېرمنو ته د خپلو حقونو ورکړه او هغه کسان چې غواړي له افغانستانه ووځي هغوی ته د تګ او یا را تګ اسانتیاوې برابرول د افغانانو غوښتنې دي او پوره کول یې ساده کار دی.

د نوموړي په خبره، له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول، له تروریزم سره مبارزه او د داسې یو حکومت جوړول چې ټول‌ګډونه وي مهمې غوښتنې دي.

د پرایس په خبره، که طالبان دغه ژمنې عملي نه‌کړي امریکا نه‌شي کولای له دوی سره په اسانه مخ ته لاړه شي.

نوموړي ويلي: "د طالبانو د بنسټیزو ژمنو پر وړاندې چې دوی په شخصي یا عامه توګه کړې دي او تر ټولو مهمه دا چې طالبانو له خپلو خلکو سره کومې ژمنې کړې دي، هیڅ ډول جوړجاړی نه‌شته"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

ند پرایس همدا راز ټینګار کړی، چې امریکا له هغو بنسټونو سره چې امریکایان یې یرغمل کړي، نورمالې اړیکې نه‌شي ساتلی.

ښاغلي ند پرايس وويل: "موږ له داسې یوې ادارې سره چې یو امریکايي وګړی لکه مارک فریریکس یې له ځان سره یرغمل کړی په هیڅ ډول نه‌شو کولای نورمالې اړیکي ولرو."

مارک فریریکس دوه کاله مخکې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۱مه په کابل کې تښتول شوی و او باور دا دی چې په تښتولو کې یې د حقاني شبکې لاس و.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په کابل کې یوه استرالیایي خبریالې چې د امریکا له فارین پالیسي مجلې سره کار کاوه له افغانستانه تر وتلو وروسته ویلي، طالبانو توقیف او په زوره یې بښنې غوښتنې ته مجبوره کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په دوام ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړیو استازو توماست ویست او رینا امیري په قطر کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي، دا یو مهم پړاو و خو امریکا هڅه کوي د مرستندویه بنسټونو له لارې افغانانو ته مرستې ورسوي.

امریکا په داسې حال کې له طالبانو د یو جوړجاړي د نه رامنځته کېدو په اړه خبرې کوي چې راپورنو له مخې، طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو، افغان مېرمنو ته د کار د اجازې د ورکولو او دغه شان د یو ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو ژمنې نه دي پوره کړي.

سره له دې چې طالبانو د ستونزو د حل لپاره لوی غونډې هم جوړې کړې، خو تر اوسه يې هغه غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی چې نړيوال يې لري.
سره له دې چې طالبانو د ستونزو د حل لپاره لوی غونډې هم جوړې کړې، خو تر اوسه يې هغه غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی چې نړيوال يې لري.

خو له بلې خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې امریکا باید د افغانانو سره په هغه مسایلو خبرې وکړي چې د امریکا او افغانستان پورې تړلي دي.

نوموړې د جمعې په ورځ ازادي راډيوته وویل، د امریکا او افغانستان ترمنځ هرڅه د دوحې په هوکړه لیک کې واضیع شوې.

نوموړي وويل: "اسلامي امارت د خپلو خلکو غوښتنې په پام کې لري، نیسي او په خپل وخت ورته رسیدګي کوي، کومې ستونزې چې پاتې وې هغې ته به هم رسیدګي کېږي، اوس مهال په افغانستان کې یو نظام شته او ټول قومونه او اړخونه پکې شتون لري."

دغه شان طالبانو خپل حکومت بار بار ټول‌ګډونه بللی او ویلي دي چې د هر قوم وګړو ته يې په حکومت کې د کار کولو حق ورکړی دی، هغه څه چې په دې نه دي توانیدلي چې د نړیوالې ټولنې رضایت ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG