د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د خبريالانو نړيواله کمېټه: طالبان دې له استرالیایۍ خبریالې بښنه وغواړي


اسټراليايۍ خبرياله لېن اودانېل
اسټراليايۍ خبرياله لېن اودانېل

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه له استرالیایۍ خبریالې لېن اودانېل سره د طالبانو چلند ته په اشارې وایي، طالب چارواکي دې د خبریالانو له ځورولو لاس واخلي.

دې استرالیایي خبریالې چې د امریکا له فارین پالیسي مجلې سره کار کاوه له افغانستانه تر وتلو وروسته ویلي، طالبانو توقیف او په زوره یې بښنې غوښتنې ته مجبوره کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وایي، طالبان باید د کورنیو او بهرنیو خبریالانو د ځورولو او سپکولو کمپاین ودروي.

د دغې کمېټې د پروګرامونو مشر ( Carlos Martinez de la Serna) کارلوس مارټاینز دیلاسرنا ویلي، د طالبانو له استخباراتو باید د خبریالانو د ګواښولو او توقیف پوښتنه وشي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه اعلامیه کې د نوموړي په حواله راغلي چې طالبان باید له استرالیایۍ خبریالې لین اودانېل نه له هغې سره د شوي چلند له کبله بښنه وغواړي او خبریالان پرېږدي چې په ازاد ډول خپل کار وکړي.

د استرالیایۍ خبریالې لین اودانېل کیسه وروسته تر هغه ډېره رسنیزه شوه چې هغه په وروستیو ورځو کې له افغانستانه ووته او وې ویل چې طالبانو توقیف او په زوره یې د راپورونو په اړه بښنې غوښتنې ته مجبوره کړه.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وایي، طالبانو دغه خبریاله ویرولې، ګواښلې او په زوره یې د بښنې غوښتنې ټویټ پرې کړی دی.

اودانېل د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته ویلي، کله چې د جولای په شپاړسمه کابل ته ورسېده، په سبا یې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته ولاړه چې ځان د بهرنۍ خبریالې په توګه ثبت کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي

نوموړې ویلي، د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د هغې د ثبتولو غوښتنه رد کړه او ورته یې وویل چې د طالبانو د قومندانانو له خوا په زور د نجونو او ښځو ودولو په اړه د ۲۰۲۱ کال راپورونه یې غلط دي.

اودانېل ویلي، بلخي ورته وویل چې استخباراتي مسولان ورسره اړیکه نیسي او ممکن ترې وغواړي چې له دې هېواده ووځي.

نوموړې د خبریالانو کمېټې ته ویلي، د طالبانو استخباراتو د جولای په ۱۹ له خپل مېلمستون نه شش درک سیمه کې د ملي امنیت یوه دفتر ته بوتله او هلته یې څلور ساعته همدا خبرې ورته کولې چې که بښنه ونه غواړي زنداني به شي.

اودانېل همداسې وکړل، پر خپله ټویټر پاڼه یې د ۲۰۲۱ کال څو راپورونو په اړه بښنه وغوښته او د جولای په ۲۰مه له افغانستانه پاکستان ته ولاړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا ویلي، دغې استرالیایي خبریالې ته یې ځکه د فعالیت ځانګړی اجازه لیک ورنه کړ چې دده په ټکو " په ښکاره ډول یې د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت ملاتړ کاوه".

بلخي زیاته کړې، دغې خبریالې د خپلو هغو راپورونو په اړه ثبوت نه دی ورته وړاندې کړی چې دې د یو شمېر طالب قومندانانو له خوا په زوره د نجونو د ودولو او له هغوی د جنسي غلامې په توګه د استفادې په تړاو لیکلي وو.

بل لورته پرون هم د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په یوه لارښود کې وویل چې د طالبانو پر غړو او مسولانو "بې ځایه تور او له واقعیت څخه لرې نقد شرعا جواز نه لري".

طالبانو که څه هم ویلي چې خبریالانو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکوي، خو یوناما، د خبریالانو ملاتړو بنسټونو او خپله خبریالانو په وار وار ویلي چې پر رسنیز فعالیت فضا تنګه شوې او خبریالان ډاډه فعالیت نه‌شي کولای.

XS
SM
MD
LG