د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د دوحې تړون درېیمه کالیزه؛ طالبانو یو ځل بیا له نړۍ سره د تعامل غوښتنه وکړه


د طالبانو د استازي ملابرادر او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د دوحې تړون له نن څخه درې کاله وړاندې د ١٣٩٨کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه، چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.
د طالبانو د استازي ملابرادر او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د دوحې تړون له نن څخه درې کاله وړاندې د ١٣٩٨کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه، چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

د طالبانو حکومت یو ځل بیا له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتنه وکړه.

هغه مراسم چې د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا په ارګ کې جوړ شوي وو، د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، طالبان اوس له نړۍ سره مثبت تعامل ته اړتیا لري.

هغه وايي: "موږ له هېوادونو غواړو چې د نوو ملتونو په څېر د اسلامیت او بشریت له مخې مثبت او نیک تعامل ولرو. موږ د ټولو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو سره تعامل ته اړتیا لرو او دا یو ضرورت دی. هېڅ ملک په یوازې ځان نه شي کولای چې مستغني شي. حتماً داسې به کېږي چې یو ملک بل ملک ته ضرورت پیدا کړي او خپلې ستونزې به حلوي، موږ له نړیوالو سره ښه تعامل غواړو."

ملا برادر زیاته کړه، له نړۍ سره تعامل نه یوازې دا چې د دوی بلکې د نړۍ په ګټه هم دی.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

نوموړي د خپلو خبرو په دوام د دوحي تړون ته په اشارې سره وویل چې طالبان د دغه تړون ټولو مادو ته ژمن دي او عملي کوي یې، خو امریکا یې تورنه کړه چې دوی دغه تړون یې نقض کړی او د افغانانو پیسې کنګل کړي، په داسې حال کې چې امریکا طالبان د دوحې تړول نقض کوونکي بولي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور هم په دغه غونده کې امریکا د دوحې تړون په نقض تورنه کړه.

نوموړي وویل: "تاسې ګورئ چې دوی هم د سیاسي خپلواکۍ په مخ کې خنډ ولاړ دي او هم یې هوايي حریم باندې کله کله تجاوز کړی."

دا انتقاد داسې مهال دی چې د امریکا یوې بې پیلوټکه الوتکې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په خپل استوګنځي کې په نښه او وواژه.

ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس د تېر میلادي کال د سپټمبر په ۱۴مه په یوه خبري ناسته کې پر طالبانو غږ کړی و چې باید د دوحې تړون پر ژمنو عمل وکړي او د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.

خو طالبانو تل ویلي چې ترهګرو ډلو سره یې اړېکې پرې کړي او چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د یادونې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له نن څخه درې کاله وړاندې د ١٣٩٨کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه، چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

په یاد تړون کې طالبانو هوکړه کړې وه چې د القاعده ډلې په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG