د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

سيګار: له افغانستان وروسته امريکا اوکراين سره د مرستو پر څارنه تګلاره بدله کړې؟


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وایي، اوکراین افغانستان نه‌دی خو پوښتنه دا ده چې ایا د دغو مرستو او پر هغو د څارنې په اړه د متحدو ایالاتو تګلاره بدله شوې؟

جان سوپکو چې څه باندې یوه لسیزه یې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ملیارډونو ډالرو ضایع شویو پیسو د څرک معلومولو لپاره هڅې کړي، دغه څرګندونې له اوکراین سره د امریکا د ۱۳۳ ملیارډ ډالرو پوځي او نورو مرستو په اړه پرون یکشنبې له امریکایي فاکس نیوز چینل سره په مرکه کې کړي دي.

جان سوپکو وویل، موږ له افغانستان سره په ښکېلتیا کې ډېرې مهمې تېروتنې وکړې.

د ښاغلي سوپکو په خبره د مرستو ناوړه پایله دا ده چې، مرستې منحرفې کېږي او په داسې ډول غلا کېږي چې خپل ټاکل شوی هدف نه ترلاسه کوي.

جان سوپکو له اوکراین سره د امریکا مرستو ته په اشاره وویل، متحده ایالات له دې هېواد سره د وسلو او پیسو مرسته کوي چې کییف د روسیې په وړاندې جګړه وګټي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر وویل، که له اوکراین سره پر مرستو سمه څارنه ونه‌شي، نو به غلا شي یا به هم سیمه‌ییزو اولیګارشانو یا ځواکمنو او شتمنو چارواکو او سیمه‌يیزو سیاستوالو ته ولېږدول شي چې عادي اوکراینیان به یې د ضایع کېدو شاهد وي.

جان سوپکو وویل، نتیجه به یې دا وي چې د اوکراین حکومت به د یوه عادي اوکرایني چې په جبهه کې جنګیږي او له خپله سره تېر دی، ملاتړ له لاسه ورکړي او دا هغه څه و چې، د ده په خبره موږ په افغانستان کې تجربه کړل.

د جان سوپکو په خبره افغانانو ولیدل چې ټولې دغه پیسې په څه ډول د فاسدو سیاستوالو یا د ځواکمنو چارواکو له‌خوا حیف او میل شوې.

سوپکو زیاته کړه، کله چې طالبان د پرمختګ وروستۍ مرحلې ته نږدې شوې وو، یوه سرتېري یا د پولیسو افسر یا د حکومت یوه عادي کارکونکي ویل چې، ولې باید دغسې یوه حکومت لپاره چې هرڅه غلا کوي، ځان ووژني او موږ، متحده ایالات هم د بسپنه ورکونکي په توګه د فاسدو ځواکمنو چارواکو اوسیاستوالو د ملاتړو په توګه پېژندل شوي وو.

اوکرايني سرتېري
اوکرايني سرتېري

که څه هم سوپکو وړاندوینه ونه‌کړه چې اوکراین به دوهم افغانستان شي ځکه دواړه هېوادونه له کلتوري، د بنسټیزو تاسیساتو، مدني جوړښت او حکومتولۍ له پلوه زيات توپیر سره لري.

د اوکراین جګړه د یوه ځواکمن دښمن په وړاندې دفاعي جګړه ده، په داسې حال کې چې دافغانستان جګړې کورنی اړخ درلود.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش وایي، دا د حیرانتیا خبره نه وه چې افغانستان څرنګه د طالبانو لاس ته ولوېد ځکه ټولې نښې لیدل کېدې چې دا کار به وشي.

جان سوپکو د امریکا پر یو شمېر ادارو د انتقاد په توګه وویل، ډېرو ادارو ورسره معلومات نه شریکول.

نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې د حکومت د ړنګېدو تر وخته یې راپورونه خپرول او د بېلګې په توګه یې د دې یادونه وکړه چې، ډېر ځلې یې د امریکا له دفاع وزارت څخه غوښتنه کړې، په دې اړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته یې څه ډول وسلې ورکړي، یا هغوی څه ډول وسلې په لاس کې لري، معلومات ورکړي خو هغوی له دې کاره ډډه کړې.

سیګار په تېره لړم میاشت کې په یوه راپور کې د افغانستان د پخواني حکومت د ړنګېدو شپږ مهم لاملونه په ګوته کړي وو.

ياد راپور کې ويل شوي وو، متحده ایالاتو د ۱۴۵ میلیارډه ډالرو په لګښت هڅه وکړه چې په افغانستان کې یو باثباته، ډیموکراتیک، د خلکو په خوښه، ټول‌شموله او مسوول حکومت جوړ کړي چې، د دغه پیسو ډېره ۶۳ اعشاریه ۲ ملیارډه يې په حکومتدارۍ او اقتصادي پیاوړتیا مصرف کړې خو نتیجه دا شوه چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه دغه حکومت ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

افغانستان نن له یوه داسي بشري ناوړه وضعیت سره مخامخ دی چې په وروستیو څو لسیزو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG