د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

اوکراين سره د امريکا د پوځي مرستو اعلان؛ زلنسکي: روسيه بايد ماته وخوري


اوکراين سره د امريکا پوځي مرسته، انځور - ارشيف
اوکراين سره د امريکا پوځي مرسته، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې نن د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل کلیزه پوره شوه، ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي دي چې روسیه باید د اوکراین په جګړه کې ماتې وخوري.

په همدې حال کې د اوکراین د جګړې لومړۍ کلیزه د روسیې پوځ نن د ختیځ او جنوب له استقامتونو په پراخو حملو او د اوکراین لوېدیځو متحدانو له دې هېواد سره د پراخو ژمنو په تازه کولو ولمانځله.

پنټاګون له اوکراین سره د اوږدمهالو مرستو پر ژمنه ټینګار وکړ او له کییف سره یې د دوه میلیارد ډالره مرستې نوې بسته اعلان کړه.

پنټاګون په یوه بیان کې همداراز ژمنه وکړه چې نور مهمات او په عصري ټکنالوژۍ سمبالې څو ډوله کوچنۍ بې‌پیلوټه الوتکې به هم اوکراین ته ورکړي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر جوبایډن کییف ته په ناڅاپي سفر ولاړ او له اوکراین سره د امریکا د مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.

د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا په مرستو کې هغه وسلې هم شاملې دي چې، له روسیې سره د جګړې په ډګر کې د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون د ډرونونو د بېلابېلو ډولونو مقابله وکړي.

له ننني اعلان سره له اوکراین سره د امریکا د مرستو ټوله کچه له ۳۲ میلیارد ډالرو واوښته.

بل‌خوا پولنډ اعلان کړی چې نن یې اوکراین ته د جرمني ساخت لیوپارډ جنګي ټانکونو لومړۍ جوپه سپارلې ده او ورسره جوخت د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویڅکي کییف ته سفر کړی.

پر اوکراین د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم ویلي چې، هېواد به یې د اړتیا تر وخته د اوکراین کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي شولڅ نن په یوه ویډیويي وینا کې وویل، هغه څه چې ټول یې ډېر هڅولي دي، د اوکراین د خلکو زړورتیا ده چې څنګه د خپل هېواد د خپلواکۍ دفاع کوي.

ښاغلي شولڅ زیاته کړه چې له اوکراین سره د مالي- بشري مرستو او پوځي همکاریو په برخو کې د جرمني د مرستو کچه تر دې دمه له ۱۴ میلیارد ډالرو اوښتې خو، ده دا یادونه هم وکړه چې حکومت به یې تر وسې وسې هڅه وکړي څو د اوکراین جګړه د ناټو او روسیې ترمنځ په جګړه بدله نه‌شي.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر هم نن په یوه وینا کې دې ته ورته څرګندونې وکړې.

ښاغلي شټاین مایر زیاته کړه چې، جرمني اوس‌مهال په اروپا کې د اوکراین تر ټولو لوی ملاتړی دی.

کاناډا هم نن له اوکراین سره د څه باندې ۳۲ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه چې د ماین پاکۍ لپاره اوه میلیون او د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکو او اټومي وسلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره ۱۲ میلیون ډالر مرسته هم په‌کې ده.

بل‌خوا چین له روسیې او اوکراین دواړو غوښتي چې سم‌دستي د سولې خبرې پیل کړي.

چین د خپل هغه پلان جزییات نن اعلان کړل چې، دولس فقرې لري او په هغه کې د سیاسي حل غوښتنه شوې.

دې هېواد پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د روسیې او اوکراین ملاتړ وکړي څو په خپلو کې ګډ کار سره وکړي او سم‌دستي د سولې خبرې پیل کړي خو، لوېدیځ چې پېکېنګ د مسکو متحد ګڼي د دې طرحې په اړه خبرداری ورکړی.

لوېدیځ تور لګولی چې چین روسیې ته وسلې ورکوي خو چین دا تورونه رد کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG