د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

کيف ته د جو بايډن ناڅاپي سفر؛ اوکراين سره د ملاتړ ژمنه يې کړې


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي او د امريکا ولسمشر جوبايډن
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي او د امريکا ولسمشر جوبايډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اوکراین د روسیې یرغل د یو کلنۍ په درشل کې کیف ته تللی دی.

کیف ته د بایډن له رسېدو سره سم د خطر زنګونه اورول شوي، خو خبري اژانسونو د کومې امنیتي پېښې خبر نه‌دی ورکړل شوی.

بایډن له خپل اوکرایني سیال سره تر لیدو کتو وروسته خبریالانو ته ویلي، د اوکراین خلک له سختو حالاتو تېریږي.

هغه زیاته کړې، د دې سفر پر مهال په دې خبرې کوي چې د جګړې د پای ته رسولو او بریا لپاره څه باید وکړي.

د بایډن په وینا دوی غواړی، اوکراین نور هم پیاوړی کړي او چمتو یې کړي چې سږ کال بریا ترلاسه کړي.

کيف کې د جوبايډن تود هرکلی وشو.
کيف کې د جوبايډن تود هرکلی وشو.

د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې د راپور له‌مخې، بایډن له روسیې سره په جګړه کې د اوکرایني پوځیانو مبارزه ستایلې او ویلې یې دي، اوکراین مرسته ورسره وکړه چې دوی د ډیموکراسۍ په معنا وپوهوي.

بایډن د اوکراین دولت ته د پنځه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د نویو پوځي مرستو ژمنه ورکړه او دغه راز یې وویل چې، د اوونۍ په پای کې به پر هغو روسیي شرکتونو نوي بندیزونه ولګوي چې د وسلو په صنعت کې ښکېل دي.

د بایډن په خبره، د نويو پوځي مرستو په چوکاټ کې به د هوایي سیستم د څارنې رادارونه او د هیمارس په نوم توغندیز سیستم اوکراین ته ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG