د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۵

نړۍ

جرمني اوکراين ته د ۱۸۷ ليوپارډ ټانکونو د ورکولو موافقه تصويب کړې

د جرمني د اقتصاد او دفاع وزارتونو پرون (سې شنبې) په یوه ګډ بیان کې وویل، چې اوکراین ته یې د ۱۷۸ لیوپارډ ۱ ټانکونو ورکړه تصویب کړه.

د جرمني حکومت تېره اوونۍ اوکراین ته د ترمیم او نویو شویو ټانکونو له صادرولو سره موافقه کړې وه.

لیوپارد ۱ د جګړې د میدان لومړنی اصلي ټانک دی چې، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني د پوځ لپاره جوړ شوی و.

کتونکي اټکل کوي چې، له ۱۹۶۵ څخه د نولس سوه اتیایمې لسیزې تر منځو پورې دا ډول کابو ۴ زره ۷۰۰ ټانکونه جوړ شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ترکیې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو د رایو ورکولو بهیر پیل شوی

دغه ټاکنې د رجب طیب اردوغان او د هغه د عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي.

په ترکیه کې خلکو نن یکشنبه د ولسمشرۍ په دویم ځلي ټاکنو کې د رایو ورکول پیل کړي دي.

دغه ټاکنې د رجب طیب اردوغان او د هغه د عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي.

اردوغان چې له شلو کلونو راهیسې په ترکیه کې د رهبرۍ پر بېلابېلو څوکیو دنده ترسره کوي، ښايي وکړای شي د ولسمشرۍ په بله پنځه کلنه دوره کې بریالی شي.

د مې میاشتې پر ۱۴مه، د ټاکنو په لومړي پړاو کې یو کاندید هم ونه توانېد اکثریت رایې وګټي، ځکه نو ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

څه باندې ۶۴ میلیونه وګړي په ترکیه کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

ټاکنې نن سهار پر ځايي وخت ۸ بجې پیل شوي او لومړنۍ نتیجې به د مازیګر پر پنځو بجو د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو څو ساعته وروسته خپاره شي.

د ایران حکومت د زیلینسکي څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د ایران حکومت پرون شنبه د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي څرګندونو ته غبرګون وښود.

ایران وايي، پر ایران دا تور پورې کول چې د اوکراین په جګړه کې روسیه په وسلو سمبالوي د لوېدیځ د پوځي او مالي ملاتړ جلبولو لپاره دی.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې پر ایران د دغه هېواد د بې پېلوټه الوتکو د پروګرام له کبله بندیزونه لګولي دي.

دوی ادعا کړې چې تهران مسکو ته پر اوکراین د یرغل پر مهال بې چلوونکي هوايي وسایط ورکړي، خو تهران دا تور ردوي.

ولسمشر زیلینسکي تېره چهارشنبه په خپله ورځنۍ وینا کې ویلي وو، له شر څخه د تهران له ملاتړ انکار نه شي کېدای، هغه له ایرانیانو په مستقیم ډول پوښتنه وکړه، چې ولې غواړي د روسیې له ترور سره ملګري شي.

په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون وویل، پر ایران د زیلینسکي د غلطو تورونو لګولو تکرار یو پروپاګند او د ایران پر خلاف له مطبوعاتي جګړې سره برابره ګڼل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، د راپور له مخې روسیې تر اوسه د اوکراین خلاف جګړه کې په ایران کې جوړې شوې د شاهد په نوم ۱۱۶۰ بې پېلوټه الوتکې کارولې دي.

روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف بیا یو لړ هوايي حملې کړي چې د چارواکو په خبره داسې ښکاري دا پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته پر دې ښار د بې پېلوټه الوتکو تر ټولو پراخه حمله وي.

دا حملې داسې وخت شوي چې د اوکراین په پلازمېنه کې نن یکشنبه د دې ښار د ایجاد د کلیزې نمانځلو ته چمتووالی روان دی.

روسيې تېره شپه پر کييف هوايي بريدونه کړي

کییف کې د ویشتل شوې یوې بې پیلوټه الوتکې د غورځېدو وروسته د اوښتو زیانونو انځور

روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف بیا یو لړ هوايي حملې کړي چې د چارواکو په خبره داسې ښکاري دا پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته پر دې ښار د بې‌پيلوټه الوتکو تر ټولو پراخه حمله وي.

دا حملې داسې وخت شوي چې د اوکراین په پلازمېنه کې نن یکشنبه د دې ښار د ایجاد د کلیزې لمانځلو ته چمتووالی روان دی.

د اوکراین چارواکي وايي، د هوايي مدافع دستګاو لږ تر لږه ۴۰ بې‌پيلوټه الوتکې چې د کییف پر لوري روانې وې ویشتلي او د ویشتل شویو الوتکو په ټوټو یو تن مړ شوی دی.

په کییف کې نن د «کییف ورځ» یعنې ۱۵۴۱ کاله مخکې د دې ښار د ایجاد ورځ نمانځل کېږي.

دغه ورځ پر لارو سړکونو په مېلو، کنسرټونو او د موزیمونو په ځانګړو نندارو سره نمانځل کېږي.

سږکال هم د دغو جشنونو پلان شته خو دا مراسم به په محدود ډول نمانځل کېږي.

نن په ترکيه کې د ولسمشري د دويم پړاو انتخابات ترسره کېږي

ترکیه کې د ولسمشرۍ د لومړۍ پړاو ټاکنو یو انځور

نن د ترکیې خلک د ولسمشرۍ د انتخاباتو دویم پړاو کې رایې ورکوي.

د انتخاباتو په دې پړاو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ۶ سیاسي ګوندونو ګډ کاندید د خلکو د جمهوري‌پال ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو سیالي سره کوي.

د مې په مه۱۴ نېټه د ترکیې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې دریو کاندیدانو ګډون کړی وو او اردوغان او قلیچدار اوغلو دوهم پړاو ته ووتل.

دوی دواړه د اکثریت د لازمو رایو په ګټلو بریالي نه‌شول او انتخابات دویم پړاو ته ولاړل.

۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په ترکیه کې واک چلوي.

۷۴ کلن قلیچدار اوغلو ویلي چې که انتخابات وګټي نو د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره به کار وکړي او له سوریې راغلي پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستوي.

اوکراين له جرمني د کروز توغنديو غوښتنه کړې

په باخموت کې د جګړې له لومړۍ کرښې یو انځور

د جرمني دفاع وزارت وايي، اوکراین له دې هېواده تاروس ډوله کروز توغندي چې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلای شي، غوښتي دي.

د جرمني دفاع وزارت پرون د مې ۲۷مه د فرانکفورتر الګاینه څایتونګ ورځپاڼې د راپور د تایید ترڅنګ وویل، جرمني دا غوښتنه څو ورځې مخکې ترلاسه کړې خو د غوښتنې د جزییاتو او اوکراین ته د دې توغندیو د احتمالي سپارلو په اړه له څه ویلو یې ډډه وکړه.

که جرمني دا توغندي اوکراین ته ورکړي نو له بریتانیا وروسته به دوهم هېواد وي چې اوکراین ته لیرې واټن ویشتونکي توغندي ورکوي.

بریتانیا د روانې می میاشتې په لومړیو کې په ښکاره ډول اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي ورکړل.

سبا یکشنبه په ترکيه کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې ترسره کېږي

د عکس ښي لور ته کمال قیلچدار اوغلو او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر رجب طیب اردوغان

سبا یکشنبه به د ترکیې خلک د خپل هېواد د ولسمشرۍ په دويم پړاو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر رجب طیب اردوغان او د شپږو ګوندونو د ایتلاف ګډ کاندید کمال قیلچدار اوغلو د مې د ۱۴مې نېټې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د پنځوس سلنې رایو په ګټلو کې پاتې راغلل.

۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په واک کې دی.

د اردوغان سیال ۷۴ کلن اوغلو ویلي، که ټاکنې وګټي نو د ښځو حقونه به پیاوړي کړي او د سوریې کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

آی پي ایل؛ ګجرات لوبډلې پایلوبې لار پیدا کړه

د ګجرات ټایټنز لوبډلې لوبغاړي چې راشد خان او نوراحمد هم ورسره لوبېږي.

د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې ګجرات ټایټنز لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي په کې برخه لري، پرون د ممبۍ انډینز لوبډلې په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

پرونۍ لوبه ګجرات لوبډلې پیل کړه چې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۳ منډې وکړې، خو ممبۍ لوبډلې یوازې ۱۷۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

پرون د ګجرات په توپ اچوونکو کې راشد خان دوې وېکټې واخیستې او نور احمد کومه ویکټه وانخیستله، خو موهیت شرما وتوانېد ۵ ویکټې واخلي.

د لوبې غوره لوبغاړی شوبمن ګیل شو، چې په ۶۰ توپونو یې ۱۲۹ منډې وکړې.

فاینل یا پایلوبه سبا یکشنبه په احمد اباد کې د ګجرات ټایټنز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ کېږي چې تمه کېږي په میلیونونو کسان به دغه لوبه وګوري.

ایراني چارواکي: عراق ته د ګازو صادراتو کمېدو لامل تخنيکي ستونزه ده

له ایران څخه عراق ته د ګازو د نللیکې یو انځور

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون جمعه خپل عراقي سیال ته ویلي چې عراق ته د ګازو په صادراتو کې د کموالي علت تخنیکي مسایل دي او په دغو صادراتو کې د کموالي پرېکړه تهران نه ده کړې.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د بغداد له خوا د زیاتې پیمانې پیسې د نه ورکولو موضوع حل کړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د تېرې اوونۍ پر مهال د ګازو د صادراتو د کمېدو پر موضوع د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې.

د اعلامیې له مخې د عراق د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ګازو د کمېدو موضوع د دې سبب شوې چې د برښنا تولید هم کم او ورځنی ژوند ورسره مختل شي.

د عراق یو هیئت به چې مشري به یې د برښنا وزیر کوي بله اوونۍ پر دې موضوع د خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي.

د عراق رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې دغه هېواد ته د ګازو صادرات ۲۰ ميلیون مترمکعبه کم شوي.

عراق معمولاً له ایرانه هره میاشت له ۵۰ تر ۷۰ ملیون مترمکعب ګاز واردوي.

چارواکي: د روسي ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

په دنیپرو کې بیا پوځي ادارې په هغو چاودنو کې چې یو روغتون یې په نښه کړی د دوو کسانو د وژل کېدو او د دوو ماشومانو په ګدون د ۲۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

اوکراین او روسیې دواړو د شپې پر مهال پر اوکراین د میزاییلو او بې پېلوټه الوتکو د تازه حملو او پرون د ځینو چاودنو خبر ورکړی چې په نتیجه کې یې دوه ملکیان وژل شوي او ځینې نور کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین هوايي ځواک وايي، روسیې پر اوکراین ۱۷ میزاییل ویشتلي او د کامیکاز په نوم د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ۳۱ حملې کړې دي.

د اوکراین هوايي ځواک زیاتوي، چې لس کروز میزاییل او د شاهد په نوم یې په ایران کې جوړې شوې ۲۳ بې پېلوټه الوتکې او دوه اکتشافي ډرون نسکور کړي دي.

تېره شپه په ټول اوکراین کې د هوايي حملو د خبرداري زنګ وغږول شو او په دغو حملو کې د سهار تر پنځو بجو پلازمېنه کییف هم ویشتل شوی دی.

اوکرایني چارواکو په خارکیف او دنیپروفیټروفسک ساحو کې هم د حملو خبر ورکړی دی.

په دنیپرو کې بیا پوځي ادارې په هغو چاودنو کې چې یو روغتون یې په نښه کړی د دوو کسانو د وژل کېدو او د دوو ماشومانو په ګدون د ۲۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د سوډان پوځ ریزرف او تقاعد شوي سرتېري بیا خپلو لیکو کې شاملوي

په سوډان کې د وروستیو نښتو یو انځور

د سوډان پوځ پرون جمعه له ریزرف او تقاعد شویو سرتېرو غوښتنه وکړه، چې بیا په پوځ کې شامل شي.

ویل شوي د سوډان پوځ په داسې حال کې له پخوانیو سرتېرو تر ټولو نږدې مرکزونو ته د حاضرېدو غوښتنه کړې چې پوځ هڅه کوي د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې په وړاندې په مبارزه کې برلاسی شي، خو دا کار ممکن هغې شخړې ته لمن ووهي چې تازه یې د پای ته رسېدو په اړه پر اوربند موافقه شوې ده.

سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو چې د اوربند منځګړیتوب کړی او له تېرې دوشنبې نافذ شوی، پرون وویل چې تېره اوونۍ خال خال جګړه روانه وه.

ریاض او واشنګټن ویلي، اوربند تر ډېره نافذ شوی، خو د پوځ دغه اقدام دا جوتوي، چې د اوږدې شخړې لپاره مټې رابډوهي.

بلخوا د سوډان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینو سرچینو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان پرون د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د دغه هېواد لپاره خپل ځانګړی استازی ولکر پرتس بدل کړي.

ولکر چې په ۲۰۲۱م کال کې د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه ګمارل شوی هڅه کړې چې ملکي واکمنۍ ته د سیاسي انتقال زمینه برابره کړي، خو پوځ یې مخالفت کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG