د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

روسي ځواکونو د اوکراین په دویم لوی ښار 'خارکیف' کې مهم بنسټونه ویشتلي


د اوکراين د جګړې يو انځور
د اوکراين د جګړې يو انځور

د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف پر مهمو بنسټونو د څو حملو او نن سهار وختي په زاپوریژیا کې د انرژۍ پر سکټور د مسکو د څو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

په وروستیو ورځو کې روسي ځواکونو د اوکراین په جنوب او ختیځ کې خپلې حملې سختې کړي او د اوکراین په زیاتو برخو کې د هوايي حملو د خطر زنګ کړنګول شوی دی.

د زاپوریژیا د ښاري شورا منشي اناتولیه کورتییف ویلي، دغه ښار د یوه ساعت په موده کې ۱۷ وارې ویشتل شوی دی.

هغه په وینا له کله چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې روسیې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړی دا پر دغه ښار تر ټولو سختې حملې وې.

دوې اوونۍ وروسته د فبرورۍ پر ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د یرغل کال پوره کېږي.

د اوکراین په خارکیف کې چارواکي لا هم هڅه کوي په شویو حملو کې د قربانیانو شمېر او د ویجاړیو اندازه معلومه کړي.

د راپورونو له‌مخې د اوکراين د جګړې په ډېرو کرښو کې اوکرايني پوځيان مقاومت کوي.
د راپورونو له‌مخې د اوکراين د جګړې په ډېرو کرښو کې اوکرايني پوځيان مقاومت کوي.

د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف ویلي، د دغو حملو له کبله ښايي د مرکزګرمیو، برښنا او اوبو رسولو سیسټمونه اغېزمن شوي وي.

نن سهار په پلازمېنه کییف هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د اوکراین په نورو برخو کې بیا د برښنا د لوړ ولتاژ لرونکي بنسټونه د روسیې د میزاییلو په حملو کې ویشتل شوي دي.

د اوکراین د برښنا د تنظیم ادارې ویلي، د دغه هېواد په ختیځ، جنوب او لوېدیځ کې د برښنا ګڼ تاسیسات په نښه شوي، چې د برښنا جریان یې ټکنی کړی دی.

پوځي شنونکي وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هیله‌من دی، چې له اوکراین به د اروپا ملاتړ کمرنګه شي او ګومان کېږي روسیه دې ټکي ته په پام سره نویو عملیاتو ته په چمتووالي بوخته ده.

پرون پنجشنبه په اوکراین کې جګړه سخته شوې وه.

يو اوکرايني سرتېری د جګړې په کرښه کې.
يو اوکرايني سرتېری د جګړې په کرښه کې.

د اوکراین پوځي استخباراتو ویلي، چې روسي ځواکونو په اشغال شویو دونیڅک او لوهانسک سیمو کې عملیات پیل کړي، چې هدف یې د دونباس په نوم د دې صنعتي ساحې د ټولو برخو لاندې کول دي.

په دونیڅک او لوهانسک کې روس-پلوه بېلتون غوښتونکي له ۲۰۱۴م کال راهیسې د اوکرایني ځواکونو په وړاندې په جګړه بوخت دي.

بل‌خوا، د پولنډ او اوکراین ولسمشرانو اندژې دودا او ولودمیر زلینسکي د پولنډ په جنوب ختیځ ژیشوف کې پرون د کتنې پر مهال د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې.

د پولنډ د ولسمشر دفتر نن جمعه په ټویټر کې لیکلي، چې د اوکراین ولسمشر خپل پولنډي سیال ته په بروکسل او نورو اروپايي پلازمېنو کې د خپلو وروستیو ډيپلوماتیکو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

په ټوېټ کې راغلي، دواړه مشرانو د سیمې پر وضعیت هم په خپلو خبرو کې تمرکز وکړ.

د پولنډ د ولسمشر دفتر زیاتوي، دواړه ولسمشرانو د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او د پوځي ملاتړ لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG