د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

پر اوکراين د روسيې د بريدونو شدت؛ زلنسکي: د جنګي وسايطو لېږد بهير دې چټک شي


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین پوځ نن جمعه د ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک په ځینو برخو کې د روسي پوځیانو له‌خوا له څو استقامتونو د پوځي عملیاتو د تشدید خبر ورکړی دی.

د اوکراین پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوهانسک او دونیڅک پر ۱۱ موقعیتونو حملې په شا تمبول شوي دي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، چې د دغو راپورونو کره والی نه‌شي تاییدولی.

د روسیې د ۵۹ ویشتل شویو میزاییلو له ډلې یې ۴۷ ویشتلي او لاندې غورځولي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې که څه هم د کییف هوايي مدافع زیات ویشتل شوي توغندي شنډ کړل، خو مسکو بیا هم د اوکراین پر بېلابېلو برخو د میزایلو حملې وکړې، چې لږ تر لږه ۱۱ کسان یې ووژل او یو برښناکوټ یې زیانمن کړ.

د اوکراین په ختیځ کې د وروستۍ سختې جګړې راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د اوکراین پوځ د پنج‌شنبې په ورځ وویل چې د روسیې د ۵۹ ویشتل شویو میزایلو له ډلې یې ۴۷ ویشتلي او لاندې غورځولي دي.

د اوکراین پوځ وايي، روسیې دغه راز ۳۷ هوايي حملې کړي چې په ۱۷ هغو کې په ایران کې جوړې شوې د شاهد په نوم بې پېلوټه الوتکې کارول شوي، چې ټولې بې پېلوټه الوتکې ویجاړې کړای شوي دي.

د روسيې له‌خوا د اوکراين پر ختيځ بريدونه ډېر شوي دي.
د روسيې له‌خوا د اوکراين پر ختيځ بريدونه ډېر شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د هغو هېوادونو مننه وکړه، چې کییف ته یې د پرمختللو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.

زلنسکي له دغو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د دغو جنګي وسایطو د لېږد بهیر چټک کړي، ځکه د جګړې په ډګر کې سخته اړتیا ورته لیدل کېږي.

د اوکراین ولسمشر تېره شپه په خپله ویډیويي وینا کې ویلي، د ټانکونو د ورکولو په ايتلاف کې ۱۲ هېوادونه شامل دي، چې د روسیې د ۱۱ میاشتني یرغل په وړاندې به د اوکراین له دفاع سره د همکارۍ لپاره دغه جنګي ټانکونه کییف ته ورکوي.

د رسنیو راپورونه وايي، جرمني او د هغې متحدانو په ابتدايي ډول اوکراین ته د لیوپاردـ۲ په نوم د شا و خوا ۱۰۰ ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.

هغه ټانکونه چې د جرمني له‌خوا اوکراين سره مرسته شوي دي.
هغه ټانکونه چې د جرمني له‌خوا اوکراين سره مرسته شوي دي.

دغه ټانکونه په جرمني کې جوړ شوي دي.

د دې تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو هم اوکراین ته د ام، ون ابرامز (M1-Abrams) په نوم د ۳۱ ټانکونو او تر دې مخکې برېتانیا د چلنجرـ۲ په نوم د ۱۴ ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.

تازه په تازه کاناډا هم اعلان کړی چې په پام کې لري اوکراین ته ټانکونه ورکړي او اوتاوا به لیوپارډـ۲ ټانکونه اوکراین ته ولېږي.

د دې تر څنګ پولنډ، هالنډ او تر دې مخکې هسپانیا هم اعلان کړی و، چې چمتو دي څو عرادې لیوپارډـ۲ ټانکونه اوکراین ته ولېږي.

د عامو بیانونو له‌مخې د اوکراین د عملې روزل او اوکراین ته د ټانکونو لېږد به لږ تر لږه دوې میاشتې وخت ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG