د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

فنلنډ اوکراين سره د ۴۳۴ميليون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه


د فنلنډ بيرغ
د فنلنډ بيرغ

فنلنډ نن جمعه اوکراین ته د ۴۰۰ ملیون یورو په ارزښت چې شا و خوا ۴۳۴ ملیون ډالره کېږي، د پوځي مرستو د نوې بستې د ورکولو ژمنه وکړه.

دا ژمنه له اوکراین سره د فنلنډ د ټولو شویو پوځي مرستو اندازه ۵۹۰ ملیون یورو ته رسوي.

د فنلنډ د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د پوځي مرستو په دې بسته کې د لئوپارد-۲ په نوم ټانکونه شامل نه‌دي.

پر جرمني فشارونه زیات شوي، چې اوکراین ته لئوپارد-۲ ټانکونه یا خپله ورکړي، یا د پولنډ په څېر نورو متحدو هېوادونو ته دغه اجازه ورکړي، څو په جرمني کې جوړ شوي دغه ټانکونه له خپله اړخه اوکراین ته ورسوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي هم پرون پنجشنبه له جرمني غوښتنه کړې، چې کییف ته دغه جنګي ټانکونه ورکړي، ځکه د جګړې په ډګر کې سخته اړتیا ورته لیدل کېږي.

اوکرايني سرتېری
اوکرايني سرتېری

د فنلنډ د دفاع وزارت د اعلامیې له‌مخې دا د دفاعي تجهیزاتو دوولسمه بسته ده، چې فنلنډ یې اوکراین ته ورکوي.

بل‌خوا د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزارت وايي، اوکراین ته به ۹۰ سټرایکر جنګي وسایط، ۵۹ اضافي برادلي زغره‌وال ګاډي او په سلګونو زره نور مهمات واستوي.

د دغو مرستو اندازه دوه نیم میلیارده امریکايي ډالره ښوول شوې.

د مهماتو په دې مرستو کې د HIMARS راکټي سیسټمونه، د NASAMS هوایي دفاع سیسټمونه، د برادلي په نوم ۲۵ ملي متري توپونه او د براډلي د ټانک ضد سلګونه راکټونه شامل دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوئد اسټین د جرمني له نوي دفاع وزیر بوریس پیسټوریوس سره په برلین کې وکتل.

دا کتنه د اوکراین د دفاع د تماس ډلې تر نننۍ غونډې مخکې شوې ده.

بل‌خوا راپورونه ورکړل شوي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر تېره اوونۍ اوکراین ته سفر کړی و او د هغه هېواد له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره یې کتلي وو.

د ویلیم برنز د دې سفر په اړه د اوکراین د ولسمشر دفتر او نورو اوکرایني چارواکو په عامه څرګندونې نه‌دي کړي.

واشنګټن پوست او نیویارک ټایمز ورځپاڼو پرون په ګډه راپور ورکړ، چې د برنز د سفر هدف دا و، چې نوموړی اوکرایني چارواکو ته په دې اړه توضیحات ورکړي، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه د امریکا استخبارات د راروانو میاشتو لپاره څه پلانونه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG