د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

له اوکراين سره د جرمني مرستې؛ زلنسکي ترې مننه وکړه


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د جرمني د حکومت د هغو مهمو دفاعي پرېکړو مننه وکړه، چې د روان میلادي کال په پیل کې یې اعلان کړې دي.

زلنسکي پرون په ویډیويي تماس کې د جرمني د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر قدرداني وکړ، چې اوکراین ته یې مالي او بشري مرستې برابرې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر په ټلګرام کې لیکلي، چې له خپل جرمني سیال سره یې د جګړې د لومړۍ کرښې پر وضعیت هم بحث وکړ.

"تقریباً یو کال کېږي چې اوکراین نړۍ حیرانه کړې ده.

بل‌خوا د اروپا د کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین پرون د سویس په داوس ښار کې یوې غونډې ته وویل، چې اوکراین نړۍ په حرکت راوستلې او اروپا ته یې الهام بخښلی دی.

د هغې په خبره د اوکراین وګړو ته ډاډ ورکوي، چې اروپا به یې تل تر څنګ ولاړه وي.

اورزلا وان دیرلین زیاته کړه: "تقریباً یو کال کېږي چې اوکراین نړۍ حیرانه کړې ده. د فبرورۍ د ۲۴مې پر هغه برخلیک ټاکونکي سهار ډېرو اټکل وکړ، چې کییف به په څو ورځو کې سقوط وکړي. خو د اوکراین د وګړو فزیکي زړورتیا او روحیه یې په پام کې نه وه نیولې."

د اروپا د کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین
د اروپا د کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین

بل‌خوا د اوکراین د ولسمشر مېرمنې اولنا زلنسکا هم پرون د سویس په داوس ښار کې یوې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، چې پر اوکراین د روسیې یرغل د دې لپاره نه و، چې یوازې د اوکراین په قلمرو پورې محدود پاتې شي.

د هغې په خبره که دا جګړه له ماتې سره مخامخه نه‌شي، نو ممکن لا پراخه شي او لا ژور بحرانونه رامنځته کړي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې لا هم دوام لري او په وروستیو کې د اوکراین پر اساسي بنسټونو د روسیې حملې سختې شوې دي.

XS
SM
MD
LG