نړۍ
د امريکا دفاع وزارت اوکراين سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، اوکراین ته به ۹۰ سټرایکر جنګي وسایط، ۵۹ اضافي برادلي زغرهوال ګاډي او په سلګونو زره نور مهمات واستوي.
د دغو مرستو اندازه دوه نیم میلیارده ډالره بلل شوې.
په دې مرستو کې د HIMARS راکټي سیسټمونه، د NASAMS هوایی دفاع سیسټمونه، ۲۵ ملي مترو برادلي توپ او د براډلي د ټانک ضد سلګونه راکټونه شامل دي.
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) پرون (د جنورۍ ١٩) اعلان وکړ چې په دې بسته کې ټانکونه شامل نهدي، ځکه جرمني ويلي چې تر هغه وخته پورې چې امريکا اوکراين ته د ابرامز ټانکونه ونه لېږي، جرمني به خپل ليوپر ټانکونه اوکراين ته ونه لېږي.
دا موضوع اوس د اختلاف په یوه ټکي بدل شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
برېتانيا کې د زرګونه څراغونو په بلېدو د روژې د راتګ هرکلی وشو

په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې دېرش زره څراغونه بل شول.
د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور لهمخې، دا لومړی ځل دی چې یوه اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت داسې ننداره ترسره کېږي.
د لندن ښاروال صادق خان چې خپله هم مسلمان دی، تېر ماښام د دغو څراغونو بټن کېکاږله.
دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) لهخوا رهبري شوی دی او لګښت یې له خلکو اخیستل شوی.
نن د مارچ ۲۳مه په اسلامي نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ ده.
د چين ولسمشر روسيې ته خپل سفر پای ته ورساوه

د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو توافقنامو له لاسلیکولو سره پای ته ورساوه.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شي جین پنګ سفر بریالی او ګټور وباله او ویې ویل چې، د ماسکو او پیکنګ تر منځ د همکاریو نوی فصل پيل شو.
په ورته وخت کې د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دي چې، له روسیې څخه د چین سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ د واشنګټن له ګټو سره په ټکر کې دی.
بلېنکن پرون د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې، د ده په اند له روسیې څخه د چین ملاتړ د اوکراین د جګړې د اوږدېدو سبب کېږي.
دا روسیې ته په تېرو څلورو کلونو کې د شي جین پینګ لومړی سفر و چې تېر ماښام بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
يو شمېر نړيوال بنسټونه: د اوکراين بيارغونه ۴۱۱مليارده ډالرو ته اړتيا لري

د یو شمېر سترو نړیوالو بنسټونو موندنې ښیي چې، پر اوکراین د روسیې د څه باندې یو کلن برید له امله د اوکراین بیارغونه څلور سوه یولس ملیارډه ډالرو ته ضرورت لري.
نړیوال بانک، ملګرو ملتو، اروپایي کمېسیون او اوکراین د خپلو ارزونو نتیجه پرون خپره کړه.
نړیوال بانک وایي چې، د روسیې د تیري له امله د اوکراین زیربناوې، ودانۍ او د خلکو ټول ژوند ته سخت زیان اوښتی دی.
روسیې پروسږکال د فبرورۍ په څلرویشتمه پر اوکراین خپل غیر موجه برید پيل کړ چې لاهم روان دی.
اسټرالیا له هند د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د هندوستان په چینای ښار کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ورستۍ لوبه د ۲۱ منډو به توپیر د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده.
دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شوه، اسټرالیا لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ۲۷۰ منډو هدف یې وټاکه.
د دوی لپاره په توپوهنه کې میچل مارش ۴۷، او الیکس کیري ۳۸ منډې وکړې.
د هند په توپ اچونکو کې بیا هارډیک پانډیا او کولديپ یادو ۳ـ۳ او محمد سراج او اکشرپټیل ۲ـ۲ لوبغاړي وسوځول.
هندوستان د هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۱ اور کې ۲۴۸ منډې وکړې او دا لوبلړۍ یې ۱ـ۲ وبایلله.
د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې ادم زمپا ۴ او اشټن اګر۲ هندي لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ادم زمپا ته ورکړل شوه، میچل مارش بیا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو، هغه په ۳ لوبو کې ۱۹۴ منډې کړې وې.
زیلنسکي په باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن په باخموت کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدنې ته ورغلی و.
دا ښار چې په وروستیو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو دواړو خواو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن د اوکراین بېلابېلې سیمې د روسیې د هوايي بریدونو د یوې بلې څپې شاهدې وې چې د راپورونو پر بنسټ په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
زیلنسکي مسکو تورن کړی چې د ولسي خلکو پر وړاندې وحشیانه ظلم ترسره کوي.
پر اوکراین د روسیې تېری د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه پیل شوی او تر اوسه دوام لري.
ګوتېرش د روژې د رارسېدو له امله د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي ورکړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د روژې میاشتې د رارسېدو له کبله د ټولې نړۍ مسلمانانو ته مبارکې ورکړې ده.
هغه نن چهارشنبه په یوه ویډیویي پيغام کې هیله څرګنده کړې چې له دې موقع نه په استفادې دې په ټوله نړۍ کې د سولې او عدالت لپاره کار وشي.
نوموړي ويلي: "زه له ټولو هغو کسانو سره یو ځای چې روژه نیسي د سولې، متقابل درناوي او پیوستون غږ کوم. موږ باید له دې مبارکې میاشتې الهام واخلو او په ټوله نړۍ کې د عدالت او انصاف لپاره کار وکړو."
د سعودي عربستان چارواکو ویلي، نن چهارشنبه د شعبان دېرشمه او سبا پنجشنبه د روژې اوله ورځ ده.
امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سهشنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.
د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي.
په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی.
امریکايي دفاعي چارواکي وايي، ایران روسیې ته بېپیلوټه الوتکې ورکوي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو او ملکي زیربناو پر ضد کارول شوي دي.
مککال: که بلېنکن له افغانستانه د ځواکونو وتلو اسناد را ونهسپاري احضار به شي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي.
ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.
د مککال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري.
دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.
د مککال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.
د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوريپال مشر مککال خبرداری ورکړی چې، که تر نن پورې دغه اسناد ور ونهسپارل شي، د احضاریه حکم به صادر کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده خو طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول.
سعودي عربستان سبا پنجشنبه د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې

د سعودي عربستان حکومت وايي، پرون سهشنبه میاشت ونه لیدل شوه او پنجشنبه به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
حرمین شریفین په یوه اعلامیه کې ویلي، سر له سبا به د عربستان په دوو سپېڅلو جوماتونو مسجد نبوي او مسجد حرام کې د تراويح لمونځونه کېږي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې د اعلان په اړه څه نهدي ويلي، خو د افغانستان حکومت د سعودي عربستان د محکمې له اعلان وروسته هم روژه نيسي او هم اختر کوي.
د هند پوليسو کشمير کې يو خبريال د تروريستي فعاليتونو په تور نيولی

د هند د ټروریزم ضد افسرانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو خبریال او د بشري حقونو د یوې ډلې کارکوونکی نیولي دي.
هندي چارواکو پرون سهشنبه وویل، پر دغه خبریال تور لګول شوی، چې د تروریستي فعالیتونو په تمویلول کې دخیل و.
د عرفان مهراج په نوم مقطع يي خبریال او د مجلې اډیټر د دوشنبې په ورځ په سرینګر کې د پولیسو ماموریت ته احضار کړای شوی و او د د تحقیقاتي ملي ادارې پرون نوموړی توقیف کړ.
تر دې مخکې هم دغه خبریال څو- څو وارې د تحقیقاتو ملي ادارې لهخوا له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوی دی، خو بېرته خوشې شوی دی.
مهراج د جمو کشمیر د مدني ټولنې له ايتلاف سره هم کار کاوه، چې د بشري حقونو یوه ډله ده او د هغې پخوانی مؤسس خرم پروېز د هند لهخوا د ۲۰۲۱م کال په نوامبر میاشت کې ونیول شو.