د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د پيسو نړيوال صندوق به اوکراين ته د پور ورکولو پروګرام تصويب کړي؟


د پيسو نړيوال صندوق ودانۍ
د پيسو نړيوال صندوق ودانۍ

د کییف متحدان د پیسو له نړیوال صندوق یا (IMF) غواړي چې اوکراین ته د پور ورکولو یو پروګرام تصویب کړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په دې اړه نن جمعه په یوه راپور کې ویلي، ټاکل شوې په دې باب د پیسو نړیوال صندوق استازي له اوکرایني چارواکو سره شا و خوا دوې اوونۍ وروسته د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې وګوري او دغه پروګرام تر پسرلي پورې نهايي شي.

د ورځپاڼې په راپور کې د ځینو چارواکو په حواله چې له دې موضوع خبر دي ویل شوي، د دې پور اندازه به د ۱۴ او ۱۶ ملیارد ډالرو ترمنځ وي.

اوکراین ویلي چې، روان میلادي کال د ۳۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د بودجې له کسر سره مخامخ دی.

بل‌خوا نړیوال بانک اټکل کړی، چې د اوکراین د انرژۍ تر نیمايي زیات بنسټونه د روسیې په حملو کې ویجاړ شوي او دې چارې د اوکراین پر اقتصاد فشار زیات کړی دی.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د مالي خلا د ډکولو لپاره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ په ډسمبر میاشت کې موافقه وشوه چې اوکراین ته به د ۱۸ ملیارد یورو په ارزښت د مالي مرستې بسته ورکول کېږي، خو اروپايي ټولنه او د کییف نور ستر شریکان له نورو نړیوالو پور ورکوونکو غواړي چې د نور مالي ملاتړ برابرولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د اقتصاد او خلکو ته د دندو په چارو کې د اروپايي کمېسیون د اجرایه ریاست مرستیال والدیس دومبروف¬سکېس (Valdis Dombrovskis) په کییف کې وویل، تمه دا ده چې د اوو لویو صنعتي هېوادونو د ډلې یا (G7) او نړیوالو مالي انستیتیونو په ګډون نور نړیوال تمویلوونکي به پاتې مالي اړتیاوې پوره کړي.

د نړۍ اوه سترو اقتصادي هېوادونو له استازو سره د اوکراين د ولسمشر ولودمير زلنسکي خبرې، انځور - ارشيف
د نړۍ اوه سترو اقتصادي هېوادونو له استازو سره د اوکراين د ولسمشر ولودمير زلنسکي خبرې، انځور - ارشيف

اوکرایني مشران په داسې حال کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره مهمه کتنه درلوده، چې په کییف او د اوکراین په نورو پرخو کې نن د هوايي حملو خبرداری واورېدل شو.

د اوکراین پوځ نن جمعه ویلي، چې روسي پوځیانو د ختیځې سیمې دونیڅک په ګڼو ساحو کې ګڼ زیانونه لیدلي او خپل پرمختګ یې ورو کړی دی.

د دې تر څنګ راپورونه ورکړل شوي، چې مسکو د اوکراین په ختیځ کې پراخو عملیاتو ته ځان چمتو کوي، چې د څو میاشتو درېدلی حالت مات کړي.

د اوکراین پوځ نن ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې حملې د لیمن، بخموت، افدییفکا او نووپافلیفکا پر استقامتونو متمرکزې وې.

د اوکراین د پوځ په خبره، روسیې د اوکراین پر ملکي بنسټونو خپلو حملو ته دوام ورکړی، چې د ملکي تلفاتو او مالي زیانونو سبب شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG