د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د اوکراين پوځ: اوکرايني ځواکونو ځينو سيمو کې د روسيې بريدونه په شاه تمبولي


اوکرايني سرتېري
اوکرايني سرتېري

د اوکراین پوځ وايي، په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې یې د ډونیڅک په شا او خوا کې د روسي ځواکونو تر ۹۰ زیات بریدونه په شا تمبولي دي.

د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر نن په خپل ورځني راپور کې وویل، پر اوکراین د روسیې د تیري د یو کلنۍ په درشل کې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې په ارامو ښارونو او کلیو ۱۰ راکټي بریدونه، ۱۹ هوايي بریدونه او همدارنګه د توغندیزو سیستمونو ۳۷ بریدونه ترسره کړي چې په‌کې ولسي خلک زیانمن شوي دي.

د ازادي راډیو اوکرایني څانګې د راپور له‌مخې د باخموت ښار چې د تېرې جون میاشت کې یې روسي ځواکونو د اشغال هڅه کوله لا هم د دونباس په سیمه کې د جګړې مرکز ګڼل کېږي.

روسي ځواکونو تېره میاشت د دې ښار د نیولو لپاره یو تازه یرغل پیل کړی دی.

د سیمې پوځي شنونکي وايي، د روسیې لپاره د باخموت ښار نیول سمبولیکه معنا لري ځکه چې، ستراتېژیک اهمیت یې محدود دی.

د برېتانیا دفاع وزارت هم په خپل تازه خبري بولټین کې ویلي چې، په وروستیو څو ورځو کې د اوکراین د باخموت ښار په څنډو کې سختو جګړو دوام درلود، خو د برېتانیا د دفاع وزارت په وینا اوکرایني ځواکونه توانیدلي دي چې د دې ښار د محاصرې لپاره د روسي ځواکونو د شپږ اوونیو هڅې په شا وتمبوي.

د اوکراین په ختیځ ډونیڅک او لوهانسک کې د نښتو د سختېدو سربېره، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، په تېرو اووه میاشتو کې د ملګرو ملتونو د سازمان په منځکړیتوب د رامنځته شوې هوکړې په پایله کې میلونونه ټنه غَله له دې هېواده بهر ته صادره شوې ده.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

ښاغلي زلنسکي ويلي: "د صاداراتو په اړه عملي چاره له اووه میاشتو راهيسې دوام لري. په دې موده کې ۴۳ هېوادونو تر ۲۲ میلونه ټنه زیات خواړه زموږ د سمندري صادراتو له لارې ترلاسه کړي دي. دا د خوراکي موادو په نړیوال بازار کې د نړۍ د غذايي امنیت او ثبات په برخه کې د اوکراین د پام وړ ونډه په ډاګه کوي."

په داسې حال کې چې د اوکراین په ډونیڅک او لوهانسک د نښتو راپورونه ورکول کېږي، د روسیې د دفاع وزارت نن وویل چې یوه (سوخو – 25 ډوله) پوځي الوتکه یې د اوکراین پولې ته نږدې په بلګورود سیمه کې نسکوره شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت په وینا د دې الوتکې پیلوټ له الوتکې څخه په وتلو توانېدلی و خو د سختو ټپونو له کبله یې ساه ورکړې.

روسي چارواکو ددې الوتکې د نسکورېدو سبب ناڅرګند( تخنیکي عوارض) بللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG