د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د ناټو سرمنشي: چين د روسيې په ګټه د اوکراين په جګړه ځان ښکېلول غواړي


د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، داسې نښې یې تر سترګو شوي چې ممکن چین ځان د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ګټه ښکېل کړي.

ستولتنبرګ، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، د دې خبرې د کولو په ترڅ کې له چین څخه وغوښتل چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې له ملاتړه لاس واخلي او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ونه کړي.

ستولتنبرګ همدا راز وویل، ناټو تړون په جګړه کې شامل نه‌دی خو د اوکراین ملاتړ ته به تر هغو دوام ورکړي چې ورته اړتیا وي.

"موږ ځینې نښې نښانې لیدلي چې کېدای شي چین دا کار وکړي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښايي چین روسیې ته وسلې او نورې مرستې ورکړي، وویل: "موږ ځینې نښې نښانې لیدلي چې کېدای شي چین دا کار وکړي. خو ناټو او امریکا خبرداری ورکوي چې داسې ونه‌کړي ځکه چې لازمه نه‌ده چې دا کار وکړي."

د ناټو د سرمنشي په وینا، چین ته لازمه نه‌ده چې د یوې نامشروع جګړې ننګه وکړي او د دغه هېواد ملاتړ به دا معنا لري چې د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه کوي او د ملګروملتو د امنیت شورا د غړي په توګه به دا د ملګروملتو د منشور تر پښو لاندې کول وي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د مالوماتو پر اساس، وروسته له دې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په وروستیو ورځو کې د چین د کمونیست ګوند د بهرنۍ پالیسۍ مشر او باندنیو چارو وزیر وانګ يي ته بلنه ورکړه، په لوېدیځ کې داسې اندېښنې خپرې شوې چې چین هم د روسیې په ګټه د اوکراین په جګړه کې ځان ښکېلوي.

چین تر اوسه پورې په زغرده پر اوکراین د روسیې یرغل نه‌دی غندلی او تر یوه حده یې د مسکو دا ادعا تایید کړې چې امریکا او ناټو مسکو دې ته اړ ایست چې پر اوکراین وبلوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې، که چین د اوکراین په جګړه کې ښکېل شي، شخړه به لا پراخه او کړکېچنه شي.

د ناټو سرمنشي په وروستیو کې د وارسا په غونډه کې ویلي و، که پوتین د اوکراین په جګړه کې بریالی شو، دا به د اوکراین د ملت لپاره لویه بدمرغي او د ټولو لپاره خطر وي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې نن (جمعه فبروري ۲۴) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د جي-۷ هېوادونو وزیرانو پرون پنجشنبه په مسکو باندې د نویو بندیزونو په لګولو بحثونه وکړل.

د جي-۷ هېوادونو وزیرانو د هند د بنګلور په ښار کې په غونډې کې په مسکو باندې د نویو بندیزونو او اوکراین سره د نویو مرستو په اړه خبرې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG