افغانستان
د افغانستان بانک د یوه امریکايي قاضي د پرېکړې هرکلی وکړ

د افغانستان بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د یوه امریکايي قاضي د پرېکړې هرکلی وکړ.
د نیویارک د منهاټن سیمې یوه قاضي جورج ډانیلز پرون پرېکړه وکړه چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نیم میلیارده ډالر به د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته نه ورکول کېږي.
ډانیلز دې ټکي ته چې متحدوایالتونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی اشاره وکړه او ویې ویل، د امریکا محکمې په دې اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.
نوموړي قاضي ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې په قضیه کې باید طالبان مسوول وګڼل شي نه د افغانستان پرځېدلی جمهوري نظام یا د دې هېواد وګړي.
د افغانستان مرکزي بانک دغې پرېکړې ته په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او په کې يې ویلي، د افغانستان شتمني د افغانانو پانګه او د قانون مطابق د افغانو د پولي ثبات او د مالی سیستم د پشتوانې لپاره په نړۍ کې استفاده کېږي.
د قاضي ډانیلز حکم د هغو څلورو ډلو لپاره چې د نیویارک په فدرال زېرمو کې د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ یوه برخه پر امریکا د تر ټولو لویې تروریستي حملې د قربانیانو د کورنیو حق بولي، لویه ماتې بلل کېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېر کال په فبروري میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره کنګل شوې شتمنۍ نیمايي برخه دې د سپټمبر د ۱۱مې د برید قربانیانو کورنیو او پاتې درې نیم میلیارد ډالره دې د افغانستان د خلکو لپاره خوندي وساتل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
انټوني بلېنکن د نوروز مبارکې ورکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ټولو هغو کسانو ته د نوروز مبارکي ویلې چې دغه ورځ نمانځي.
بلېنکن هیله ښودلې چې نوی ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې له خوښیو، روغتیا او نیمکرغیو څخه ډک وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د بلېنکن په حواله راغلي، نوروز یو فرصت دی چې کورنۍ په کې د دودیزو خوړو په دسترخوان سره راټول او د کال تر پایه خپلې هیلې سره شریکې کړي.
نن سه شنبه د مارچ ۲۱مه د افغانستان او ایران په ګډون د منځنۍ اسیا او د سیمې یوشمېر هېوادونو کې د نوروز دودیزې مېلې نمانځل کېږي.
جرمنې ته د درملنې په موخه ۸۹ ناروغ افغان ماشومان لېږل کېږي

افغاني سره میاشت ټولنه وايي چې 'د سولې کلي' مرستندویې موسسې په همکارۍ نن سې شنبه ۸۹ تنه ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي.
د سرې میاشت ټولنې له خبرپاڼې سره سم، په دې ۸۰ ماشومانو کې یو شمېر یې د هډوکو په میکروبي ناروغۍ او یو شمېر نور یې سخت سوځېدلي دي.
په همدې حال کې ۵۰ تنه نور افغان ماشومان، چې ۶ میاشتې پخوا د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي وو، افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.
لا هم ۴۰ افغان ماشومان په جرمني کې تر درملنې لاندې دي.
طالبان: په ۱۴۰۱ کال کې تر ۱۱ سوه ډېر افغانان په طبیعي پېښو کې مړه شوي

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې تر ۱۱ سوه ډېر افغانان په طبیعي پېښو کې مړه شوي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې سرپرست وزیر ملامحمدعباس اخوند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د ۱۴۰۱ کال له پیله تر پایه د زلزلو او سېلابونو په شان د بېلابېلو طبیعي پېښو له کبله د سرومال د تاوانونو په اړه وویل: "یوزرو یوسلو دوه کسان مړه شوي او دوه زره یوسلو ۵۹ تنه ټپیان شوي دي او ۱۰ زره ۸۰۰۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي."
ده همداراز وویل چې تر ۲۳ زره ډېر نور کورونه نیمه ویجاړ شوي او شاوخوا ۸۰ زره څاروي مړه شوي دي.
د تېر کال په جوزا میاشت کې د پکتیکا او خوست په زلزلو کې تر زرو ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول.
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل چې په تېر یوه کال کې څه باندې شپاړس نیم زره تنه د جرمونو په تور نیول شوي دي.
عبدالنافع ټکور پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغو کسانو په منځ کې ۱۹۰ تنه د یرغمل نیونو په تور نیول شوي دي.
ده همداراز وویل چې ۴۴ تنه د تښتونکو له منګولو ژغورل شوي او ۱۳ تښتونکي په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي.
د پاکستان له محبسونو خوشې شوي ۱۹۰ افغان بندیان افغانستان ته استول شوي

د پاکستان د سند ایالت له محبسونو څخه ۱۹۰ افغان بندیان له خوشي کېدو وروسته پرون دوشنبې افغانستان ته واستول شول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی حافظ ضیا احمد تکل وايي، دا کسان په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په اسلام اباد کې د سفارت په هلوځلو خوشې شوي او د طالبانو د حکومت په لګښت افغانستان ته استول شوي دي.
ده همداراز ویلي چې تر اوسه پورې د پاکستان له زندانونو څخه یوزرو ۸۹۳ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.
د بدخشان په یفتل کې دوه کارګر اوبو وړي

د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې پرون دوه تنه کارګر له سیند څخه د تېرېدو په ترڅ کې اوبو یووړل.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس معزالدین احمدي رسنیو ته وویل، دا دوه تنه، چې د سین پر غاړه یې سره زر استخراجول، د یفتل د ګزانګ کلي په سنګ آب سیمه کې له سینه اوښتل چې په اوبو کې ډوب او مړه شول.
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې له مرستندویو موسسو د مرستې غوښتنه کړې

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، له مرستندویو موسسو د مرستې غوښتنه وکړه.
د دې ټولنې ريیس مطیع الحق خالص، چې قطر ته تللی، پرون په دوحه کې د دغه هېواد د پراختیايي صندوق د پروژو له مسوول سلطان بن احمد العسیري سره په کتنه کې وویل، مرستندویې موسسې دې د افغانستان له سره میاشت ټولنې سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
خالص وویل، په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی چې زړونه یې سوري دي او د افغانستان سرې میاشتې ټولنه یې په یوازې توګه د درملنې وس نه لري.
الکوزی: د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، له اتلس کلونو وروسته د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ.
الکوزي پرون ازادي راډیو ته وویل، د دې ګډې خونې د فعالیت د بیا پیلېدو له کبله به د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.
الکوزی وايي، حاضردمه د افغانستان او ایران سوداګري په کال کې ۲ میلیارد ډالرو ته رسیږي، خو تر ډیره دا سوداګري یو اړخیزه ده.
تر دې مخکې یو شمېر افغان صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو شکایت کړی چې ایران هغه شیان افغانستان ته په ارزانه بیه صادروي چې په افغانستان کې تولیدېږي او له دې کبله د افغانانو فابریکې له سقوط سره مخامخېږي.
ننګرهار ب لوبډلې د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کورني کرکټ څانګې له لوري پیل شوې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د ننګرهار ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۰مه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ننګرهار ب او کابل لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې کوربه لوبډلې په ۱۰۱ منډو وګټله.
په دې سیالۍ کې ننګرهار لومړی توپوهنه وکړه او د ۲۸۸ منډو هدف یې وټاکه.
دوی ته عابدمحمدي سلیزه او اسحاق رحیمي نیمه سلیزه جوړه کړه.
د کابل په توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر ۲ لوبغاړي وسوځول.
د کابل منتخبې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۲ اورونو کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې.
د دوی مخکښ توپ وهونکی اسلام ځاځی و چې په ۵۴ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
د ننګرهار ب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې هم عابدمحمدي ښه وځلېد هغه ۴، محمدابراهیم ۳ او سهیل خان ۲ لوبغاړي وسوځول.
د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم عابدمحمدي وګټله.
محمدي بیا د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو د ۱۴م پړاو غوره لوبغاړی هم اعلان شو، هغه ټولټال ۳۳۸ منډې کړې وې او ۱۲ وېکټې یې اخیستې وې.
د ویلو ده چې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د روانې میاشتې په ۳یمه نېټه په خوست او ننګرهار کې د ۱۲ ولایتي لوبډلو په ګډون پیل شوې وې.
ای سي سي د افغانستان کرکټ بورډ بودیجه زیاتوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېواونو د مشرتابه په ناسته کې د افغانستان عمومي او اجرایوي رییس هم ګډون کړی دی.
د دوشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه افغانستان کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي دي چې په دې ناسته کې د افغانستان د بودیجې پر لوړولو او تخنیکي همکاریو سربېره د کرکټ نړیوالې شورا پر راتلونکو پروګرامو هم خبرې شوې دي.
کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکي، په دې غونډه کې د افغانستان کرکټ ادارې بودیجې لوړول لوی خبر دی چې د کرکټ نړیوالې شورا تر تاييدۍ وروسته به له اوسنۍ بودیجې زیاته وي.
د کرکټ نړیوالې شورا په دې ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان هم ګډون کړی و.
نصیب خان وايي: "باید ووایم چې افغانستان د نورو برخو ترڅنګ د تخنیکي ظرفیت لوړونې ته هم ډېره اړتیا لري چې دغه موخه هم په دې ناسته کې ترلاسه شوه او ډېر خوښ یم چې یو په بل پسې خپلو موخو ته رسیږو او هغه خوبونه چې افغان کرکټ ته یې لرو، په حقیقت بدلېږي."
کرکټ بورډ زیاتوي، په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري به د افغانستان رسمیي روزونکو ته د مې میاشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د درېیمه درجه روزنې پروګرام پیلېږي چې په کې به لس افغان روزونکي ګډون وکړي.
افغانستان کرکټ بورډ لیکي: "دغه راز په یاده ناسته کې هوکړه وشوه چې د کرکټ نړیواله شورا په نږدې راتلونکي کې د لوړو کارکردګیو پروګرام پیلوي چې په ترڅ کې به یې څلور بشپړ او دویمه درجه غړیتوب لرونکي هېوادونه لوبې کوي. دا پروګرام له دویمه درجه هېوادونو سره د لا زیاتې مرستې او ملاتړ په موخه ترسره کېږي چې له مخې به یې له یادو هېوادونو کې د کرکټ د لا غښتلتیا او پرمختګ په موخه لوبې ترسره کېږي."
د یادې ادارې په وینا چې، په دې ناسته کې له افغانستان سره په تخنیکي همکاریو او د کرکټ ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د لا ډېرو همکاریو ژمنه وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو رپوټونو کې ویل شوي دي، د کرکټ نړیوالې شورا په دې ناسته کې به د نجونو کرکټ نشتوالي له امله د افغان کرکټ پر راتلونکي او له دې شورا سره یې پر غړیتوب هم خبرې وشي.
رپوټونه دا هم وايي چې د کرکټ نړیوالې شورا غړیو دوه ځل په قطر کې له طالب چارواکو سره هم د افغانستان په کرکټ خبرې کړي دي.
د ویلو ده چې تر دې دمه د کرکټ نړیوالې شورا د دې خبرونو په تړاو څه نه دي ويلي.
په غور کې د لاسي بم چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

په غور ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي.
په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده.
د طالبانو په کنټرول کې د غور ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر ملا مصطفی ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د مرکز فېروزکوه په جنوب د غورقند په کلي کې په یوه کور کې ماسپښین مهال هغه وخت رامنځته شوه چې د دې کورنۍ ماشومانو له لاسي بم سره لوبې کولې او هغه پرې وچاودېد.
د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه هلکان او درې نجلۍ او د هغوی مور وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ثبت رسمي پروسه پیل کړې، په دې هېواد کې د جګړو له امله لږترلږه ۱۱۸ زره او ۴۴۳ کسان وژل شوي دي.