د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د جرمونو څېړلو لپاره دې خپلواک مېکانيزم جوړ شي


کابل کې د يو ښځينه لاريون پر مهال طالبان او خلک، انځور - ارشيف
کابل کې د يو ښځينه لاريون پر مهال طالبان او خلک، انځور - ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان طالبان تورنوي چې د بشري حقونو د نقض په برخه کې په بې‌طرفه، خپلواک او اغېزمن ډول څېړنو او همکارۍ ته چمتو نه‌دي.

دې سازمان نن د مارچ په درېیمه یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په سیستماتیک ډول د افغان نجونو او ښځو حقونه نقض کړي، تر څنګ یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له قوله بشري جنایتونه کړي، په پنجشېر کې یې د مقاومت ملي جبهې غړي په خپل‌‌سري ډول نیولي، وژلي او تر څنګ یې یو شمېر نورې سرغړونې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان لیکي، طالبانو په دې ټولو برخو کې نه یوازې دا چې څېړنې نه‌دي ‌کړي، بلکې عاملان یې هم عدالت نه‌‌دي سپارلي.

دا سازمان د طالبانو له‌‌خوا په عام محضر کې په دُرو د خلکو وهل او تر خوا یې د قصاص او اعدام د حکمونو عملي کېدو ته هم اشاره کوي او زیاتوي، له بشري حقونو د دې ډول سرغړونو د لامل او ماهیت د معلومولو لپاره اړینه ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، په افغانستان کې د جرمونو د شواهدو او څېړنې لپاره یو خپلواک مېکانیزم جوړ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په راتلونکي کې د عدالت د تامین او پلي کېدو لپاره په بېړني ډول د دې مېکانیزم جوړول اړین دي، څو شواهد راټول او هغه تحلیل او وڅېړي.

کابل کې د ښځو يو لاريون، انځور - ارشيف
کابل کې د ښځو يو لاريون، انځور - ارشيف

له طالبانو مو د بښنې نړیوال سازمان د دې غوښتنې او په دوی د بشري حقونو د نقض او د بشري جنایتونو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو لپاره زموږ او د نورو هېوادونو له غوښتنو معنا لرونکي او مهم وي."

په ورته وخت کې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ازبکستان له یوې رسنۍ سره مرکه کې طالبان ملامت کړي چې، د بشري حقونو د خوندیتوب او د همه‌شموله حکومت د جوړولو په برخه کې یې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

نوموړي ويلي: "که طالبان په دې تمه وي چې له متحده‌ایالاتو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، پوهېږي چې څه باید وکړي، د نړۍ په غوښتنو هم خبر دي. زما په اند د ازبکستان او ټولو اسلامي هېوادونو نظر هم همدا دی. اوس د دې هېوادونو مسوولیت دی چې یو ځانګړی رول ولوبوي، کېدای شي چې د طالبانو لپاره زموږ او د نورو هېوادونو له غوښتنو معنا لرونکي او مهم وي."

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بشري حقونو د څار سازمان او یو ډېر شمېر هېوادونو طالبان پړه ګڼلي چې د ټولو قوانینو خلاف یې افغانستان کې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، خو طالبانو دا ټولې خبرې رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG