د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

له محکمې پرته د افغان فعالانو د اعترافونو خپرول ناقانونه او بشر ضد کړنه وبلل شوه


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند یو انځور

ځینې حقوق پوهان او د بشري حقونو فعالان د طالبانو له خوا د لیکوالو او ټولنیزو فعالانو نیول او له محکمې پرته یې د اعترافونو خپرول ناقانونه او د بشر ضد کړنه بولي.

د سعدالله دیدن او عمران احمدزي د اعتراف ويډیو د طالبانو حکومت د استخباراتو له لوري خپره شوې ده.

طالبانو په دې نیول شویو کسانو تور لګولی و چې په ټولنیزو شبکو کې یې مستعار اکونټونه درلودل او خلک یې د حکومت پر ضد بغاوت او فحشا ته هڅول.

خو د عمران احمدزي مشر ورور ذبیح الله زعفران وايي، ورور یې لوی جرم نه دی کړی او د ډېرو نورو هغو افغانانو په څېر چې ترکیې ته یې له اسنادو پرته د ځوانانو د لېږد په اوازې لیکنې کړې وې، دوی هم دا کار کړی و.

هغه وویل: "په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو پوسټونه کړي وو چې ترکیې ته له اسنادو پرته افغانان وړي، عمران او حاجي کاکا هم په همدې اړه پوسټونه کړي وو."

لیکوال او مدني فعال جان اغا بهار وايي، سعدالله دیدن او عمران احمدزي تر ډېره طنزیه لیکنې کولې او ترکیې ته د ځوانانو د تګ په اوازه یې هم طنزیه پوسټونه کړي وو.

نوموړی ادعا کوي چې دغه دواړه کسان په جبر اعتراف ته مجبور شوي دي.

هغه وايي: "هغه ويډيو که هر چا کتلې وي، په دې پوهېږي چې په څه ډول یوه حالت کې اخیستل شوې ده، له ډېرې شکنجې د هغوی د مخ رنګونه تور اوښتي دي، د سترګو رپېدل، د خبرو عدم تسلل او ډار هغه څه دي چې په دې جبري اعتراف کې له ورایه ښکاري. متاسفانه دا لړۍ په ټولو ولایتونو کې روانه ده، خلک نیول کېږي، ځورول کېږي او وژل کېږي."

عمران احمدزی او سعدالله دین چې د طالبانو له لوري ونیول شول، د اعتراف ويډيو یې هم ژر خپره شوه، خو حقوق پوه سبحان مصباح وايي، اعتراف له جبر پرته یوازې په محکمه کې د قاضي په مخ کېدلای شي او له متهم څخه چې درې ګونو محکمو یې جرم نه وي ثابت کړی، اعتراف اخیستل او خپرول یې ناقانونه کړنه ده.

حقوق پوه سبحان مصباح
حقوق پوه سبحان مصباح

مصباح وویل: "اقرار او اعتراف هغه دی چې شخص یې په خپله خوښه په محکمه کې د قاضي په مخ کې وکړي، نور اعترافونه چې په جبر اخیستل کېږي یا حتا که ځورونه په کې نه وي هم، خو چې په محکمه کې د قاضي په مخ کې نه وي، سم نه دي. د دې ترڅنګ د انسان تعذیب او ځورونه منع او انساني کرامت ساتل یې مهم دي، ځکه ازادي یو اساسي حق دی، کله چې دا حلق سلب کېږي، باید ټول حقوقي اړخونه یې مراعات شي."

مصباح د متهم اعتراف خپرول د هغه انساني کرامت ته سپکاوی او ناقانونه کړنه بولي.

په پخواني جمهوري حکومت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي هم وايي، په حکومتونو نیوکه د خلکو حق ده خو نوموړې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په عادي پوسټونو هم خلک زنداني کړي، ځورولي او حتا وژلي یې دي.

اغلې صالحي له منتقدینو سره د طالبانو دا ډول چلند له بشري حقونو سره په ټکر کې بولي.

په پخواني جمهوري حکومت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي
په پخواني جمهوري حکومت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي

هغې زیاته کړه: "په یوه فېسبوکي پوسټ یې خلک وژلي، ستاسې به د هلمند پېښه په یاد وي، همداسې لسګونه نورې پېښې شوي چې د فېسبوک په یوه پوسټ خلک نیول شوي او ځورول شوي چې دا له ټولو نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او دوو ګونو کنوانسیونونو چې خلکو ته یې اساسي حقونه او ازادۍ وربخښلي دي او افغانستان هم لاسلیک کړي دي، ترې ښکاره سرغړونه ده."

دا چې حقوق پوهان او د بشري حقونو فعالانو د طالبانو له لوري د فعالانو په نیولو او له محکمې مخکې یې د اعتراف د ويډيوګانو په خپرولو نیوکه کوي، په دې اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د استخباراتو ادارې له ویاند څخه هم وپوښتل خو نوموړو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي چې دوی د بیان ازادي ته ژمن دي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو نړیوالو ادارو بیا ادعاوې کړي چې د طالبانو په حاکمیت کې د بیان ازادي محدوده شوې او ګڼ خبریالان او منتقدان نیول شوي، ځورول شوي او حتا وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG