د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

ښځینه فعالانې: طالبانو پریسا مبارز او د هغه ورور خوشې کړي


پریسا ابراهیمي
پریسا ابراهیمي

ښځینه فعالانې وايي چې د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز او ورور یې د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

د ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو د خاص استازي ریچارډ بینېټ تر ټینګار وروسته طالبانو د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز خوشې کړې ده.

د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت مشرې مونسې مبارز هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پریسا مبارز د خوشې کېدو خبره تایید کړه.

مبارز وویل: "پریسا مبارز د تخار د ښځو د خوځښت مشره او ورور یې د طالبانو د ملېشو له خوا چې څلورمې حوزې اړوند وو نیول شوي وو او حوزه کې یې د دې لپاره چې د ټیلیفون کوډ نه و ورکړی وهلي وو. بیا یې استخباراتو ته انتقال کړي وو. یوه شپه یې بندیان کړي وو بیا د پریسا مور، د هغې له مشر ورور او نورو سپین ږیرو په منځګړیتوب د طالبانو استخباراتو ته تللي وو او د ضمانت په ورکولو او د هغو فشارونو په خاطر چې نړیوالو بنسټونو او څېرو وارد کړي وو پریسا مبارز او ورور یې خوشې کړل، خو ترې تعهد یې اخیستی چې نور به مبارزاتي کارونه نه کوي."

په خواله رسنیو پریسا مبارز ته منصوب یو عکس هم خپور شوی چې په کې د هغې سر په پټۍ تړل شوی او لاس کې یې هم د ستنې لګولو کنول لګېدلی.

دا عکس لا په خپلواکه توګه چا نه دی تایید کړی، خو لږ تر لږه یوې پاڼې ادعا کړې چې پریسا مبارز د طالبانو له خوا وهل شوې او اوس په کور کې تر درملنې لاندې ده.

د پریسا مبارز د خوشې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ اعلامیه ورکړې وه او له قید و شرط پرته د هغې پر سمدستي خوشې کېدو باندې ټینګار کړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د بشري حقونو د څار سازمان او ګڼو نورو ښځینه فعالانو هم پر طالبانو غږ کړی وو چې پریسا مبارز خوشې کړي.

د فعالانو د بندیانولو مسئله یواځې په همدې یوې قضیې نه ختمېږي.

د راپورونو له مخې د مقتدرو ښځو د خوځښت یوه غړې نرګس سادات د شنبې په ورځ د کابل په پل سرخ سیمه کې نیول شوې ده.

مونسه مبارز چې د نرګس سادات له قضیې خبره ده وايي، ځکه د هغې د نیول کېدو قضیه پټه ساتل شوې وه چې طالبانو یې له کورنۍ سره د هغې د خوشې کولو ژمنه کړې وه.

هغه زیاتوي: "هېڅ معلومات نه شته. حوزې ته چې ورځي وایي، استخباراتو ته یې وړې ده. څلوېښتم ریاست ته ورځي وایي نويیم ریاست ته یې وړې ده. نو په همدې ترتیب کورنۍ یې ورپسې ګرځي خو مطمئنه یم چې نرګس سادات په توقیف کې ده او د طالبانو تر شکنجې لاندې ده."

روان وضعیت د ملګرو ملتونو سازمان اندېښمن کړی دی.

د دغه سازمان مرستندویه پلاوي یوناما ویلي، په وروستیو څو اوونیو کې افغان مدني فعالان او ژورنالیستان په خپلسره توګه نیول کېږي.

یوناما یکشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ټینګار کړی چې افغانان حق لري خپل نظرونه له وېرې پرته څرګند کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

دوی په خپله شاوخوا یو نیم کلنه دوره کې تر دې دمه لسګونه افغان معترضې ښځې او فعالان بندیان کړي دي.

که څه هم له دې ډلې ګڼې بېرته خلاصې شوي، خو د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په څېر فعالانې چې ډېر وخت یې بند کې تېر کړل تر خوشې کېدو وروسته رسنیو سره په مرکو کې د طالبانو له ځورونکو اقداماتو او بدو شکنجو شکایت وکړ.

پروانه ابراهیم خېل
پروانه ابراهیم خېل

طالبانو ډېر کم د معترضو ښځو د نیولو په اړه له رسنیو سره خبرې کړي او د هغوی د ځورونو خبرې یې رد کړي دي.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د نجونو متوسطې او لېسې له څه باندې پنځه سوو ورځو راهیسې تړلي دي.

تېر ډسمبر یې د نجونو پوهنتونونه وتړل او ورپسې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG