د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ریچارډ بینېټ د پریسا مبارز د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د افغان فعالې پریسا مبارز نیول غندلي او د هغې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ښځو د حقونو ګڼو یو شمېر فعالانو او د معترضو ښځو ایتلاف ویلي چې پریسا مبارز د شنبې په ورځ په تخار کې له خپل کوره نیول شوې ده.

د راپورونو له مخې د هغه ورور هم بندي شوی دی.

پریسا مبارز له ډېر وخته راهیسې د ښځو د تعلیم لپاره هڅې کولې او د طالبانو سختدریځۍ او د نجونو د ښوونځیو د بندولو پر وړاندې یې لاریونونه او اعتراضي خوځښتونه رهبري کول.

هغې کابو یوه اوونۍ مخکې هم په یوه مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو له ځپونکو اقدماتو سره سره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

مبارز ویلي وو: "موږ داسې یوه ډله نه شو منلی. په هر شکل یا هره بڼه چې وي د دې ډلې پر وړاندې خپل غږ پورته کوو. پوهېږئ چې د ښځو غږ د یووالي او برابرۍ غږ دی. که په یوه ولایت یا یوه ولسوالي کې یوه ښځه غږ پورته کوي په دې معنی چې د سلګونه ښځو غږ پورته کېږي. په همدې خاطر په هر ممکنه لار موږ ځپي که سړکونو ته وځو نیسي مو یا مو وهي."

پریسا په همدې مرکه کې په ملګرو ملتونو او نورې نړیوالې ټولنې هم نیوکه کړې وه چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له محدودوونکو تګلارو سره سره قاطع اقدامات نه کوي چې د دوی مخه ونیسي.

د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یوانځور - December 22, 2022
د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یوانځور - December 22, 2022

طالبانو رسماً د پریسا مبارز د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ د تخار د ښځو د حقونو د فعالې او د معترضو ښځو د خوځښت مشرې پریسا مبارز او د هغه د ورور نیول غندلي.

ښاغلي بینېټ شنبه ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغان نجونو د تعلیم لپاره مظاهره او هڅې جرم نه دی.

هغه د پریسا مبارز او د هغې د ورور د سمدستي او بې له قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

افغان معترضو ښځو او د بشري حقونو فعالانو د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو ورځو د دوی د سختدریځیو پر خلاف مظاهرې وکړې، خو ګڼې بندیانې شوې.

د هغو ښځو له ډلې چې طالبانو بندیانې کړې وې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل له رسنیو سره په مرکو کې د طالبانو په زندان کې له خورا بند چلند او ځورونو شکایت وکړ.

پروانه ابراهیم خېل
پروانه ابراهیم خېل

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

د نجونو متوسطې او لېسې له څه باندې پنځه سوو ورځو راهیسې بندې دي.

تېر ډسمبر یې د نجونو پوهنتونونه وتړل او ورپسې یې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG