د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

د خود جوشه غورځنګ غړې ښاغلي عبدالله ته: زموږ پیغام د طالبانو حکومت ته ورسوئ


د افغان ښځو د خود جوشه غورځنګ غړو له عبدالله عبدالله سره لیدلي
د افغان ښځو د خود جوشه غورځنګ غړو له عبدالله عبدالله سره لیدلي

د افغان ښځو د خود جوشه غورځنګ غړو تېره ورځ د مخکېني نظام د ملي مصالحې عالي شورا رئیس، عبدالله عبدالله سره په کابل کې لیدنه وکړه.

ښاغلي عبدالله په خپل ټویټر کې لیکلي، په دې لیدنه کې زده کړې،کار او مشارکت د افغان ښځو اساسي حقونه وګڼل شول او یادو مېرمنو غوښتي چې د دوی غوښتنو ته رسېدنه وشي.

د معترضو ښځو خود جوشه غورځنګ ځینې غړې وایي له دې لیدنې موخه، د مطرحو سیاسي مشرانو له لارې، طالب چارواکو ته د معترضو ښځو د غوښتنو رسول دي.

ژولیا پارسي چې دې هم عبدالله عبدالله سره د چهارشنبې د ورځې په لیدنه کې ګډون درلود ازادي راډیو ته یې وویل:" زه فکر کومه چې د داکتر عبدالله خبرې به په طالبانو اغېز وکړي ځکه چې له طالبانو سره یې لیدنې کړي."

د افغان ښځو د خود جوشه غورځنګ غړو له عبدالله عبدالله سره لیدلي
د افغان ښځو د خود جوشه غورځنګ غړو له عبدالله عبدالله سره لیدلي

دغه معترضې ښځې وایي، دوی څو ځلې هڅه کړې چې طالب چارواکي وویني، خو تر دې دمه دې هڅو پایله نه ده ورکړې.

د دوی په خبره، ان تر دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي معترضو ښځو سره له مخامخ لیدنې ډډه کړې او خپل دوه استازي یې له دوی سره د لیدنې لپاره استولی وو.

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو چې ولې طالب چارواکي او په ځانګړې ډول ښاغلي متقي معترضو ښځو سره له لیدنې انکار کړی، د طالبانو د حکومت لید لوری هم ترلاسه کړو خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب وه نه وایه.

عبدالله عبدالله سره د معترضو ښځو خود جوشه غورځنګ غړو لیدنه په داسې حال کې شوې چې د ادعاګانو پر بنسټ تر اوسه هم یو شمېر معترضې ښځې د طالبانو په بند کې دي او په نامالومه ځایونو کې ساتل کیږي.

هغه ادعاوې چې طالبانو تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG