د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

سیما باهوس: ملګري ملتونه له افغان ښځو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو چارو اجراییوي رییسه وايي، د نړۍ په هېڅ ځای کې ښځې د نارینه وو له امله د افغانستان په څېر اغېزمنې نه‌دي.

سیکنه حسیني یوه له هغو ښځو ده چې یوې نادولتي موسسې کې یې کار کاوه، خو وروسته له دې چې طالبانو په دې موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، اوس په کور ناسته ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په دې دوو میاشتو کې معاش ورکړل شوی، خو له دې اندېښمنه ده چې دا لړۍ به دوام ونه وکړي.

حسیني وايي: "که دا وضعیت دوام وکړي، هغه بنسټونه چې موږ ورسره کار کوو، حقوق به مو رانه کړي، ځکه موږ ته ویل شوي چې د کار په بدل کې پیسې راکوي."

ثریا محمدي بیا، چې نیمروز کې یې له یوې موسسې سره کار کاوه وايي، په ښځو بندیزونو نه یوازې دا چې دوی بې‌روزګاره کړي، بلکې له اقتصادي او رواني ستونزو سره یې مخ کړي دي.

محمدي وویل: "دا وضعیت په خلکو ډېر ناوړه اغېزه لري. دا د دې لامل شوې چې بشري مرستې وځنډېږي. د ښځو په روحیه یې نېغ په نېغه اغېز کړی. کومو ښځو چې وړاندې کار کاوه، اوس په کور شوي او ژور خفګان ورته پیدا شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشرې سیما باهوس د دوشنبې په ورځ د دې ادارې د اجراییوي بورډ په غونډه کې ویلي، د نړۍ په هېڅ ځای کې ښځې د ناورینونو له امله د افغانستان په څېر اغېزمنې نه‌دي.

اغلې باهوس د افغان ښځو د ملاتړ او د دوی د غږ پورته کولو لپاره د مشورتي ډلې د جوړولو خبره هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشره سیما باهوس
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشره سیما باهوس

نوموړې ویلي، د افغان ښځو غږ خاموشه شوی، خو دوی به یې ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان دې لوړ پوړې چارواکې د سیمې، نړۍ په ځانګړي ډول د اسلامي همکاریو سازمان هغه دریځونه هیله بخښونکي ګڼلي چې د طالبانو له‌خوا یې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو خلاف غوره کړي دي.

مېرمن باهوس دا هم ویلي چې د بشري مرستو د رسولو په ټولو برخو کې د ښځو ونډه مهمه ده او نادولتي موسسې تر اوسه افغان ښځو ته معاش ورکوي او هېڅکله به د دوی پر ځای نارینه په دنده ونه ګماري.

طالبانو تل په افغان نجونو او ښځو له لګول شویو بندیزونو دفاع کړې او دا یې هم ویلي چې دوی ته یې د اسلام په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي، تازه یې له پوهنتونونو هم منع کړي او په نادولتي موسسو کې یې له کار هم راګرځولي او نور محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي.

طالبانو د حکومت له خوا دغو محدودیتونو د ملګرو ملتونو سازمان اړ کړ چې طالب چارواکو سره د خبرو لپاره خپل دوه پلاوي هم افغانستان ته ولېږي، خو طالبانو تر اوسه د دغو محدودیتونو په اړه خپلې برېکړې بېرته نه دي اخیستي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG