د بشري حقونو د څار سازمان وايي، هیڅ نهښکاري چې طالبان دې په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، ځکه د دې سازمان په خبره، طالبان خپلې پالیسۍ د شریعت په نوم توجیه کوي.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، باید پر طالبانو د دوی د کړنو د بدلولو په خاطر نړیوال فشار راوستل شي.
په دې اړه زموږ همکار د سیاسي چارو له شنونکي او د پوهنتون له پخواني استاد پوهاند محمد بشیر دودیال سره مرکه کړې.
ښاغلي دودیال په سر کې په دې اړه چې ایا رښتیا هم طالبان خپلې پالیسۍ د شريعت په نوم توجیه کوي څرګندونې کوي.
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: