د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د تخار د معترضو ښځو مشره پريسا مبارز او ورور يې د طالبانو له زندان خوشې شوي دي


د تخار د معترضو ښځو مشره پريسا مبارز
د تخار د معترضو ښځو مشره پريسا مبارز

د ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو د خاص استازي ریچارډ بېنيټ تر ټینګار وروسته د راپورونو له‌مخې طالب چارواکو د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز خوشې کړې ده.

د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت مشرې مونسې مبارز هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پریسا مبارز د خوشې کېدو خبره تایید کړه.

نوموړې وويل: "پریسا مبارز د تخار د ښځو د خوځښت مشره او ورور یې د طالبانو د ملېشو له‌خوا چې څلورمې حوزې اړوند وو نیول شوي وو او حوزه کې یې د دې لپاره چې د ټليفون کوډ نه و ورکړی وهلي وو. بیا یې استخباراتو ته انتقال کړي وو. یوه شپه یې بندیان کړي وو بیا د پریسا مور، د هغې له مشر ورور او نورو سپین ږیرو په منځګړیتوب د طالبانو استخباراتو ته تللي وو او د ضمانت په ورکولو او د هغو فشارونو په خاطر چې نړیوالو بنسټونو او څېرو وارد کړي وو پریسا مبارز او ورور یې خوشې کړل خو ترې تعهد یې اخیستی چې نور به مبارزاتي کارونه نه کوي."

پریسا مبارز او ورور یې خوشې کړل خو ترې تعهد یې اخیستی چې نور به مبارزاتي کارونه نه کوي."

پر خواله رسنیو پریسا مبارز ته منصوب یو عکس هم خپور شوی چې په‌کې د هغې سر په پټۍ تړل شوی او لاس کې یې هم د ستنې لګولو کنول لګېدلی.

دا عکس لا په خپلواکه توګه چا نه‌دی تایید کړی خو لږ تر لږه یوې پاڼې ادعا کړې چې پریسا مبارز د طالبانو له‌خوا وهل شوې او اوس په کور کې تر درملنې لاندې ده.

د پریسا مبارز د خوشې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ اعلامیه ورکړې وه او د هغې په سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کېدو باندې یې ټینګار کړی وو.

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

د بشري حقونو د څار سازمان او ګڼو نورو ښځینه فعالانو هم پر طالبانو غږ کړی و، چې پریسا مبارز خوشې کړي.

د فعالانو د بندیانولو مسله یوازې په همدې یوې قضیې نه ختمیږي.

ریچارډ بېنيټ یکشنبه ناوخته ویلي، سره له دې چې طالبانو پریسا مبارز او د هغې د ورور بېرته خوشې کړي خو د ښځو د حقونو بله فعاله نرګس سادات یې په کابل کې نېولې ده.

بېنيټ ویلي چې طالبان باید سمدستي اغلې سادات خوشې کړي.

د راپورونو له‌مخې د مقتدرو ښځو د خوځښت یوه غړې نرګس سادات د شنبې په ورځ د کابل په پل سرخ سیمه کې نیول شوې ده.

مونسه مبارز چې د نرګس سادات له قضیې خبره ده وايي، ځکه د هغې د نیول کېدو قضیه پټه ساتل شوې وه چې طالبانو یې له کورنۍ سره د هغې د خوشې کولو ژمنه کړې وه.

اغلې مبارز وايي: "هیڅ معلومات نه‌شته. حوزې ته چې ورځي وایي استخباراتو ته یې وړې ده. څلوېښتم ریاست ته ورځي وایي نويیم ریاست ته یې وړې ده. نو په همدې ترتیب کورنۍ یې ورپسې ګرځي خو مطمینه یم چې نرګس سادات په توقیف کې ده او د طالبانو تر شکنجې لاندې ده."

روان وضعیت د ملګرو ملتونو سازمان اندېښمن کړی دی.

د دغه سازمان مرستندویه پلاوي یوناما ویلي، په وروستیو څو اوونیو کې افغان مدني فعالان او ژورنالېستان په خپلسره توګه نیول کېږي.

یوناما یکشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ټینګار کړی چې افغانان حق لري خپل نظرونه له ویرې پرته څرګند کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

دوی په خپله شاوخوا یو نیم کلنه دوره کې تر دې دمه لسګونه افغان معترضې ښځې او فعالان بندیان کړي دي.

که څه هم له دې ډلې ګڼې بېرته خلاصې شوي خو د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په څېر فعالانې چې ډېر وخت یې بند کې تېر کړل تر خوشې کېدو وروسته رسنیو سره په مرکو کې د طالبانو له ځورونکو اقداماتو او بدو شکنجو شکایت وکړ.

طالبانو ډېر کم د معترضو ښځو د نیولو په اړه له رسنیو سره خبرې کړي او د هغوی د ځورونو خبرې یې رد کړي دي.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د نجونو متوسطې او لېسې له څه باندې پنځه سوو ورځو راهیسې تړلي دي.

تېر ډسمبر یې د نجونو پوهنتونونه وتړل او ورپسې یې په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG