د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

د ځواکمنو مېرمنو خوځښت د حجاب په تړاو د طالبانو د وروستي اقدام په غبرګون لاریون وکړ


د ځواکمنو مېرمنو خوځښت
د ځواکمنو مېرمنو خوځښت

د ځواکمنو میرمنو خوځښت د خپلو لاریونونو په دوام نن په کابل کې د حجاب په اړه د طالبانو د وروستي اقدام په غبرګون لاریون وکړ.

د یاد خوځښت له بنسټګرانو مونسې مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چادرۍ او بورقه په افغانستان له دیني او فرهنګي اړخه هېڅ بنسټ نه لري.

مونسه وایي:" چادرۍ او یا هم توره بورقه چې په اصل کې عربي لباس دی د افغانستان په فرهنګي او دیني برخه کې هېڅ رېښه نه لري او د افغانستان د مېرمنو په اسارت کې نیول دي، د افغانستان مېرمنې په قفس کې اچول دي، چادرۍ او توره بورقه د افغان مېرمنو د تورې ورځې ښکارندویي کوي، موږ د همدغې موضوع په تړاو وغوښتل د افغانستان اسلامي امارت ته خپل درېځ واضح کړو."

د ځواکمنو مېرمنو خوځښت نن د حجاب په اړه د طالبانو د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ
د ځواکمنو مېرمنو خوځښت نن د حجاب په اړه د طالبانو د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ

د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو خوځښت غړې وايي، دوی غوښتل نن د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مخې ته چادرۍ ته اور ور واچوي او د دې وزارت له لوري ورستیو تبلیغاتو ته غبرګون وښيي خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې.

د دې خوځښت بله غړې سیما سحر وایي:" موږ غوښتل هغه سیمه مو چې ټاکلي ورته لاړ شو خو موږ یې پرېنښودو، طالبان لاس په ماشه ولاړ او غوښتل یې چې ډزې وکړي، نجونې خورې شوې، زموږ ځیني ملګرې یې په یو کانتینر کې که دکان ته ور واچولې او د یو ملګرې لاس مو هم ژوبل شو، زما په نظر موږ اسلامي حجاب لرو او مسلمانانې یو، هغه حق چې موږ ته اسلام راکړی موږ هغه له طالبانو غواړو له هغې پورته نور څه نه غواړو."

د ځواکمنو مېرمنو خوځښت ځینې غړې وایي طالبانو یې د لاریون مخه نیولې
د ځواکمنو مېرمنو خوځښت ځینې غړې وایي طالبانو یې د لاریون مخه نیولې

خو طالبان بیا په یو ځای کې د معترضو مېرمنو بندي کول ردوي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر د حجاب په تړاو وروستي لګول شوي پوسټرونه یو هڅوونکی عمل بولي.

نوموړی وايي، هغه کسان چې د حجاب ضد دي هغوی د شریعت ضد هم دي.

مهاجر وایي:" د حجاب په اړه هغه پوسټرونه چې د کابل په ښار کې بند شوي هغه هڅوونکې بڼه لري، که څوک د حجاب سره مخالفت کوي هغه له شریعت سره مخالفت کوي او دا یو مسلمان سره نه ښايي چې د اسلام له حکم سره مخالفت وکړي، دا زموږ حکم او نظر نه دی دا د قران او پیغمبر حکم دی او موږ همغه ویلي."

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته نجونې په یو شمېر ولایتونو کې پوهنتونونو ته او مېرمنې کار ته د تګ اجازه نه لري او په ډیرو ولایتونو کې نجونې هم له شپږم ټولکي پورته له ښوونځي محرومې پاتي شوي.

دغه کړنې د دې لامل شوي چې یو شمېر مېرمنې د ځانونو په وړاندې د دې محدویتونو په تړاو لاریونونه وکړي، خو طالبانو ډېر ځله د دغو لاریونونو مخه نیولې هم ده.

خو د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو خوځښت په ټینګار سره وايي، سره له دې چې طالبان یې مخه نیسي خو دوی به د بې عدالتیو پر وړاندې خپلو دغو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو خوځښت غړې وايي، دوی غوښتل نن د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مخې ته چادرۍ ته اور ور واچوي او د دې وزارت له لوري ورستیو تبلیغاتو ته غبرګون وښيي خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG