د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د جنوبي اسیا ډله: د طالبانو ظالمانه کړنو بشري ناورین رامنځته کړی


ارشیف: له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور
ارشیف: له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور

د جنوبي اسیا ډله وايي، طالبانو د بشري حقونو د تضمین لپاره د حساب ورکونې ټول میکانیزمونه له منځه وړي دي.

د جنوبي اسیا ډلې د یوه راپور پایلې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني په دغه هېواد کې د بشري حقونو او اساسي قانون د تر پښو لاندې کېدو لامل شوې ده.

د جنوبي اسیا ډلې، په سویلي اسیا کې د اقلیتونو په اړه خپل د ۲۰۲۲کال راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د بشري حقونو د تضمین لپاره د حساب ورکونې ټول میکانیزمونه له منځه وړي دي.

د جنوبي اسیا ډله د بشري حقونو د فعالانو او د بشري حقونو د سازمانونو یوه ډله ده چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د سویلي اسیا په هیوادونو کې د مذهبي، ژبني، توکمیزو، طبقه یي او جنستیي لږکیو وضعیت مستندوي.

د دغې ډلې په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې طالبانو نه یوازې دا چې د خلکو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د دغه راپور له مخې د دوی د ظالمانه کړنو له امله په افغانستان بشري ناورین رامنځته شوی دی.

دغه راز ویل شوي چې طالبان د لږکیو ملاتړ نه کوي او قضايي یې تر صحرايي محکمو محدوده کړې ده.

د دغې ډلې په وینا، طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین ګواښي، پر دوی سختې څارنې کوي، ناقانونه وژنې او جبري بې ځایه کول دوام لري او د ښځو حقونه په بشپړه توګه محدود شوي دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

دا راپور د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم خپله اطلاعاتي ویبپاڼه کې بیا خپور کړی دی.

د بشري حقونو یو شمېر ملاتړي هم د دغه راپور محتوا تاییدوي او وايي چې نړۍ باید د افغانستان ددغه وضعیت څارونکی ونه وسي او پر طالبانو فشار راوړي چې بشري حقونه تر پښو لاندې نه کړي.

د حقوقي او بشري حقونو فعالې شګوفې کاکړ ازادي راډيو ته وویل: "هغه څه چې د سویلي اسیا ډلې ویلي ډېری زه تاییدوم چې هو، په افغانستان کې بشري حقونه سخت تر پښو لاندې کېږي او نړۍ یې ویني. تر څو نور بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي د نړۍ هېوادونه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د خلکو له حقونو څخه سرغړونې بندې کړي."

خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او وايي، خلک ټول هغه حقوق لري چې د اسلامي شریعت له مخې ورته برابر شوي او په افغانستان کې اقتصادي ستونزې بهرني لاملونه لري.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي او بشري مسئلو په اړه، ټولې ستونزې چې دلته شته دا په خارجي عواملو کې ريښې لري. هغه محدوديتونه چې له بهره لګېدلي د افغانستان په خلکو مستقيم او ناوړه اغېز لري، موږ دا ډول انګېرنې او ادعاوې ردوو، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ټولو قشرنو حقوقو ته ژمن دی."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

په افغانستان کې په طالبانو د بشري حقونو د سرغړونې له امله تل انتقادونه شوي او تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې د ښځو او بشري حقونو ټینګښت د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له مهمو اساسي شرطونو بللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG