د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ځینې بنسټونه او هېوادونه: طالبان دې په عام محضر کې د اعدامونو لړۍ ودروي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو یو وار بیا د طالبانو په امر په عام محضر کې د یوه کس د اعدامولو په اړه غبرګونونه ښودلي او د دغسې احکامو د عملي کېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

په فراه ولایت کې د طالبانو په امر د تاجمیر په نوم د یوه سړي د علني اعدام په اړه عکس العملونه روان دي او بېلابېلو هېوادونو یا هم بنسټونو ویلي، چې د دغسې احکامو عملي کول ځوروونکي او د نه منلو وړ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي، چې په فراه کې د سلګونو کسانو په حضور کې علني اعدام باید وغندل شي.

هغې پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، د جنايي مسایلو په تړاو مجازات، چې د ورزشي مسابقو په څېر د خلکو د سترګو په وړاندې کېږي، د ټولو افغانانو کرامت او بشري حقونو ته سپکاوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرین ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرین ډیکر

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیټ پرون په ټویټر کې لیکلي، په فراه کې هغه علني اعدام چې د طالبانو ځینو جګپوړو چارواکو په کې ګډون کړی و، د ژوند له حق سرغړونه، ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډول مجازات دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم دغه علني اعدام غندلی او ویلي یې دي چې دا اقدام له نړیوالو مدني قوانینو دغه راز سیاسي حقوقو سره په ټکر کې دی.

تر دې مخکې هم د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې وه چې په کار ده په افغانستان کې د بشري حقونو د قوانینو ټولې مادې رعایت شي، ځکه افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې ده.

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر هم په یوه ټویټ کې ویلي چې د علني اعدام د خبر په اورېدو خواشینی شوی دی.

د هغه په خبره بریتانیا تر هر ډول شرایطو لاندې د اعدام د حکم د عملي کېدو مخالفه ده.

په افغانستان کې د اسټرالیا ډیپلوماتیک ماموریت هم ویلي چې د طالبانو وروستی اقدام ځوروونکی او ناسم دی.

دغه ماموریت ویلي چې تر هر ډول شرایطو لاندې د اعدام د حکم مخالفت کوي.

د طالبانو حکومت په فراه کې د علني اعدام د تازه حکم دفاع کړې او په دې اړه یې نړیوال عکس العملونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په ځینو ټویټونو کې ویلي، د اعدام حکمونه په امریکا او اروپا کې هم عملي کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویلي، هغه کس چې وړمه ورځ په فراه کې په عام محضر کې قصاص شو، د قتل تور ورباندې و.

د اروپا شورا په ۱۹۸۳م کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په هغه کې د اعدام حکم منع اعلان شو.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم اعدامونه په لږه اندازه عملي کېږي، خو دا اعدامونه په عام محضر کې نه کېږي، د دارو په پیچکاري کولو سره تر حساسې برررسۍ وروسته عملي کېږي.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د سنګسار، د بدن د پرې کولو، په درې وهلو او علني اعدامونو حکمونه عملي کول.

اوس پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته افغانستان بېرته هغه وضعیت ته په ستنېدو دی، چې په بېلابېلو ولایتونو له دې ډلې پروان، لوګر، غور، تخار او نورو کې خلک په درو وهل شوي هغه هم په عام محضر کې.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ نږدې ۱۶ میاشتې کېږي، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بشري او د ښځو د حقونو رعایت له طالبانو سره د عامل لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي شرطونو ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG