د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د افغان نجونو پر زده‌کړه او تحصيل د فشارونو پر ډېرېدو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف
يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف

یو اس اې ټوډې (USA Today):

امریکایۍ ورځپاڼې یو اس اې ټوډې په خپله تازه ګڼه کې د ښځو او نجونو پر تعلیم او تحصیل د طالبانو د فشارونو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده، چې ځینې نجونې یې په انلاین ډول زده کړو ته مجبوره کړي دي.

خو اوس یوه ډله افغان نجونې او ښځې د انټرنټ له لارې د امریکا د متحدو ایالتونو په نیوجرسي ایالت کې د انګرېزۍ د زده کړې له یوه کورس سره ملګري کېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دغو افغان نجونو او ښځو کامرې بندې وي، مخونه یې پوښلي او د خپل فون له لارې له ټولګي سره وصل وي.

د دوی عمرونه له ۱۱ تر ۳۰ کلونو پورې دي، چې له افغانستانه او پاتې نورې یې له پاکستان، بنګله دېش، ایران کاناډا او نورو ځایونو چې هلته په موقتي ډول مېشتې دي، انلاین کېږي.

یو اس اې ټوډې وايي، دغه نجونې او ښځې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته دغه هېوادونو ته کډوالې شوي دي.

د امریکا د نیوجرسي ایالت د پرنسټون پوهنتون استاد سیت هولم (Seth Holm) دوی ته د انګرېزۍ ژبې تدریس کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، هغه نجونې چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال زېږېدلي، هيڅکله یې د طالبانو واکمني نه‌ده تجربه کړې.

خو پر ښځو او نجونو د طالبانو زیاتېدونکو فشارونو نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړي او پوهنتونو ته یې د نجونو او ښځو تګ هم منع اعلان کړ.

د مقالې په دوام راغلي، د ډېرو نجونو او ښځو لپاره دغه پټ ټولګي یوازينۍ لار ده چې خپلې زده کړې پرمخ بوځي.

په راپورونو کې ویل شوي چې ګڼ کسان د دې لپاره چې د کورنۍ نجونې یې خپلې زده کړې پرمخ بوځي، نورو هېوادونو ته په کډې کولو مجبوره شوي.

انډیا ټوډې (India Today):

هندۍ ورځپاڼې انډیا ټوډې په خپله پرونۍ ګڼه کې د پاکستاني طالبانو په اړه د پاکستان د ځینو چارواکو پر تبصرو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، چې د پاکستان د پخواني صدارعظم عمران خان نږدې متحدې او سیاستوالې شیرین مزاري ویلي، د پاکستان پخواني لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه غوښتل چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یا (TTP) کورنۍ په پاکستان کې ځای پر ځای کړي.

د هند PTI اژانس د مېرمنې مزاري دغه خبرې را اخیستي چې د شنبې په ورځ یې ویلي دي: پخواني لوی درستیز باجوه غوښتل د پاکستاني طالبانو هغه غړي چې پاکستاني اتباع دي په پاکستان کې مېشت کړي، په دې شرط چې د پاکستان اساسي قانون ومني او خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي.

د انډیا ټوډې په لیکنه، شیرین مزاري چې د عمران خان په حکومت کې د بشري حقونو وزیره وه، دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې په ټول پاکستان کې تروریستي فعالیتونه زیات شوي دي.

په پاکستان کې د نا امنیو تازه مورد په کراچۍ کې د جمعې د ناوخته حمله وه، چې د پاکستاني چارواکو په خبره په نتیجه کې یې د حمله کوونکو په ګډون ۷ کسان ووژل شول.

د ورځپاڼې په لیکنه، پاکستاني طالبان چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې فعال دي، د افغانستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د افغانستان طالبانو هم د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ په خبرو کې منځګړیتوب کړی و، خو پاکستاني طالبانو په نوامبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره خپل لنډمهاله اوربند پای ته ورساوه او له هغې وروسته په پاکستان کې حملې زیاتې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG