د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې؛ مولوي یعقوب: د افغانستان فضا اشغال شوې


د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان د هوايي حریم د اشغالېدو په اړه اندېښنه ښيي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالب ځواکونو د فراغت په یوې غونډه کې د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو الوتنو ته اشاره کړې او ویلي چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی.

مجاهد دغه شان د پوځي تسلیحاتو او تجهیزاتو پر زیاتېدو ټینګار کړی ویلي چې د پوهې پیاوړتیا ته اړتیا ده.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ویلي، ټول ویني چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی، خو څه کولای نه شي.

هغه زیاته کړه: "نن زمونږ او تاسې په سرونو ډرونونه الوتنې کوي، زمونږ او تاسې فضا یې اشغال کړې، زه هم ناهیلی ورته ګورم، ته هم ناهیلی ورته ګورې، وزیران، قومندانان، د قول اردوګانو مسوولان او جنرالان ټول اسمان ته ګوري، خو هېڅ هم کولای نه شو."

نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي چې د افغانستان په هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې راپورونه موجود دي.

پاکستاني پلاوي سره د لیدنو کتنو په اړه د طالبانو حکومت په وروستۍ اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویټر پاڼه خپره کړې راغلي چې په دغو ملاقاتونو کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو پر مهمې موضوع هم خبرې شوي دي.

د افغانستان په هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې راپورونه موجود دي.
د افغانستان په هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې راپورونه موجود دي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم د افغانستان په فضا کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو لامل د طالبانو حکومت تګلاره بولي.

اسد الله ندیم
اسد الله ندیم

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ښه دی چې د ښاغلي مجاهد دې ته پام شوی، چې افغانستان یو ناتوانه او بې دفاع هېواد دی. د افغانستان د ناتوانۍ یو لامل هم خپله طالبان دي. که طالبان خپلې دې تګلارې ته ادامه ورکړي افغانستان به لاناتوانه او کمزوری شي، اوس خو د ځواکمنو هېوادونو الوتکې د افغانستان په فضا ګرځي، خو ممکن په راتلونکې کې کمزوري هېوادونه هم دا کار وکړي، ځکه افغانستان افغانستان د طالبانو د تګلارو له امله د هرې ورځې په تېرېدو نور هم کمزوری کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د کابل ښار په مرکز کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په خپل استوګن ځای کې په نښه او وواژه.

ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

طالبانو هغه مهال د ایمن الظواهري د حضور په اړه بې خبري وښوده ویې ویل چې د امریکا دا اقدام د افغانستان د هوايي حریم نقض دی.

خو د امریکا په ګډون د نړۍ بېلابېل هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش د پراختیا په اړه په اندېښنه کې دي وايي چې دغه هېواد باید یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي.

طالبانو بیا تل دا موضوع رد کړې او ویلي، چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG