د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ملا يعقوب: پاکستان دې خپل هوايي حريم د افغانستان پر ضد نه‌کاروي


د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب وایي، پاکستان باید اجازه ور نه‌کړي چې فضایي حریم یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د امریکا یوې بې پيلوټه الوتکې د کابل ښار په شېر پور سیمه کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او وواژه.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد، چې د دغه وزارت د کلني راپور ورکولو پر مهال یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د ده د معلوماتو له مخې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان خاورې ته ننوتلې وې.

هغه په دې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، پاکستان باید اجازه ور نه‌کړي چې فضایي حریم یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.

ښاغلي يعقوب مجاهد وويل: "د دې لپاره چې زموږ رادار سیستم نه‌شته، زموږ رادار سیستم کله چې امریکا وتله په بشپړ ډول یې له منځه وړی، بیا هم هغه معلومات چې موږ لرو هغوی د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او د پاکستاني فضایي حریم کاروي، موږ له پاکستانه غواړو چې خپله فضا دې زموږ پر وړاندې او خلاف نه کاروي."

ملا یعقوب په دې ناسته کې وویل، چې د طالبانو حکومت ۱۵۰ زره مسلح اردو لري چې ۸ لواوو کې د افغانستان له خاورې دفاع کوي.
ملا یعقوب په دې ناسته کې وویل، چې د طالبانو حکومت ۱۵۰ زره مسلح اردو لري چې ۸ لواوو کې د افغانستان له خاورې دفاع کوي.

ملا یعقوب دا خبرې داسې مهال کوي، چې امریکا د جولای په ۳۱مه نېټه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او وواژه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سنبلې په ۳مه نېټه یوې خبري ناسته کې وویل، چې همدا اوس هم امریکایي بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په فضا ګرځي او دا باید بندې شي.

ښاغلي مجاهد د امریکا دا کړنه پر افغانستان یرغل بللی.

دغه راز ملا یعقوب په دې ناسته کې وویل، چې د طالبانو حکومت ۱۵۰ زره مسلح اردو لري چې ۸ لواوو کې د افغانستان له خاورې دفاع کوي.

د ملا یعقوب په خبره، د طالیانو حکومت په هرې لوا کې ۳ زره عسکر لري.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست یو ځل بیا هغه هلیکوپترې او الوتکې چې د نظام له بدلون وروسته ګاونډیو هېوادونو ته انتقال شوي د افغانانو حق وبللې او ټینګار یې وکړ چې له دې الوتکو به تېر نه‌شي.

خو له دې مخکې د پنټاګون ویاند جان کربي د سنبلې میاشتې په ۱۵مه په یوه خبري ناسته کې ویلي و، چې امریکا به دا هلیکوپترې او الوتکې طالبانو ته د کارولو لپاره بېرته ور نه‌کړي.

دا څوم ځل دی چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب له تاجکستان څخه دغه هېواد ته د وړل شويو د افغان هوايي ځواک د هليکوپټرو غوښتنه کوي.
دا څوم ځل دی چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب له تاجکستان څخه دغه هېواد ته د وړل شويو د افغان هوايي ځواک د هليکوپټرو غوښتنه کوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت چارواکي په داسې حال کې د افغانستان ختیځ ګاونډی پاکستان په غیر مستقیم ډول په افغانستان د امریکا د حملې او بې پیلوټه الوتکو په ګرځېدو په همکاریو تورنوي، چې نوموړی هېواد تل د طالبانو په ملاتړ تورن دی.

ان دا چې د طالبانو د بیا واکمنۍ پر لومړیو ورځو کې افغانستان ته د پاکستاني چارواکو تګ راتګ او له طالب چارواکو سره یې لیدنې، کتنې په کور دننه او بهر له تند غبرګونونو سره مخ شوې.

خو طالبانو ویلي، دوی هیڅ هېواد پورې نه‌دي تړلي.

XS
SM
MD
LG