د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ زمری ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۰۲

افغانستان

ملا يعقوب: دوحه د افغانستان او قطر ترمنځ د امنيتي موافقې هڅه کوي

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر وايي، دوحه د افغانستان او قطر ترمنځ د همکارۍ د چوکاټ د رامنځته کولو لپاره له کابل سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو هڅه کوي.

ملایعقوب مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې ده د موافقې مسوده د لا زیات تحلیل لپاره له ځان سره راوړې ده.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې یولکو لس زره کسیزه اردو یې جوړه کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان فوټبال تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله نن له ازبکستان سره سيالۍ کوي

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله - ارشيف

د افغانستان د فوټبال تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن (جمعه) په خپله څلورمه سیالۍ کې د ازبکستان له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه به د کابل په وخت د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیل شي.

په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د فوټبال تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په روانو سیالیو کې افغانستان تر اوسه ۳ مسابقې کړي او ټولې یې بایللي دي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون که څه هم ويلي وو چې د تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله يادو سياليو ته پوره چمتووالی لري خو بيا يې هم ټولې لوبې پرله‌پسې وبايللې.

د جنوبي افريقا شل اوريزه ليګ لپاره 'ايم آی کيپ ټاون' لوبډلې راشد خان سره قرارداد لاسليک کړ

راشد خان

ایم آی کیپ ټاون (MI Cape Town) لوبډلې اعلان وکړ چې د جنوبي افریقا د کرېکټ د شل اوره غوره لیګ سیالیو لپاره یې د افغانستان له نامتو لوبغاړي راشد خان سره قرارداد لاسلیک کړ.

د اي ایس پي این کریک انفو وېبپاڼې د راپور له مخې، له راشد خان او ۴ نورو لوبغاړو سره یې مخکې تر دې قراردادونه لاسلیک کړل چې د لوبغاړو په اړه بولۍ پیل شي.

د جنوبي افریقا د غوره لیګ د مقرراتو له مخې، هره لوبډله د لوبغاړو په اړه د بولیو تر پیلېدو وړاندې له درو بهرنیو او دوو کورنیو لوبغاړو سره قرارداد کولی شي.

ایم آی کیپ ټاون لومړنی ټیم دی چې د خپلو پنځو لوبغاړو نومونه اعلانوي.

د جنوبي افریقا د کرېکټ غوره لیګ د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې پیلېږي.

افغان کرېکټ لوبډلې ايرلنډ ته دويمه شل اوريزه لوبه هم وبايلله

ارشيف

ایرلنډ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په دوهمه شل اوره سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

پرون (پنجشنبه) د افغانستان ملي لوبډلې پچه وګټله خو تکړه توپ ویشتونکي یې یو په بل پسې ژر وسوځېدل.

دوی په شلو اورونو کې ټولټال ۱۲۲ منډې وکړې چې ټیټ هدف و.

خو ایرلنډي لوبغاړو په داسې حال کې چې شپږ توپونه یې لرل، ورکړل شوی هدف پوره کړ.

پرون د کرېکټ بورډ مسؤلينو ويلي وو، افغان کرېکټ لوبډله ايرلنډ سره لوبو ته پوره چمتووالی لري.

دا دويمه پرله‌پسې شل اوريزه لوبه ده چې افغان کرېکټ لوبډله يې ايرلنډ ته بايلي.

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه کړې

سېلابونه - ارشيف

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سېلونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې پرون (پنجشنبه) وویل چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بدخشان، کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، کابل، وردک، لوګر، پکتیکا، خوست، پکتیا، بامیان، دایکنډي، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل کېږي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم، د ورښت اندازه به د ۱۰ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.

په وروستیو څو میاشتو کې د سختو ورښتونو له کبله سلګونه افغانانو ته د سر و مال تاوانونه اوښتي دي.

څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت له نړيوالو غوښتي وو چې د طبيعي پېښو له امله له زيانمنو شويو افغانانو سره مرستې وکړي.

ملګري ملتونه: افغانان بېړنيو مرستيو ته اړتيا لري

يو شمېر مرستې

ملګري ملتونه وايي، د بې سارو بشري مرستو له دوام سره سره افغانان د نړیوالو مرستو ته شدیده اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په تېر یو کال کې د ملګروملتو موسسو او شریکو غیرحکومتي موسسو په پراخه پیمانه بشري مرستې کړي او د جون تر پای پورې یې شاوخوا ۲۳ میلیون اړو کسانو ته مرسته رسولې ده.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې يو شمېر نړيوالو مؤسسو ویلي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره غبرګ په افغانستان کې وچکالي او نور بحرانونه راغلل چې که نوره بشري مرسته ونه شي، راتلونکی کال به په دغه هېواد کې لوږه او بېوزلي اوج ته ورسېږي.

داعش ډلې د شيخ رحيم الله حقاني د وژنې مسؤليت ومانه

شيخ رحيم الله حقاني د پنجشنبې په ورځ کابل کې ووژل شو

داعش یا د اسلامي دولت ډلې په کابل کې د طالبانو د یوه دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست.

حقاني پرون د کابل په شش درک سيمه کې په یوه مدرسه کې په انتحاري برید کې ووژل شو.

د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې انتحاري برید کې د رحیم الله حقاني ترڅنګ د نوموړي ورور او درې طالب زده کوونکي وژل شوي دي.

څلور طالب چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې انتحاري حمله کوونکی په پښه ګوډ و او چاودېدونکي مواد یې په مصنوعي پلاستیکي پښه کې ځای پر ځای کړي وو.

رحیم الله حقاني، چې د سلفي او پنج پیریانو له عقایدو سره د ژور اختلاف په لرلو مشهور و، دوه ځلې پخوا له حملو روغ وتلی و.

په ۲۰۲۰ کال د پېښور په یوه مدرسه کې د بريد پر مهال، چې د ده د وژلو په هدف وشو، لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول.

د ناروې کډوالو شورا: د طالبانو په واکمنۍ کې تر ټولو ډېر عام افغانان زيانمن شوي

يو شمېر افغانان

د ناروې د کډوالو شورا وایي، د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې عامو افغانانو د سولې لپاره لویه بیه پرې کړې ده.

دغې شورا نن د طالبانو د یو کلنۍ په مناسبت راپور کې ویلي، افغانستان کې د لوږې کچه ټکان ورکونکې ده او په خبره یې د طالبانو د حکومت او نړیوالو د نه همکارۍ له کبله میلیونونه افغانان ناهیلي شوي دي.

په راپور کې د دغې شورا د افغانستان د مشر نیل ټرنر په حواله راغلي، د طالبانو د حکومت دا دي کال پوره شوه، خو لا هم د افغانستان بهرنۍ شتمني کنګل ده، مرکزي بانک بشپړ فعاله نه دی او د پراختیا ښکاره څرک نه ښکاري.

طالبانو بیا له دې وړاندې ادعا کړې چې دوی د افغانستان اقتصاد له سقوطه ژغورلی او ویلي یي دي چې بانکي چارې هم نژدې عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

ملا برادر: افغانستان نږدې راتلونکي کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا کېدلی شي

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړی مرستیال وایي، افغانستان نږدې راتلونکې کې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کېدلی شي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن په کابل کې د اوبو او انرژۍ په سکټور کې د پانګونې د جذب په نوم کنفرانس ته وکړې.

برادر ویلي، هره ورځ د کانونو د کېندنې او بندونو جوړولو په برخه کې کارونه زیاتیږي.

طالبان دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې اوسنی اقتصادي ناورین بې ساری بلل شوی او ویل کېږي چې پنځه لکه کسان بې دندې شوي دي.

پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې د کانونو په کېندنه کې بېړه کوي او له پوره تخنیکي دقته کار نه اخلي.

اشرف غني: زما له وتلو مخکې د جمهوري نظام ستنې د ړنګېدو په حال کې وې

پخوانی ولسمشر

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، مخکې له دې چې له کابله ووځي او طالبان کابل ته ننوځي، د جمهوري نظام ستنې د ده په وینا د یو شمېر لورو له خوا چې پردې نظام یې معامله کړې وه، د نړېدو په حال کې وې.

ښاغلي غني دغه څرګندونې له اې بي ان افغان خپروندې شبکې سره په یوه نوې مرکه کې کړي دي.

ښاغلي غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون د یو شمېر وتلو افغان څېرو نومونه اخیستي او هغوی یې تورن کړي چې د جمهوري نظام د کمزوري کولو لپاره یې کار کاوه.

اشرف غني په دې مرکه کې د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د روحیې کمزورتیا د جمهوري نظام د ړنګېدو یو بل اساسي عامل بللی دی.

هغه په دې مرکه کې دا هم ویلي چې دی د افغانستان د اساسي قانون له مخې تر اوسه قانوني ولسمشر دی او واک به هغه چاته رسماً وسپاري چې ولس یې غوره کوي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د جمهوري نظام د ړنګېدو او واک ته بیا د طالبانو د رسېدو کال په پوره کېدو دی.

د تېر کال د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیوه او جمهوري نظام سقوط وکړ.

۳۰۰ افغانان له پاکستان اسپانيا ته ولېږدول شول

ارشيف

د هغو افغانانو الوتکه چې افغانستان کې یې له اسپانوي ځواکونو سره کار کړی و، پرون له اسلام اباده د مادرېد خواته روانه شوه.

فرانس پریس اژانس ویلي، دغې الوتکه کې درې سوه کسان سپاره و چې د اسپانیا د ماموریت کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې په‌کې شامل دي.

دا خبر د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ورکړی دی.

دغو افغانانو په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د اسپانیا له ځواکونو او یا سفارت سره کار کړی چې اوس یې د فرانس پریس په وینا ژوند له خطر سره مخامخ و.

د يادونې ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه هغه افغانان لا هم بهر ته د تللو انتظار کوي چې له بهرنيانو سره کار کړی دی.

د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبډلې نن دويمه شل اوريزه لوبه کوي

افغان کرېکټ ملي لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ټیمونه نن خپله دویمه شل اوریزه لوبه ترسره کړي.

د کرېکټ د انلاین معلوماتو د ویبپاڼې له مخې دا لوبه د کابل په وخت ۷ بجې د بلفاست په سټورمونت (Stormont) سټدیوم کې ترسره کېږي.

د دغې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه وړمه ورځ په لږ توپیر ایرلند وګټله.

په دغې سیالۍ کې ټولټال ۵ شل اوریزې لوبې پلان شوي دي چې پر خپل وخت به ترسره شي.

د افغان کرېکټ بورډ مسؤلينو وړاندې ويلي وو، افغان لوبډله ايرلنډ سره لوبو ته پوره چمتووالی لري.

د طالبانو اقتصادي کمېسيون د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي غوښتنه کړې

د تېلو ذخيرې

د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دغه کمېسیون په خپله پرونۍ غونډه کې چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، نه دي ویلي چې د بې کیفیته تېلو شتون څومره لویه ستونزه ده.

تر دې وړاندې عامو افغانانو د تېلو د ټیټ کیفیت او بې سارې لوړې بیې په اړه ازادي راډیو ته شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له افغانستانه بهر ته د زړو اوسپنو د لېږد پر بندیز او ټاپي پروژې هم بحثونه شوي دي.

د طالبانو مشر تازه یو ۱۳ماده یي فرمان صادر کړ

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې د خپلو نادرکه شویو غړیو او نورو کسانو په اړه یو دیارلس ماده یې فرمان صادر کړی.

د دغه فرمان له مخې چې متن یې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه خپور کړی تر ډېره د د ورثه و ترمنځ د دغو نادرکه شویو کسانو تر شاه د پاتې شویو جایدادونو د ترکه کېدو پر څرنګوالي او د هغو د کونډو پر مدني وضعیت څرخي.

د فرمان له مخې حنیفي فقه حکم کوي، هغه کسان چې په جنګونو یا هغو ځایونو کې ورک شوي چې د مرګ احتمال یې ډېر زیات دی او ډېر وخت هم په تېر شوی وي نو هغه مړ حسابېږي.

د دغه فرمان په یوه برخه کې دغه راز ویل شوي چې د محمې ترحکم وروسته به د شهیدانو جایدادونه او ملکیتونو د شریعت د احکامو له مخې د دوی پر ورثو ویشل کېږي.

د طالبانو مشر د تېرو جګړو په ترڅ کې د ورکو شویو کسانو په اړه دغه فرمان داسې مهال صادروي چې تراوسه په دې هېواد کې د ورکو شویو کسانو دقیقه شمېره نه ده معلومه خو ویل کېږي په زرګونو کسان د تېرو جګړو په ترڅ کې تري تم شوی دي.

افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو ته د کار زمینه برابرېږي

ارشیف

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د محلي کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هغو افغانانو ته د کار زمینه برابروي چې بېرته دې هېواد ته ستنېږي.

دغه سازمان په خپله ټوېټرپاڼه کې د رضا په نوم د یوه افغان ځوان له تصویر سره یوځای کښلي چې نوموړي هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته خپل ژوند ته د سمون ورکولو په برخه کې ستونزه درلوده خو د نوي کسب په زده کولو سره یې د ځان لپاره کار پیدا کړ.

رضا ویلي چې په ۲۰۱۶ کال ایران ته تللی و او له دوو کالو کډوالۍ وروسته چې له ډېرو ستونزو سره مخ و، بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په داسې حال کې افغانستان ته له بېرته ستنېدونکو سره په ټولنه کې د بېرته جذبېدو په برخه کې ځینې مرستې کوي چې له دې هېواده د افغانانو د وتلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونو کسان ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته د وتلو تکل کوي.

د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ماشومانو لپاره د زده کړو امکانات برابر شوي

د زلزلې له امله پکتیکا کې د یوه نړېدلي کور انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې اداره یونېسف وايي چې د افغانستان په هغو سیمو کې یې سلګونو ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي چې وروستۍ زلزلې اغېزمن کړي دي.

یونېسف پرون په یوه ټوېټ کې ویلي چې په ځپل سیمو کې یې نوي ۱۴۰ ټولنیز درسي صنفونه جوړ کړي چې په کې ډېرو نجونو ته لومړنۍ زده کړې ورکول کېږي.

یونېسف دغه راز په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ د زیاتېدو په وړاندې هم خبرداری ورکړی دی.

په پکتیکا او خوست کې د جون د ۲۲ مرګونې زلزلې په نتیجه کې چارواکو د له زرو زیاتو کسانو د مړه کېدو او زرګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG