د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

ملګرو ملتونو له افغانستان د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه وښوده


د ملګرو ملتونو غونډه
د ملګرو ملتونو غونډه

د ملګروملتونو د تروریزم ضد هڅو رئیس ولادمیر وورونکوف د امنیت شورا غونډې ته وویل، سره له دې چې د القاعده او اسلامي دولت ډلې یا داعش خپل ډېر مشران له لاسه ورکړي خو په ټوله کې تروریزم پراخ شوی او د فعالیت جغرافیه یې غځېدلې ده.

هغه د دې ترڅنګ چې په لوېدیځه افریقا او ساحل سیمو کې د القاعده، داعش او ورسره د تړلو ډلو د فعالیت د زیاتوالي خبره وکړه، د افغانستان په اړه یې وویل چې، په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د حضور دوام سیمې او له هغې ور هاخوا جدي ګواښونه متوجه کړي دي.

مشر يې په تېر دوبي کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

هغه اندېښنه وښوده چې پر دې هېواد واکمن طالبان په دې کې پاتې راغلي چې له ترهګرو ډلو سره د اوږدې مودې اړیکې وشلوي.

هغه غوښتنه چې د نوموړي په وینا دې شورا له طالبانو په کراتو کراتو کړې او ترې غوښتي یې دي چې ترهګرو ډلو ته په دې هېواد کې ځای ورنه‌کړي.

د اسوشیتید پريس آژانس د راپور له‌مخې د ښاغلي وورونکوف اشاره له القاعده سره د طالبانو اړیکو ته وه چې مشر يې په تېر دوبي کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري تر وژل کېدو وروسته، طالب عسکر سيمه کې د کلابندۍ پر مهال
د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري تر وژل کېدو وروسته، طالب عسکر سيمه کې د کلابندۍ پر مهال

د تروریزم د ګواښ د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه خبرداری پرون پنجشنبې د ترویزم په وړاندې د مبارزې په اړه د یوې سرخلاصې غونډې په پای کې ورکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جی شنکر چې د دغې غونډي مشري يې کوله، تروریزم د نړیوالې سولې او امنیت د بقا لپاره یو ګواښ وباله.

دا شورا پر پنځو دایمي غړیو سربېره لس دوره یې غړي لري چې د هرو دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

هند چې په اوس وخت کې د ملګروملتونو د پنځلس کسیزې امنیت شورا دوره‌یې غړی دی، د روانې ډسمبر میاشتې له لومړی نېټې یې د یوې میاشتې په مخه د دې شورا ریاست هم پر غاړه لري.

دا شورا پر پنځو دایمي غړیو سربېره لس دوره‌یې غړي لري چې د هرو دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

په هغې اعلامیه کې چې د دې شوار د ریاست له‌خوا خپره شوي، ویل شوي چې د ترهګرۍ ګواښ زیات او د نړۍ په مختلفو سیمو کې لا پراخ شوی چې نوې ټکنالوژۍ هم له دې کار سره مرسته کړې ده.

په اعلامیه کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې، داعش او القاعده او له هغو سره تړلو ډلو ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو، ډرون الوتکو او د چاودېدونکو وسیلو ورکول غندل شوي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په دغه اعلامیه کې چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک وروسته دوهم معتبر سند بلل کیږي، امنیت شورا ژوره اندېښنه ښکاره کړې چې ترهګرپه زیاتېدونکي ډول له قانوني سوداګرۍ او غیر انتفاعي سازمانونو څخه د ناوړه استفادې، د پیسو لپاره د خلکو د تښتولو او د انساني، کلتوري شیانو، د مخدره موادو او د وسلو د قاچاق په ګډون له مختلفو لارو مالي سرچینې انتقالوي.

په اعلامیه کې همدارنګه د ملګروملتونوله ۱۹۳ غړیو هېوادونو غوښتنه شوې چې د ترویزم د مالي سرچینو په وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

اعلامیه زیاتوي، ترهګرې ډلې له مذهب څخه د غلط تفسیر او غلطو معلوماتو په خپرولو سره خپل تاوتریخوالي توجیه کوي او له نومونو، مذهب یا مذهبي سمبولونو په وسیله د جلب او جذب او پر خپلو پیروانو د اغېز لپاره د تبلیغاتو لپاره کار اخلي.

امنیت شورا د دغو تبلیغاتو په وړاندې پر بدیلې مبارزې ټینګار کوي چې په ترڅ کې زغم او همغږۍ ته باید وده ورکړل شي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د اعلامیې له‌مخې دې ته په پام چې ترهګرې ډلې مخ په زیاتېدونکي ډول له انټرنټ، ټولنیزو رسنیو، مجازي شتمنیو، نویو مالي وسیلو او په نړیواله کچه د ترهګریز بریدونو لپاره له ډرونونو کار اخلي، پکار ده چې د دغې نوې او راټوکېدونکې ټکنالوژۍ د کارولو په وړاندې یې د مبارزې لپاره همکاري پیاوړي شي.

XS
SM
MD
LG