د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د کرن ډېکر بخښنه غوښتل؛ نړيوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي


د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافېره کرن ډېکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافېره کرن ډېکر

نيويارک پوسټ:

د امریکا نیویارک پوسټ، د بریتانیا مېل او ګڼو نورو لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافېرې کرن ډېکر د هغه ټویټ په اړه لیکنه خپره کړې چې له کبله یې هغې بخښنه وغوښته.

دې د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې کښلي و چې افغان ښځې دې د ژغورنې لپاره د «تورې نجلۍ جادو» له تلوېزیوني پروګرامه الهام واخلي او همدا راز یې د بیانسې او لیزو په شان سلیبریتیانو یا مشهورو کسانو څخه غوښتي و چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره مشوره ورکړي.

بیانسې او لیزو د امریکا دوې مشهورې تورپوستې سندرغاړې دي.

د امریکا شارژدافېرې افغان ښځو ته په خطاب کې ویلي و چې د هغوی له تجربو زده‌کړه وکړي.

خو اغلې ډېکر، وروسته له دې خپل ټویټ پاک کړ او بخښنه یې وغوښته چې سیاستوالو او حتی د امریکا د باندنیو چارو وزارت پرې نیوکه وکړه.

د تورې نجلۍ جادو یوه تلوېزیوني خپرونه ده چې هدف یې پر ځان د تورپوستو ښځو د اعتماد زیاتول دي.

دا پروګرام په ۲۰۱۶ کې ډېر مشهور شو او په ټولنیزو شبکو کې د تورپوستو ښځو د ستاینې او د تورپوستو پر کلتور او میراثونو ویاړ ته یې تبلیغ وکړ.

مېرمن ډېکر د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه وکښل: "ځینې وخت زموږ ښه نیت ناسمې خوا ته ځي، ځکه چې پوره مو خبرې ته غوږ نه وي نیولی او یا مو د نورو د ژوند تجربه په سم ډول نه وي درک کړې. نو که هر څوک زما په خبره ځورېدلي یا خوابدي شوي وي، ورڅخه بښنه غواړم."

د کرن ډېکر پر ټویټ انتقادونه په دې خاطر وشول چې دا دوه موضوعات یعنې افغان ښځې او د امریکا تورپوستې مېرمنې له یو بل سره کوم ارتباط او ورته والی نه‌لري.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، څه چې مېرمن ډېکر لیکلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې نه تاییدوي.

ده د هغې ټویټ نامناسب او بې ربطه وباله.

نېشنل ورډ:

نېشنل ورډ خپرونې بیا د طالبانو له لوري د ښځو خلاف د پرېکړو په دوام کې د اومیندوارۍ د مخنیوي د درملو او وسایلو پر بندیز لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې له لیکنې سره سم، طالبان دا د لوېدیځ یوه دسیسه بولي چې په وسیله یې غواړي د مسلمانانو شمېر کم شي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې هم په دې اړه په راپور کې ویلي، طالبانو روغتیايي کارکوونکو او درملتونونو ته خبرداری ورکړی چې د امیندوارۍ ضد درمل او وسایل ونه پلوري.

د یوه درملتون خاوند، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ګارډین ته ویلي، وسله‌وال طالبان یې دوه ځلې درملتون ته ورغلي، خبرداری یې ورکړی چې د حامله توب د مخنیوي درمل پر چا ونه پلوري.

ده همداراز ویلي چې طالبان د کابل درملتونونه په منظم ډول تالاشي کوي او له دې کبله دوی هم د دا ډول درملو او وسایلو پلورل درولی دی.

یوې قابلې هم ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، د طالبانو یوه قوماندان ورته ویلي چې میندو ته د ماشومانو ترمنځ د فاصلې او یا د ماشوم نه زېږولو په اړه تبلیغ ونه‌کړي ځکه چې دا د لوېدیځوالو دسیسه ده او هېڅ ورته اړتیا نه‌شته.

هغې هم د امنیتي اندېښنو له کبله نه‌غوښتل چې نوم یې واخیستل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG