د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

ټام وېسټ: امریکا د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کوي


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټایم وېسټ وایي، له دوو افغان ښځینه فعالانو پلوشې حسن او ماري اکرمي سره د لیدنې پرمهال
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټایم وېسټ وایي، له دوو افغان ښځینه فعالانو پلوشې حسن او ماري اکرمي سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټایم وېسټ وایي، له دوو افغان ښځینه فعالانو پلوشې حسن او ماري اکرمي سره یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو خبرې کړي دي.

وېسټ تېره شپه د مارچ ۳مه په ټویټر کې ولیکل چې په دې غونډه کې د افغانستان له ښځو او نجونو سره د طالبانو پر توپيري چلند بحث وشو.

د ټام وېسټ په وینا، د پلوشې حسن او ماري اکرمي په څېر د افغان مېرمنو هڅې الهام بخښونکې دي، ځکه چې دوی له افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې کار کوي.

ماري اکرمي د دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې دې د افغان ښځو د زغم خبره وکړه چې نور تحمل نه شي کولای.

اکرمي زیاته کړه: "له ښاغلي ټام وېسټ سره غونډه د افغانستان د مسئلې په تړاو وه. ما د افغان ښځو په استازیتوب وویل چې د ښځو شرایط، د افغانستان د مېرمنو په حقونو د سترګو پټېدل او د افغان ښځو د صبر او زغم امتحان په حقیقت کې ډېر اوږد شو."

مېرمن اکرمي زیاته کړه چې ټام وېسټ دې او پلوشې حسن ته وویل چې امریکا د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کوي، خو نه شي کولای چې بیا افغانستان ته پوځیان واستوي او په جګړې کې ښکېل شي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د ماري اکرمي په وینا، ټام وېسټ دا خبره هم ورته کړې چې له افغان مېرمنو سره به خپلو لیدنو کتنو ته د افغانستان د مېرمنو د وضعیت د ارزونې په خاطر ادامه ورکړي.

په داسې وخت کې د دې غونډې خبره کېږي چې د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ له پیله په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه نقض کړي دي.

دې سازمان د ملګرو ملتو د بشري حقونو له شورا غوښتې دي چې په افغانستان کې دې له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې د شواهدو د راغونډولو لپاره یو ځانګړی میکانېزم رامنځته کړي.

ارشیف: پا بادغیس کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: پا بادغیس کې د نجونو یو ښوونځی

طالبانو له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده، په موسسو کې یې د مېرمنو کارونه محدود کړي دي، پارکونو ته یې د ښځو پر تګ بندیز لګولی، د لوبو له میدانونو یې راګرځولي او حمامونو ته یې هم نه پرېږدي.

سره له دې چې نړیواله ټولنه له طالبانو بیا بیا غواړي چې ښځو او نجونو ته د دوی حقونه ورکړي، خو طالبان وایي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي.

یو شمېر ښځینه فعالانې په افغانستان کې وایي چې د دوی مبارزه د دې سبب شوې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG