د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د طالبانو حکومت افغانستان ته د سيمې د هېوادونو د اسعارو انتقال منع کړ


ارشيف
ارشيف

بلومبرګ شبکې راپور ورکړی، چې هره ورځ په ملیونونو ډالر، له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاقيږي.

د دې خپرونې د راپور له‌مخې، دغه وضعیت د افغانستان د کړکېچن اقتصاد د ملاتړ سبب کېږي، ځکه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان له اسعاري زېرمو د طالبانو لاسونه ورلنډ کړي دي.

د افغانستان د صرافانو عموي ټولنې مرستیال او د رسنیو مسوول عبدالرحمن ځیرک له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له پاکستانه افغانستان ته د ډالرو د قاچاق موضوع رد کړه.

"له پاکستان څخه افغانستان ته په ملیونونو یا ملیارډونو ډالر نه‌دي قاجاق شوي.

نوموړي وويل: "له پاکستان څخه افغانستان ته په ملیونونو یا ملیارډونو ډالر نه‌دي قاچاق شوي. برعکس په تېرو شلو کلونو کې او په وروستیو ورځو کې تر اوسه له افغانستانه پاکستان ته ډالر لېږدول کېږي. د پاکستان ترڅنګ ایران ته هم قاچاقيږي. نو دغه شوې ادعاګانې ردوم. هغه څه چې په دې مرکه یا اعلامیه کې ویل شوي سم دي، چې د ډبرو سکرو یا د افغانستان د صادراتو پیسې په کلدارو نه، بلکې په ډالرو راځي، خو هغه د سوداګرۍ موضوع ده."

بلومبرګ شبکې د پاکستان د اسعارو تبادلې د شرکتونو د ټولنې د سرمنشي محمد ظفر پاراچا په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، سوداګر او قاچاق وړونکي د ورځې تر ۵ ملیونو ډالرو ډېرې پیسې د افغانستان او پاکستان پولې ته راوړي.

ارشيف
ارشيف

د ډبرو سکاره پاکستان ته د افغانستان د صادراتو عمده برخه جوړوي.

د بلومبرګ د راپور په یوه برخه کې راغلي چې، د حاجي محمد رسول په څېر ځینې سوداګر دغه سکاره په افغانیو رانیسي خو په پاکستانۍ روپیو یې خرڅوي، بیا پاکستانۍ روپۍ په ډالرو اړوي او بیا یې د حوالې له لارې افغانستان ته لېږي.

راپور وايي، په پاکستان کې د ډالرو پیدا کول ګران دي او حاجي رسول د پېښور په څېر ښارونو کې چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته دي، ځینې ځایونه پیدا کوي چې تر رسمي بیې ۱۰ فیصده اضافه پیسې ورکړي.

حاجي رسول ویلي، چې تقریباً ټول سوداګر همدا کار کوي، یعنې خپلې پیسې په ډالرو اړوي او بیا یې افغانستان ته لېږي.

"د افغانستان او پاکستان، افغانستان او ایران، ایران او پاکستان ترمنځ ډالر له مخکې هم قاچاقېدل.

هغه ویلي چې طالبان نه پرېږدي چې څوک پاکستانۍ روپۍ افغانستان ته انتقال کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړی اذرخش حافظي وايي، ډالر له کلونو راهیسې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ قاچاقيږي.

ښاغلی حافظي وايي: "د افغانستان او پاکستان، افغانستان او ایران، ایران او پاکستان ترمنځ ډالر له مخکې هم قاچاقېدل. په دې ځای کې زیاتې تورې پیسې شته، مثلاً د اداري فساد پیسې، چې دولتي ماورین یې د رشوت په توګه اخلي او اختلاس کوي. دوی دا پیسې له غیر رسمي لارو خپلو نړیوالو حسابونو ته لېږدوي. دلته د پولي خدماتو له هغه سیسټم کار اخلي، چې صرافۍ یې لري."

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ریاست الوزرا د سې‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغانستان ته د سیمې د هېوادونو د اسعارو لېږدول غیرقانوني کار دی.

په اعلامیه کې له سوداګرو او صرافانو غوښتنه شوې، چې د راکړې ورکړې پر مهال دې افغانۍ وکاروي.

د اعلامیې په وینا، هيڅوک نه‌شي کولی چې د افغانستان د هوايي ډګرونو له لارې تر پنځه زره ډالرو ډېرې پیسې او د ځمکې له لارې تر ۵۰۰ ډالرو ډېرې پیسې له هېواده بهر ولېږدوي، که څوک دا کار وکړي، د بند په بېلابېلو دورو به محکوم شي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان څه باندې اووه نیم ملیارد ډالره کنګل کړل.

واشنګټن تېر میلادي کال وویل، چې د کنګل شویو پیسو درې نیم ملیارد ډالره په سویس کې د امانت یوه صندوق ته لېږدوي.

د امریکا د خزانې وزارت په خبره، د دې کار هدف دا دې چې دغه پیسې د افغانستان د اقتصاد د ثبات او د افغانانو په ګټه وکارول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG