د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې ريکارډ کچې ته ټيټه شوې


ارشيف
ارشيف

د پاکستان په ازاد بازار کې پرون (پنجشنبه) یو امریکايي ډالر په ۲۵۵ روپیو تبادله شو چې دا د پاکستاني روپۍ د ارزښت د ټیټېدو یو بل ریکارډ دی.

د پاکستان مرکزي بانک وايي، چې وړمه ورځ د بانکونو ترمنځ د هر ډالر ارزښت پرون ۲۳۰ روپۍ او ۸۹ پیسې و خو د پاکستان د صرافیو اتحادیه وايي، چې په ازاد بازار کې هر ډالر تر پرون پورې په ۲۵۵ روپیو تبادله کېده چې تر وړمې ورځې د هر ډالر ارزښت ۱۱ روپۍ لوړ شوی دی.

پاکستاني رسنۍ او یو شمېر صرافان وايي چې د پاکستان مرکزي بانک په مصنوعي ډول د ډالر بیه ټیټه ساتلې وه خو کله چې یې روپۍ ازاده کړه، د ډالر په وړاندې یې اصلي بیه وټاکل شوه.

په همدې حال کې د پاکستان اقتصادي کارپوهان وايي، د بهرنیو اسعارو د کموالي له کبله پاکستان یو شمېر اومه مواد، چې د صنایعو لپاره یې پکار دي نه‌شي واردولی او له دې کبله د پاکستان یو شمېر فابریکې او صنعتونه د بندېدو له خطر سره مخامخ دي.

پاکستان کې فابريکې د بندېدو له ګواښ سر مخامخې دي.
پاکستان کې فابريکې د بندېدو له ګواښ سر مخامخې دي.

د برېتانیا فیننشل ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د مرکزي بانک د مالوماتو پر اساس ویلي، چې د پاکستان په بندرونو کې په سوداګري مالونو بار کانتیرونه ولاړ دي خو د دې لپاره چې ډالر نه‌شته، مال نه تخلیه کېږي.

ورځپاڼې ته پاکستاني چارواکو ویلي، چې د نساجي په ګډون بېلابېل صنعتونه د اومو موادو د نشتوالي له امله بندیږي.

پاکستان چې تر ۲۷۰ ملیارد ډالره زیات پوروړی دی، هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق او نورو هېوادونو څخه نور پور واخلي څو له اقتصادي سقوطه وژغورل شي خو پور ورکوونکو هېوادونو له دې کبله شرطونه سخت کړي چې پاکستان یې بېرته نه‌شي ورکولی.

ټاکل شوې وه چې اوس پاکستان چین ته ۱۵ میلیارد ډالره پور بېرته ورکړي خو پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې چینايي چارواکي د پور د مودې اوږدولو ته وهڅوي.

همدا راز پاکستان له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم غوښتي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې خپل پور ورڅخه ونه غواړي او موده یې اوږده کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG