د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د خواله رسنیو هشټګ؛ "افغانۍ زموږ ملي هویت دی"


پاکستانۍ کلدارې او افغانۍ
پاکستانۍ کلدارې او افغانۍ

افغانۍ زموږ ملي هویت, دا هشټک له تېرو دووه ورځو په خواله رسنیو کې د ډېری افغانانو له لوري کارول کېږي.

دوی وايي، په خواله رسنیو کې له دې هشټک کارولو څخه یې موخه خپل ملي هویت افغانۍ ته کمپاین کول دي او بل دا چې موږ له هېڅ ګاونډي هېواد سره د افغانۍ پر ځای په پردۍ پیسو راکړه ورکړه او سوداګرۍ نه غواړو.

د غزني ولایت یو ځوان عبدالرحیم چې په خواله رسنیو کې فعال دی وايي نه غواړي چې خپل ملي هویت له لاسه ورکړي، دده په ټوکو په ډالرو او یا هم په افغانیو له نړیوالو سره سوداګرۍ غواړي او په هېواد کې په افغانۍ راکړه ورکړه غواړي.

نوموړی زیاتوي: "موږ افغانان یو، دا مو هېواد دی، موږ غواړو چې زموږ په هېواد کې افغانۍ وکارول شي، موږ نه غواړو چې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداره وشي."

قربان علي هم د غزني ولایت اوسېدونکی دی ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې باید پاکستانۍ کلدارې ونه کارول شي، موږ نړیواله سوداګرۍ په ډالرو او یاهم په خپله ملي پیسو افغانۍ غواړو، باید افغانۍ استفاده شي."

دغه هشټک له هغه وروسته په خواله رسنیو کې پیل شو چې د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین وویل، غواړي له افغانستان سره سوداګرۍ د ډالرو او افغانۍ پر ځای په پاکستانۍ کلدارو پر مخ یوسي.

افغانۍ زموږ ملي هویت, دا هشټک له تېرو دووه ورځو په خواله رسنیو کې د ډیری افغانانو له لورې کارول کیږي.
افغانۍ زموږ ملي هویت, دا هشټک له تېرو دووه ورځو په خواله رسنیو کې د ډیری افغانانو له لورې کارول کیږي.

تر اوسه پورې د هلمند، کندهار، خوست، کونړ، ننګرهار او ځینو نورو سرحدي ولایتونو کې د افغانۍ ترڅنګ په پاکستانۍ کلداره هم راکړه ورکړه رواج لري.

که څه هم تر اوسه پورې طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د هغوی فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي چې په هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانيو کېږي.

نوموړي ویلي، دا خبر هېڅ حقیقت نه لري چې غټه سوداګرۍ به په پاکستاني کلداره وي.

هغه زیاته کړې، هېڅ کله به داسې پرېکړه ونه شي چې زموږ د هېواد د مادي او معنوي ګټو په زیان وي.

XS
SM
MD
LG