د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د کلدارو د مخنیوي پر وړاندې د پکتیا د چارواکو نوی اقدام!


د پکتیا والي دولتي ادارو ته د هغو مامورینو او مراجعینو په ورتلو بندیز لګولی چې له ځان سره پاکستانۍ کلدارې ولري.

د پکتیا ولایت مقام لخوا نن د «وږې په ۲۲مه» رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې، د دولتي ادارو له مسؤلینو او د هغوی له مراجعینو غوښتل شوي چې ادارو ته له ځان سره پاکستانۍ کلدارې رانه وړي.

په خبرپانه کې راغلي:

"د ولایتي ادارې د پرېکړې له مخې د ټولو ادارو کارکوونکو او مراجعينو ته خبر ورکول کېږي چې ادارو ته د کلدارو له راوړلو او کارولو جداً ډډه وکړي، له دې وروسته دې هغه مراجعين چې له ځانه سره کلدارې ولري، ادارو ته مراجعه نه کوي."

خبرپاڼه زیاتوي، د ټولو ادارو مسؤلين باید یوازې هغو مامورينو او مراجعينو ته د ورتګ اجازه ورکړي چې افغانۍ لري او کاروي یې.

په خبرپاڼه کې د د ولتي ادارو کارکوونکو ته ګوت څنډنه شوې؛ ویل شوي هغو مامورينو پر وړاندې به قانوني چلند وشي چې کلدارې په جېبونو کې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې دومیاشتو راپه دې خوا په ګردېز ښار کې کې پر پاکستانۍ کلدارو پېراو پلور باندې کلک بندیز لګېدلی او هره ورځ د ولایت مقام لخوا د ټاکل شوي ځانګړي کمېسیون لخوا د ولایت مقام پرېکړه عملاً څارل کېږي او له سرغړونکو سره جدي چلند کېږي.

راپور: اصل ځاځی

XS
SM
MD
LG