د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

شنونکي: افغانستان کې د کلدارو او تومنو دودول به شته اقتصاد له منځه یوسي


آرشیف:پاکستانۍ کلدارې
آرشیف:پاکستانۍ کلدارې

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، که یو ځل بیا پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن په افغانستان کې دود شي د افغانستان د شته اقتصادي ودې له منځه وړلو لامل به شي.

دوی وايي، د افغانستان بانک او طالب چارواکي باید د اقتصادې ودې په موخه په افغانستان کې د نورو هېوادونو اسعارو ترویج او سوداګریزې راکړې ورکړې ته اجازه ورنه کړي.

په افغانستان کې په ځانګړې ډول د دغه هیواد په سرحدي ولایتونو کې، د تېر حکومت له خوا په پاکستاني کلدارو او ایراني تومنو له بندیز لګولو وروسته ډېر راکړه ورکړه به افغانیو ترسره کېده چې دا چاره تر یو بریده د افغانستان اقتصادې ودې لامل شوې وه.

کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره هم مهاله بانکونو خلکو ته د پیسو په ورکړې بندیز ولګاوه او نږدې دوه اوونۍ خلکو خپلې پیسې ترلاسه نه کړای شوې چې دا چاره په افغانستان کې د افغانیو او ډالرو د کمښت لامل شوه.

د پاکستان خزانې وزیر شوکت ترین د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په افغانستان کې د ډالرو کمښت له امله به د دواړو هېوادونو ترمنخ راکړه ورکړه په پاکستاني کلدارو ترسره شي.

اوس د اقتصادي چارو شنوونکي وايي، که د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه د افغانیو پرځای په نورو پیسو ترسره شي دا چاره د افغانیو ارزښت راټیټوي او د افغانۍ بانک نوټونو چاپ چې د مالیې وزارت عوایدو لویه برخه ده راټیټیږي.

د ولسمشر غني په دوره کې د ننګرهار یو هټیوال په خپلو توکو دا پآڼه ایښې چې یوازې راکړه ورکړه په افغاني پیسو کوي.
د ولسمشر غني په دوره کې د ننګرهار یو هټیوال په خپلو توکو دا پآڼه ایښې چې یوازې راکړه ورکړه په افغاني پیسو کوي.

د پوهنتون استاد قیس محمدي ازادي وايي: "د غیر افغاني پيسو ترویج څو نقطو ته تاوان رسوي، اول د افغانستان بانک د داراییو قدرت راښکته کېږي، په دې مانا چې د حکومت بودجه ورسره راکمېږي، خپله د پیسو چاپ د مالیې وزارت د عوایدو برخه ده چې راټیټیږي، خپله د افغانیو ارزښت هم ورسره راټیټیږي."

د سرحدي ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي او کاروباریان وايي، د جمهور رییس غني په واکمنۍ کې په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارو او ایراني تومنو چلند محدود شو، خو اوس یو ځل بیا د ترویج په حال کې دي چې باید مخه یې ونیول شي.

د ننکرهار ولایت اوسیدونکی سالار خادم وايي: "طالبان اړ دي او دا اړینه ده چې د افغانستان، مالیې وزارت او نور بنسټونه باید ژر تر ژره په ګډه هېواد کې د کالدارو او تومنو په شمول د نورو بهرنیو اسعارو د چلند مخنیوی وکړي او په دې اړه باید طالبان یو جامع پلان وړاندې کړي."

د پکتیا ولایت اوسیدونکی فرید الله هم ورته غوښتنه لري: "کلدارې چې د بل هېواد هویت دی باید طالبان او ټول هېوادوال لاس په کار شي چې د دې افغانیو ساتنه وشي، د افغانیو ساتل او د نورو هېوادونو پیسو مخنیوی ملي ګټي دي."

پر ټولنیزو رسنیو هم د افغانیو ترویج په اړه پراخ کمپاین پیل شوی او له طالب مشرانو یې غوښتنه کړې چې له پاکستان سره راکړه-ورکړه په کلدارو ترسره نه کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب مشرانو او اړوندو مسوولینو نظر هم ترلاسه کړي خو له بیا بیا هڅو سره-سره بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG