د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په کمسارې ډول ولوېد


د نړۍ اکثره هیوادونه راکړه ورکړه په ډالرو کوي.
د نړۍ اکثره هیوادونه راکړه ورکړه په ډالرو کوي.

پرون چهارشنبې د پاکستان په بانکونو کې یو ډالر په یوسلو نوي روپۍ او په ازاد بازار کې تر دې هم لوړ تبادله شو.

پاکستان هیله لري، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور د ترلاسه کولو په صورت کې به د بهرنیو اسعارو په وړاندې د روپیو د ارزښت د کمېدو مخه ونیسي.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم تاییدوي، تر څو چې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته پور نه وي ورکړی، د جنسونو د بیو د لوړېدو او د ډالرو په وړاندې د روپیو د لوېدو مخه نه شي نیول کېدای.

دوی د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو وايي، چې ښايي د روپیو پر وړاندې د ډالر ارزښت نور هم لوړ شي او له دې کبله د جنسونو بیې نورې هم وخېژي.

تر دې وړاندې د اپریل په لومړۍ نېټه هم د سیاسي کړکېچ له کبله د ډالر پر وړاندې پاکستاني روپیو ارزښت له لاسه ورکړ او یو ډالر په یوسلو اتیا روپیو تبادله شو خو په وروستیو درو ورځو کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په پر له پسې ډول ټیټېږي.

ځینې پاکستاني شنونکي د صادراتو پر وړاندې د وارداتو زیاتېدا د پاکستاني روپیو د ارزښت د کمېدو اصلي دلیل بولي او وايي، هر څومره چې ډالرو ته اړتیا زیاتېږي په هماغه اندازه یې ارزښت لوړېږي.

د نړۍ اکثره هیوادونه راکړه ورکړه په ډالرو کوي.

په پاکستان کې انفلاسیون په ګاونډي افغانستان کې د جنسونو پر بیو د پام وړ اغېز لري.
په پاکستان کې انفلاسیون په ګاونډي افغانستان کې د جنسونو پر بیو د پام وړ اغېز لري.

په وروستیو ورځو کې د پاکستان د نوي حکومت مشر شهباز شریف سعودي عربستان ته لاړ چې د سعودي د پور د بېرته ادا کولو نېټه اوږده کړي.

صدر اعظم شهباز شریف د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره موافقې ته ورسېد چې پر اساس به یې پاکستان سعودي ته د دغه هیواد د ۳ ملیارد ډالرو پور د بېرته ورکولو نېټه شا ته غورځوي.

له بلې خوا په پاکستان کې سږ کال انفلاسیون له پیله دوه عددي دی. د پاکستان د مرکزي بانک له شمېرو داسې ښکاري چې اوس په دغه هیواد کې د انفلاسیون کچه ۱۳ اعشاریه ۳۷ سلنه ده چې دا په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو لوړه اندازه ده.

په پاکستان کې انفلاسیون په ګاونډي افغانستان کې د جنسونو پر بیو د پام وړ اغېز لري.

XS
SM
MD
LG